لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قذافي واک نه د لرې کیدو فشار


په قذافي واک نه د لرې کیدو فشار
په قذافي واک نه د لرې کیدو فشار

د امریکې د سینیټ یو شمیر غړو غږ کړی چې د لیبیا په مشر معمر قذافي دې واک نه د ښکته کیدو د پاره فشار زیات کړی شي.

د ریپبلیکن گوند سینیټر غړې لینډ سې گراهم د اتوار په ورځ په سي این این ټیلې ویژن وئیلې لیبیا کې د کړکیچ ختمولو طریقه دا ده چې د مار سر دې قلم کړی شي او د قذافي په پلویانو دې په سرښار طرابلس کې بمباري اوکړی شي.

د ریپبلیکن گوند سینیټر جان میکین او ازاد سینیټر جو لیبرمین هم د سي این این په دغه پروگرام کې برخه اخسته. دریواړه سینټران د سینیټ د فوجي چارو کمیټۍ غړي دي.

جان میکین تیره هفته د لیبیا بن غازي ښار سفر کړی وو. هغه اویل امریکا باید لیبیا کې د نیټو د کاروائي مشري په خپلو لاسو کې واخلي. سینیټر لیبر مین هم ددغه خبرې سره اتفاق اوکړو. هغه اویل کله هم چې نیټو پشا شي، معمر قذافي دا گڼې چې گوندې هغه گټه ترلاسه کولی شي.

د امریکې د سینیټ یوې بلې ډلې د اتوار په ورځ د شام په مسله خبرې اوکړي. په سینیټ کې د ډیموکریټک او ریپبلیکن گوند غړو شام کې د حکومت مخالفو ډلو د مرستې غوښتنه اوکړه.

د ریپبلیکن گوند سینیټر مارک کیرک په سي بي ایس ټیلې ویژن خبرو کې اویل شام کې د امریت کمزوري کولو د پاره امریکا باید خپل سفارتي کوششونه تند کړې. هغه اویل شام کې د بشارالسد امریت په سلگو سلگو ختمیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG