لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځ د طالبانو په ضد د هوايي بمبارۍ دفاع کړې، طالبان وايي د معاهدې خلاف ورزي ده


په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد د امریکې په نمایندګۍ طالبانو سره د امن معاهده لاس لیک کړې ده. د رویټرز ترمخه خلیلزاد د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پیغام کې وویل د خلاف ورزۍ په اړه بې بنیاده او راپارونکي بیان بازي امن ته وده نه ورکوي
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد د امریکې په نمایندګۍ طالبانو سره د امن معاهده لاس لیک کړې ده. د رویټرز ترمخه خلیلزاد د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پیغام کې وویل د خلاف ورزۍ په اړه بې بنیاده او راپارونکي بیان بازي امن ته وده نه ورکوي

امریکايي پوځ د طالبانو په ضد تیره هفته د خپلې هوايي بمبارۍ دفاع کړې ده خو طالبانو وايي امریکايي هوايي حملې د امریکې او د طالبانو د امن معاهدې خلاف ورزي ده.

رویټرز خبري اداره وايي تېره هفته طالبانو د هلمند مرکز لښکرګاه د نیوولو دپاره د حمله وکړه چې له امله یې د افغان امنیتي ځواکونو سره سخته جګړه شروع شوه او بیا امریکايي ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ کې د طالبانو په هدفونو هوايي بمباري وکړه.

طالبانو امریکايي اقدام د امریکې او طالبانو د سولې د لوظنامې خلاف وبلله.

خو د امریکايي پوځ ترجمان کرنل سوني لېګېټ دا خبره رد کړه چې امریکايي بمباري طالبانو سره د شوي لوظنامې خلاف ورزي وه.

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه کرنل سوني لېګېټ وویل ټولې دنیا ولیدل چې د طالبانو د عملیاتو له امله په زرګونو بې ګناه خلک زخمیان او بې کوره شول.

امریکايي پوځي ترجمان وویل په دواړو قریقېنو غږ کوي چې تشدد کم کړي.

بلخوا، رویټرز وویل د طالبانو ترجمان قاري محمد یوسف احمدي په خپل بیان کې وویل په هلمند کې د "نویو پرمختګونو" وروسته د هوايي حملو دلارې امریکايي ځواکونو په بېلا بېلو شکلونو کې د دوحه د معاهدې خلاف ورزي وکړه.

د قطر په سرښار دوحه کې د سږ کال د فېبرورۍ په ۲۹ د امریکې او طالبانو ترمنځ د معاهدې دلاند طالبانو په امریکايي ځواکونو حملې ودرولي دي، امریکې افغانستان څخه د ځواکونو وېستلو ژمنه کړې او طالبانو د افغان حکومت سره نیغ په نېغه مذاکرات شروع کړي دي. د معاهدې دلاندې طالبان د دې هم پابند دي چې د افغان خاوره به د ترهګرۍ استعمال ته نه ورکوي.

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد د امریکې په نمایندګۍ طالبانو سره د امن معاهده لاس لیک کړې ده.

رویټرز خبري اداره وايی زلمي خلیلزاد تېره هفته په قطر کې د طالب استازو سره ولیدل او ویلي یې دي چې امریکا او طالبان د امن معاهدې دلاندې باید چې خپلې بیا پرځای کړي. هغه وویل په افغانستان کې تشدد زیات شوی دی.

د رویټرز ترمخه خلیلزاد د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پیغام کې وویل د خلاف ورزۍ په اړه بې بنیاده او راپارونکي بیان بازي امن ته وده نه ورکوي.

رویټرز وايي که څه هم په هلمند کې جنګ سوړ شوی خو تشدد بیا هم دوام لري او د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د بدخشان مرکز فېض اباد سره نژدې جګړه کې لږ تر لږه څلور افغان عسکر وژل شوي دي.

رویټرز وايي که څه هم افغان حکومت او طالبانو مذاکرات شروع کړي دي خو د پرمختک رفتار پکې کم دی او سفارتکاران د دې سبب د فریقینو ترمنځ د دوامداره تشدد په اساس د اعتماد کمی ګڼي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG