لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او د نېټو اتحادیان یې اوکراین سره د پوځي مرستې په موضوع غونډه کوي


په برسلز کې د اوکراین د ملاتړ په اړه دغه خبرې د نېټو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنګ کې په داسې حال کې کېږي چې روسي ځواکونو د مشرقي اوکراین په دونباس سیمه کې د سوېیردونېڅک ښار د نیولو دپاره جګړه سخته کړې ده
په برسلز کې د اوکراین د ملاتړ په اړه دغه خبرې د نېټو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنګ کې په داسې حال کې کېږي چې روسي ځواکونو د مشرقي اوکراین په دونباس سیمه کې د سوېیردونېڅک ښار د نیولو دپاره جګړه سخته کړې ده

د امریکي د دفاع وزير لواېډ اسټن د نېټو د دفاع وزیرانو او د نړۍ د یو شمېر نورو ملکونو همکارانو سره د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اوکراین د پوځي مرستي په موضوع خبرې کوي.

په برسلز کې د اوکراین د ملاتړ په اړه دغه خبرې د نېټو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنګ کې په داسې حال کې کېږي چې روسي ځواکونو د مشرقي اوکراین په دونباس سیمه کې د سوېیردونېڅک ښار د نیولو دپاره جګړه سخته کړې ده.

د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ وویل د نېټو د دفاع وزیران به د اوکراین د دفاع وزیر اولېکسي رېزنېکوف سره وينې او چې د اوکراین د ضرورتونو په اړه به ترې ځان خبروي.

د اوکرایني چارواکو د دې وېنا په اړه چې مناسب او په وخت پوځي امداد نه ورسره کېږي، سټالټنبرګ وویل په دا ډول کوښښونو وخت لګي او د نېټو مامورین د اوکراین سره کار کوي چې د امداد په لار کې خنډان لېرې کړي.

سټالټنبرګ امید څرګند کړو چې د نېټو اتحادیان به د شورو، چهارشنبې، په ورځ اوکراین سره د ملاتړ نوي اعلانونه وکړل.
سټالټنبرګ د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل پکار ده چې اوکراین نوره درنه وسله ولري ځکه چې هم په دې طریقه اوکرایني ځواکونه د روسي یرغل مخه نیولی شي.

په برسلز کې د اوکراین په ملاتړ خبرې په داسې مهال کې کېږي چې د اوکراین صدر ولادومېر زېلينسکي ویلي په دونباس سيمې قبضه به دا فېصله کوي چې په اینده ورځو کې په جګړه کې څوک بالادستي ترلاسه کوي.

د لوهانسک سيمې ګورنر ویلي د سوېیردونېڅک ښار د اتیا فیصد نه زیاته برخه روسي ځواکونو نیولي ده او ښار ته تلوونکي د لارې درې پلونه یې تباه کړي دي.

د سوېيردونېڅک د یو لک په ابادۍ کې قريباً ۱۲۰۰۰ کسان په ښار کې پاتې دي. تر ۵۰۰ پورې کسانو په یوه کارخانه کې پناه اخيستلي ده چې روسي ځواکونه پې بمباري کوي.

یو روسي چارواکي ویلي په کارخانه کې موجود ملکي کسان ويستلو دپاره به د شورو، چهارشنبې، په ورځ لاره خلاصوي او دغه خلک به سواتوو نومې ښار ته لیږلی شي چې د روسي ځواکونو په ولکه کې دی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د دونباس سيمې د نیولو دپاره جګړه کې روس په ورو ورو برتري ترلاسه کوي. دونباس سيمه کې لوهانسک او دونېڅک صوبې شاملي دي چې یې د ازادو ریاستونو په څېر تسلیموي.

په ۲۰۱۴ کې روس د کرایمیا جزیره نما ونیوله او د دغه وخت راهسې د اوکراین ځواکونه په دونباس کې د روس پلوه بېلتون خوښو سره په جنګ دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، رویټرز او د ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG