لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکايي کانګرس کې غوښتنه کېږي چې روس دې د ترهګرۍ مرسته کونکی هېواد وټاکل شي


د اوکراین صدر ولادېمیر زېلېنسکي ویلي د امریکې د سېنېټ اوو غړو د یو قرارداد مسوده وړاندې کړې چې غواړي په اوکراین کې د روس اقدامات دې نسل وژنه یا جېنو سایډ وبلل شي
د اوکراین صدر ولادېمیر زېلېنسکي ویلي د امریکې د سېنېټ اوو غړو د یو قرارداد مسوده وړاندې کړې چې غواړي په اوکراین کې د روس اقدامات دې نسل وژنه یا جېنو سایډ وبلل شي

په داسې حال کې چې په اوکراین د روس د یرغل پېنځه مېاشتې پوره کېدونکي دي او قریباً هره ورځ په اوکراین کې په ملکي کسانو د روس د حملو خبرونه مخې ته راځي د امریکې صدر جوبایډن په حکومت دا فشار زیاتېږي چې روس دې په رسمي ډول د ترهګرۍ مرسته کونکی ملک وټاکي.

بلخوا د اوکراین صدر ولادېمیر زېلېنسکي ویلي د امریکې د سېنېټ اوو غړو د یو قرارداد مسوده وړاندې کړې چې غواړي په اوکراین کې د روس اقدامات دې نسل وژنه یا جېنو سایډ وبلل شي.

د جمعې په ورځ د اوکراین، روس، ترکي او متحده قومونه یوه معاهده دستخط کونکي دي چې ترمخه به یې د اوکراین د غنمو برامدات بیا شروع شي.

په کانګرس کې د دې غوښتنو په اړه چې روس دې د ترهګرۍ مرسته کونکی ملک وټاکل شي، د وي او ای رپورټ وايي د امریکې پولېټیکو خبري ادارې ویلي د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېیټیوز یا د ایوان نمایندګان سپېکرې نېنسي پلوسي د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ته ویلي که چېرې هغه خپل اختیار نه استعمالوي او روس د ترهګرۍ مرسته کونکی ریاست نه ټاکي نو بیا به کانګرس قانون سازان دغه ګام واخلي.

د وي او ای رپورټ وايي امریکې په روس د مخکې راهسې بندیزونه لګولي دي خو په ریاستي کچه روس د ترهګرۍ ملاتړ هېواد ټاکل کېدل به دغه فشار نور زیات کړي او دریم ملکونه به د روسي اشخاصو او کمپنو سره د تجارت نه منع کوي.

د دې میاشت په شروع کې د امریکايي دوه سېڼېتران د ريپلېکن پارټۍ لندسی ګراهم او د ډېموکرېټګ پارټۍ رېچرډ بلومېنتال کییف ته تللي وو او د قانون یوه مسوده یې پېش کړي چې هدف یې روس په ریاستي کچه د ترهګرۍ مرسته کونکی هېواد وټاکل کېدل دي.

د وي او ای رپورټ وايي داسې ښکاري چې د صدر بایډن حکومت دغه ګام اخیستلو ته تیار نه دی او په دې لړ کې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت مخکې ویلي چې په روس لګول شوي بندیزونه د هدف ترلاسه کولو دپاره کافي دي.

زېلېسنکي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ قام ته په خپله روزانه تقریر کې وویل د امریکايي سېنېټ د مجوزه قرارداد په مسوده کې وېل شوي چې امریکايي سېنېټ د روس غندنه کوي چې د اوکراین ولس په ضد د نشل وژنې ګامونه اخلي، د امریکې ترڅنګ د نېټو او یورپين یونین نه غوښتنه کوي چې د اوکراین د حکومت ملاتړ دې وکړي چې د روس د نشل وژنې د اقداماتو مخه ونېسي.

د وي او ای رپورټ وايي زېلېسنکي وویل چې په مجوزه قرارداد کې دا غوښتنه هم شوي ده چې د جارحیت، جنګ، د جنګي جرمونو، د انسانيت خلاف جرمونو او د نسل وژنې په لړ کې د روسي سیاستدانانو او پوځي مامورینو په ضد د تحقیقاتو دپاره دې په نړیواله کچه تحقیقاتي ډلې جوړې کړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي که یو خوا زېلېسنکي د روس د مبینه نسل وژنې خبره کوله نو بلخوا روسي ځواکونو د اوکراین په یو شمېر ښارونو بمباري کړې.

د اوکراین په ښارونو د بمبارۍ نه یوه ورځ وړاندې د روس خارجه وزیر خبرداری کړی و چې روس تیار دی چې جنګ د اوکراین نه دونباس سيمې نه نورو علاقو ته وغځوي.

اوکرایني چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په روسي بمبارۍ کې د اوکراین دویم لوی ښار خارکیف کې یو مارکېټ هم لګېدلی دی چې له امله یې درې کسان وژل شوي او 23 نور کسان زخمیان شوي دي. د برطانيي د دفاع وزارت، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل روسي ځواکونو د دونباس په محاذ وړو وړو حملو ته دوام ورکړی دی. امریکې د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې اوکراین ته به نورې توپې او د توپو ګوله بارود نورکوي.

اوکراین نه د غنمو برامدات د بیا شروع کېدو په اړه د معاهدې اعلان د ترک صدر دفتر وکړو او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې وویل اوکراین، روس، ترکي او د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس به د جمعې په ورځ معاهده دستخط کړي چې ترمخه به یې د بحیره اسود دلارې اوکراین نه د غنمو رسد بیا شروع شي.

روس او اوکراین غنم برامد کونکي د دنیا لوی ملکونه دي او د فېبرورۍ په 24 نېټه په اوکراین د روس د یرغل په نتیجه کې نړیوالو مارکېټونو ته د غنمو دغه رسد ځنډېلی چې له امله یې په نړیواله کچه د خوراک قیمتونه زیات شوي او د خوراک بحران پېدا شوی دی.

د وی او ای د رپورټ ترمخه د جنګ د لاسه د اوکراین په اوډیسا بندر په 20 مېلین ټنه غله بار په شلګونو سمندري جهازونه ګیر دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن، د ای پي، ای اېف پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG