د قومي سلامتیا دپاره د امریکې د صدر جوبایډن مشیر جېک سولېون به اینده هفته د چین دوره کوي او د یو امریکايي حکومتي چارواکي ترمخه سولېون به د چین خارجه وزیر وانګ يي سره خبرې اترې کوي.
توقعو ده چې دواړه چارواکي به سږ کال د بایډن او د چین صدر شي جېن پېنګ د ممکنه ملاقات په اړه هم خبرې وکړي.
د قومي سلامتیا دپاره د وایټ هاوس مشیر د ټاکل کېدو وروسته به چین ته دا د سولېون وړمبی سفر وي. سولېن به د اګست د ۲۷ نه تر د ۲۹ پورې د چینايي مامورینو سره ملاقاتونه کوي چې د دواړوه ملکونو په تعلقاتو کې کشیدګي کمولو دپاره په لوړه کچه د سفارتي کوښښونو د لړۍ وروستۍ برخه ده.
د وي او ای د پوښتنې په جواب کې د امریکې د حکومت لوړ رتبه چارواکي خبریالانو ته د جمعې په ورځ وویل چین ته د سولېون د دورې مقصد بداعتمادي لرې کول او د دې خبرې مخنیوی کول دي چې د دواړو خلکونو ترمنځ مقابله په شخړه کې بدله نه شي.
امریکايي چارواکي وویل د سولېون د دورې په مهال به امریکا د ټایوان په ضد د چین په زیاتېدونکي پوځي، سفارتي او عسکري دباو د تشویش اظهار کوي. هغه زیاته کړه چې دا ډول فعالیتونه تاوتریخوالی او بې ثباتي زیاتوي او په بیجېنګ غږ کوي چې تایپی سره دې بامعنې مذاکراتو کې ښکېل شي.
توقعوه ده چې سولېون او وانګ به د امریکې او چین د تعلقاتو په اهمو مسلو لکه د نشۍ توکو په مخنیوي کې همکاري، د دواړو ملکونو د پوځونو ترمنځ رابطې او د مصنوعي ذهانت انتظام او تحفظ په شمول په موضوعاتو خبرې وکړي.
دا خبرې به په داسې حال کې کېږي چې د جولای په میاشت کې چین د اېټمي ټېکنالوجۍ په تحفظ او د وسلو د مخنیوي په اړه امریکې سره مذاکرات وځنډول.
د امریکې د قومي سلامتیا مشیر به د چین خارجه وزیر سره خبرې اترې کوي
واشنګټڼ (وي او ای) —
Forum