لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د خواري کښو ورځ لمانځي


د خواري ورځ لمانځلو دپاره کوښښونه په ١٨٩٠ کې پېل شول. دا هغه وخت و چې خواري کښو به د هفتې شپږ ورځې او هره ورځ ١٢ گنټې کار کوولو، معاشونه به یې لږ وو، کم عمره ماشومانو به هم په کارخانو کې کار کوولو
د خواري ورځ لمانځلو دپاره کوښښونه په ١٨٩٠ کې پېل شول. دا هغه وخت و چې خواري کښو به د هفتې شپږ ورځې او هره ورځ ١٢ گنټې کار کوولو، معاشونه به یې لږ وو، کم عمره ماشومانو به هم په کارخانو کې کار کوولو

د هیواد په اقتصاد کې د خواري کښو خدمات د ستایلو په غرض نن د گل، دوشنبې، په ورځ امریکا د خواري کښو قامي ورځ لمانځي.

د خواري ورځ لمانځلو دپاره کوښښونه په ١٨٩٠ کې پېل شول. دا هغه وخت و چې خواري کښو به د هفتې شپږ ورځې او هره ورځ ١٢ گنټې کار کوولو، معاشونه به یې لږ وو، کم عمره ماشومانو به هم په کارخانو کې کار کوولو او د صحت د خیرښېگړې پروگرامونه نه وو.

خو بیا یو بل پسې امریکايي ریاستونو د عامو خواري کښو خدمات ستایلو دپاره قانونونه جوړ کړل او د هغوی زیار د ستایلو دپاره یې ورځ وټاکله.

د کال ١٨٨۴ د جون د میاشت په ٢٨ نېټه کانگرس د یو قانون دلارې د سپټمبر د میاشت د لومړي گل، دوشنبې، ورځ د لېبر ډی یا د خواري کښو د ورځ په توگه وټاکله. دا ورځ په امریکا کې عامه رخصتي وي.

په ورستي کلونو کې د انټرنېټ او د نړۍ اقتصاد د یو بل سره د تړل کېدو په نتیجه کې د خواري کښو د اتحاد تنظیمونه کمز‏وري او د غړو په شمېر کې یې کمی راغلی دی.

خو که څه هم دغه تنظیمونه خپل پخوانی کاردار نه لري خو اوس هم په اکثرو دفترونو کې موجود دي او دا هم د دغو تنظیمونو د کوښښونو نتیجه ده چې د خواري کښو دپاره په هفته کې پنځه ورځې او په ورځ کې اته گنټې د کار وخت ټاکل شوی دی. خواري کښ اوس د صحت د بیمې ترڅنگ یو شمیر نور مراعات لري.

په ځینو امریکايي ښارونو کې د لېبر ډی په مناسبت خصوصي دستورې کولی شي چې پکې پرېډونه او د خواري کښو او د هغوی د کورنیو دپاره د تفریح پروگرامه شامل دي.

خو زیاتره خلک دا ورځ د خپلو کورنیو او ملگرو سره تېروي، په سېلونو گرځي او خوراکونه پخوي.

لېبر ډی په غیر رسمي توگه په امریکا کې د اوړي د ختمېدو علامت هم گڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG