لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افریقايي امریکني په وژنه تورن پولیس افسر ګرفتار شو


صدر ډانلډ ټرمپ د جورج فلویډ د مرګ او د دې وروسته په مېنیاپلس کې د احتجاجونو او د لوټ مار غندنه کړې ده
صدر ډانلډ ټرمپ د جورج فلویډ د مرګ او د دې وروسته په مېنیاپلس کې د احتجاجونو او د لوټ مار غندنه کړې ده

د امریکا په یو شمېر ریاستونو کې د تشدد او قهرجنو احتجاجونو ورورسته د مېنېسوټا ریاست هغه پولیس افسر ګرفتارکړی شو چې د پولیس په ولکه کې د تورپوستکې امریکني په وژنه تورن ګڼل کیږي.

۴۶ کلن جورج فلویډ د ګل، دوشنبې، په ورځ د مېنېسوټا ریاست په مرکزي ښار مېنیاپلس کې پولیس نیولی و او د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د هغه د ګرفتارۍ په وډیو کې لیدل کېدل کېږي چې یو پولیس افسر د هغه په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه اوزونه کول چې ساه نشي اخیستلی او وروسته مړ شو.

د فلویډ د مرګ وروسته په مېنیاپلس کې پرتشدد احتجاجونه راوپارېدل او یولیس ویلي په ښار کې د اړي ګړي په مهال یو تن وژل شوی او په دې لړ کې یو مشکوک تن نیول شوی هم دی.

صدر ډانلډ ټرمپ د جورج فلویډ د مرګ او د دې وروسته په مېنیاپلس کې د احتجاجونو او د لوټ مار غندنه کړې ده.

په نړیواله کچه هم د پېښې غندنه شوي ده او د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ادارې مشرې مېشېل بارچېلی د هغو افریقايي امریکنیانو نومونه واخیستل چې د هغه په قول د پولیس دلاسه مړه شوي دي. هغې وویل امریکا باید د دا ډول مرګونو مخنيوي دپاره سنجیده ګامونه واخلي او ککړ کسان دې انصاف سره مخامخ کړي.

د امریکې مشر سرکاري وکیل ولییم بار د پېښې څلور ورځې وروسته د جمعې په ورځ په خپل اولني بیان کې وویل چې د مېنیاپلس ډېرېک چاوېن نومې هغه پولیس افسر یې نېولی دی چې د فلوېډ په وژنه تورن ګڼل کیږي.
پولیس افسر ډېرېک چاوېن سره د دریو نورو پولیس افسرانو تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو له هغې وډیو خپرېدو وروسته د خپلو دندو څخه لرې کړی شوي وو چې پکې ښودلی کېږي چاوېن نومې پولیس افسر د فلویډ په مرۍ پښه اېښودي وي.

اټارني جنرل ولیم بار وویل دغه وډیو کې چې څه لیدل کېږي هغه ډېر ویره ونکي او ډېر وار خطاکونکي دي.

د مېنیاپلس ښاروال جېکب فری ویلي دي چې د د جورج فلویډ په وژنه کې د ککړ پولیس افسر په ضد یې د ابتدايي ګام په توګه د قتل مقدمه درج کړی ده.

اټارني جنرل ولیم بار وویل چې د قتل د مقدمې ترڅنګ د پلټنو وفاقي ادارې اېف بي ايي هم خپل تحقیقات پېل کړي دي.

اټارني جنرل وویل چې محکمه انصاف هم د پلټنې کوي او زیاته کړې یېده چې د پلټنو عمل تېزۍ سره روان دی.

صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ خپل پرېس کانفرنس په وخت د مېنیاپلس د پېښې په اړه خبرې ونکړلی خو د زیارت /پنجشمبې په ورځ یې د ټوېټر دلارې خپل پېغام کې په پېښه خفګان ښودلی وو او ویلي یې وو چې په مېنیاپلس کې د قیادت سخت کمی لیدلی کېږي.

د فلویډ د وډیو خپرېدو وروسته د امریکا په یوشمېر ښارونو کې د تشدد نه ډک احتجاجونه پېل شوي، په مېنیاپولېس کې قهرجنو مظاهره چیانو پولیس تاڼې او نورو ودانیو ته اور اچولی او په ښار کې د لوټ مار پېښې هم رپورټ شوي دي. د ممکنه اولسي غبرګون نه وړاندې پولیس د مېنیاپلس هغه تاڼه خالي کړي وه چې احتجاج کونکو پرې حمله وکړه او ودانۍ ته یې زیان ورسوولو.

په کانګرس کې د حکومت مخالفه ډېموکرېټک سیاسي ګوند سره تعلق لرونکي د عدالتي کمېټۍ مشر جېرالډ نېډلر د انصاف محکمې ته په یو خط کې ویلي دي چې زر تر زره د پېښې پلټنې وکړي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG