لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د قام په جنگونو کې د وژل شوو عسکرو یاد ونمانځلو


د میموریل ډی په مناسبت د اتوار په ورځ واشنگټن کې د موټرسائیکلو سالانه پریډ وشو چې رولنگ تهنډر یا د طوفان نوم ورکړی شوی دی او جنگي قیدیانو یا د هغه پوځیانو قزيو ته پام گرځونه کوي چې جنگونو کې بې درکه شوي دي
د میموریل ډی په مناسبت د اتوار په ورځ واشنگټن کې د موټرسائیکلو سالانه پریډ وشو چې رولنگ تهنډر یا د طوفان نوم ورکړی شوی دی او جنگي قیدیانو یا د هغه پوځیانو قزيو ته پام گرځونه کوي چې جنگونو کې بې درکه شوي دي
د هیواد په جنگونو کې د وژل شوو عسکرو په یاد کې امریکا کې د گل په ورځ د میموریل ډی دستورې ونمانځلی شوې چې پکې د وژل شوو عسکرو قربانیو ته پیرزونې او احترامات وړاندې کړی شول.
د امریکې په مختلفو ښارونو کې پریډونه او نور پروگرامونه وشول. په قامي کچه د میموریل ډې په ورځ رخصتي وي، سکولونه او دفترونه تړل شوي وي.
د میموریل ډی په لړ کې، د سرښار واشنگټن سره نزدې د ارلنگټن په قامي هادیره کې به صدر براک اوباما د عسکرو په یادگار گلونه ایږدي او یوې دستورې ته به تقریر کوي.
د میموریل ډی په مناسبت صدر براک اوباما د افغانستان غیر اعلانیه دوره وکړه او هلته مپشته امریکائي ځواکونو ته يي وینا وکړه او د هغوي حوصله افزائي يي وکړه.
د کابل په شمال کې د باگرام پوځي هوائی اډه کې امریکائي عسکر د مخاطب کولو په ترڅ کې براک اوباما وویل افغانستان کې گټې په لوې قیمت ترلاسه شوي دي.
براک اوباما وویل د افغانستان په پوځي مرکزونو کې میشته امریکائی عسکر او د امریکې په کلو اوبانډو کې به خلک هغه عسکرو ته احترامات وړاندې کوي چې "زمونږ د ازادۍ لپاره يي څپل ژوندونه قربان کړې دي." هغه وویل نزدې ٢٢٠٠ امریکائي عسکرو افغانستان کې د خپل ژوند قرباني ورکړې ده.
د میموریل ډی په مناسبت د اتوار په ورځ واشنگټن کې د موټرسائیکلو سالانه پریډ وشو چې رولنگ تهنډر یا د طوفان نوم ورکړی شوی دی او جنگي قیدیانو یا د هغه پوځیانو قزيو ته پام گرځونه کوي چې جنگونو کې بې درکه شوي دي.
میموریل ډی په امریکا کې اوړي موسم رسمي شوروعات هم گڼلی کیږي. په دې ورځ اکثر خلک پارکونو، ساحلونو او یا کیمپنگ ته ځي او د کورنیو سره وخت تیروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG