لاس رسیدونکی لینک

 
د پخواني امریکایي صدر جیمي کارټر د جنازې سرکاري مراسم : جسد یي د کانګرس ودانۍ ته راوړل شوی
تازه خبر

د پخواني امریکایي صدر جیمي کارټر د جنازې سرکاري مراسم : جسد یي د کانګرس ودانۍ ته راوړل شوی


د نهې یا سه شنبې په ورځ د امریکا د ۳۹م صدر جیمي کارټر جسد د امریکا په کانګرس ودانۍ کې د احترام د پاره کېښودل شو او د امریکا د قانون جوړونکو لخوا ورته درناوی او احترام وړاندې کړل شو.

د امریکا مرستیالې صدرې کاملا هېرس کانګرس په روټونډا کې د کارټر د کورنۍ غړو او نورو مهمو مېلمنو ته وویل: “نن مونږ د هغه سړي ژوند لمانځو چې کارونه به یې د نسلونو لپاره لارښودنه وي.”

کارټر، چې یو ځل د امریکا صدر جوړ شوې و، د نوبل د سولې جایزه ګټونکی و، او د هغه جسد به د دوو ورځو لپاره په واشنګټن کې د احترام لپاره پروت وي، چې امریکایان ورته خپل درناوی څرګند کړي.

میرمن هېرس د پخواني صدر کارټر د لاسته راوړنو یادونه وکړه، په ځانګړې توګه د کمپ ډېوېډ تړونونو په جوړولو کې د هغه رول، د اخلاقو په اصلاحاتو کې یې ونډه، او د تعلیم او انرجۍ وزارتونو بنسټ ایښودل.

د کانګرس مشرتابه هم د هغه د صدارت دوره یاده کړه، چې د امریکا په تاریخ کې د یو سخت وخت په دوران کې وه.

د هاوس اف رېپرېزېنټېتیوز سپېکر مایک جانسن وویل: “د صدر کارټر ژوند، د هغه بې غرضه خدمت، د کېنسر په وړاندې یې مبارزه، او د خپلو خلکو لپاره د هغه دایمي خدمتونه ټول په ریښتیا د ستاینې وړ دي.”

د سېنټ د لږکیو مشر چک شومر د نهې یا سې شنبې په ورځ د سېنټ کې وویل: “صدر کارټر د هغو کسانو له ډلې څخه و چې د صدارت په څوکۍ یې د بې ساري شرافت او صداقت مثال وټاکه. هغه په هر اړخ کې یو اصولي انسان و: مهربان، دروند، هوښیار، عاجز، او ژور وطنپال و.

د کارټر صدارت دوره (۱۹۷۷-۱۹۸۱) د ویتنام جګړې او د واټرګېټ د رسوايۍ له پایلو وروسته پیل شوه، چې د صدر ریچرډ نېکسن استعفا او د امریکایانو په عامه ادارو د باور کمښت ته یې لاره هواره کړه.

د هغه دوره د ګرانۍ او په ایران او افغانستان کې د کړکېچونو له امله پېژندل کېږي.

کارټر د امریکا تر ټولو صدارانو کې اوږد ژوند درلود، په ۱۰۰ کلنۍ کې وفات شو.

د کانګرس د ودانۍ د معمار په وینا، یوازې ۴۶ کسانو د امریکا د بنسټ له پیل راهیسې د کانګرس په روټونډا کې د احترام په سر ځای نیولی دی. د کارټر جسد به د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د هغه خپل اصلي ایالت جورجیا ته ولېږدول شي، چیرته چې به یې په شخصي کورني مراسمو کې خاورو ته وسپاري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG