لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د واشنگټن سره نژدې مېري لېنډ ریاست کې درې تنان په ډزو وژل شوي

سي این این د چارواکو له قوله ویلي حمله کونکي مسلح ښځه وه چې په نازک حالت کې نیول شوې ده
سي این این د چارواکو له قوله ویلي حمله کونکي مسلح ښځه وه چې په نازک حالت کې نیول شوې ده

د امریکې سرښار واشنگټن سره نژدې مېرلېنډ ریاست کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د دوایانو د یوې کمپنۍ په گودام کې په ډزو کې درې تنان وژل شوې دي.

د مېري لېنډ د هارفرډ کاونټۍ د پولیس مشر جفري گېلر وویل د پېښې په لړ کې یو مشکوک تن نیول شوی دی.

سي این این د چارواکو له قوله ویلي حمله کونکي مسلح ښځه وه چې په نازک حالت کې نیول شوې ده.

درې میاشتې وړاندې یو مسلح تن د مېري لېنډ په بالټېمور ښار کې د یوې ورځپاڼې په دفتر حمله کې د ورځپاڼې پنځه کارکونکي وژلي وو.

په دغه پېښه کې نیول شوی مشکوک تن د ورځپاڼې مخالف و.

This item is part of
XS
SM
MD
LG