امریکايي مامورینو په ټېکسس ریاست کې د جعلي ودونو په لړ کې ٥٠ کسان نیولې دي.
د نیول شویو کسانو په اړه عدالت ته وړاندې کړی شویو دستاویزاتو کې وېل شوي دوی یو داسې سکیم چلولو وو چې په امریکا کې د مهاجرت دپاره به یې د خلکو ودونه کول. په سکیم کې په مشکوک توگه ککړ کسان د امریکې په ټېکسس ریاست او په ویتنام کې میشته وو.
مامورینو ته عدالت ویلي په امریکا کې د مهاجرت خواهش مندو کسانو به د ٥٠٠٠٠ نه تر د ٧٠٠٠٠ ډالرو پورې پېسې ورکولې او بیا به یې د امریکايي شهریانو سره ودونه کېدل. دا کار یو تنظیم کولو چې مشري یې اېشلی ین نوگن کوله.
د چارواکو په وینا جعلي ودونو ته قانونو شکل ورکولو دپاره به دغه تنظیم د واده د تصویرانو البمونه، جعلي د ټېکس او نور دستاویزات به یې جوړول.
عدالت ته ورکول شويو دستاویزاتو کې ویل شوې دي چې د ٩٦ کسانو خلاف د جعلي ودونو، په امېگریشن کې د درغلۍ او د سوگند پورته کولو پرته د دروغو وېلو په سر فرد جرم لگول شوی دی.
د سرکاري وکیلانو په وینا په جعلي ودونو کې داسې کسان ککړ دي چې د وړاندې څخه به یې یو بل نه وو لیدلي او نه به یې هم د یو بل سره د ژوند تېرولو اراده لرله. داسې کسان هم پکې وو چې یوازې د نکاه نامې په وخت یې یو بل ولېدل.
د دغو ودونو هدف په امریکا کې شهریت ترلاسه کول وو.
د قوانینو ترمخه، که چېرې یو امریکايي شهري خپل ژوند شریک په امریکا کې په مستقل توگه د اوسېدو دپاره راغواړي نو هغه ښځه یا سړی به د یو اوږد عمل نه تېرېږي. د واده سرټېفېکټ یا نکاه نامه، د شریک جایداد دستاویزات، د پېسو حساب کتاب او د خپل واده به اړه به د نورو خلکو شهادتي بیانونه د امریکې اړونده ادارې ته پېښ کوي.
د دې نه علاوه به امریکايي شهري او د هغه ژوند شریکه ښځه یا سړی به یو شمېر فارمونه ډکوي او د یوې جوړې په شکل به د انټرویو دپاره حاضریږي. دوی په سوگند دا بیانونه هم ورکوي چې که چېرې دروغ یې وویل نو خلاف به یې قانوني اقدمات کولی شي.