لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انساني قاچاق په تور ١٨ امریکايي عسکر نیول شوي دي


دغه عسکرو باندې تور دی چې دوي د انساني قاچاق کونکو سره په رابطه کي وو او هغوي به دوی ته پېسې ورکولې چې ناقانونه کډوال خپلو موټرو کې کې بوځي
دغه عسکرو باندې تور دی چې دوي د انساني قاچاق کونکو سره په رابطه کي وو او هغوي به دوی ته پېسې ورکولې چې ناقانونه کډوال خپلو موټرو کې کې بوځي

د انساني قاچاق یا سمګل کولو په تور په جنوبی کلیفورنیا کې د ګرفتار کړلې شوي خصوصي عسکرو شمیره زیاته شوي ده.

د نیول کرمینل انویسټګیشن سروس یعنې په سمندري پوځ کې د جرمونو د پلټنو د څانګې ویاند جیفري هوسټن د جمعې په ورځ وویل د سین ډیاګو نه ٧٩ کلومیټره شمال اړخ ته په پينډلټن کیمپ کې په لویه کچه د ګرفتارۍ په وخت ١٨ میرینز خصوصي عسکر او یو جالوان ګرفتار کړل شوي دي.

د دې نه وړاندې د نهې، سه شنبې، په ورځ د میرینز ځواکونو او د نیول کرمینل انویسټګیشن سروس چارواکو پخلې کړی و چې د پنځم میرینز رجمنټ سره تعلق لرونکي ١٦ عسکر ګرفتار کړی شوي دي.

د نیول کرمینل انویسټګیشن سروس ویاند د جمعې په ورځ پخپل بیان کې وویل فرسټ میرین ډویژن په پلټنو کې مرستې کوي، دغه بیان کې لیکلې شوي "د پلټنو او عدالتي کاروايي په خاطر او د ګواهانو د حفاظت لپاره به یاده اداره ترهغې نور بیان نه ورکوي ترڅو چې پلټنې او عدالتي کاروايي مکمل شوي نه وي."

د انساني قاچاق پرضد عملیاتو په وخت ګرفتار کړی شوي میرینز پرضد لا په رسمي ډول مقدمه نه ده درج کړ شوي او نه چاروکو په دې اړه څه ویلي چې کله او کوم قسم مقدمې به درج کوي.

هم دا میاشت د امریکا د پولې د څارنې ځواکونو د ناقانونه کډوالو د نیولو هڅه کوله او هم د هغوي د معلوماتو په رڼا کې دا هفته د انساني قاچاق په تور د پوځي عسکرو پرضد عملیات پیل کړی شول.

د عدالتي اقداماتو په وخت معلومه شوي چې د جولايي په دریمه نیټه دوه خصوصي عسکر هغه وخت ګرفتار کړی شول کله چې د امریکا د پولې څارنې ځواکونو د ناقانونه کډوالو د نیولو هڅه کوله او د پولې د څار عسکرو ته معلومه شوه چې دغه ګرفتار شويو عسکرو د امریکې او میکسکو د پولې نه ١١ کلومیټره شمال اړخ ته ناقانونه کډوال پخپل ګاړي کې اوچت کړل.

دغه عسکرو باندې تور دی چې دوي د انساني قاچاق کونکو سره په رابطه کي وو او هغوي به دوی ته پېسې ورکولې چې ناقانونه کډوال خپلو موټرو کې کې بوځي.

خو دغه تورن خصوصي عسکر وايي دوي د چا نه پیسې نه دي اخیستي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG