لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې ماونټ واشنګټن، "په نړۍ کې تر ټولو خرابو موسمونو کور"


 په ماونټ واشنگټن جوړ د موسمیاتو تاریخي مرکز
په ماونټ واشنگټن جوړ د موسمیاتو تاریخي مرکز

د امریکې په شمال ختیځو ریاستونو کې لا موسم ډیر نه دی یخ شوی خو د هیواد په "نیو انګلینډ" نومې سیمه کې د خپل قدرتی ښایست او غیر معمولي موسم د پاره مشهور "ماونټ واشنګټن" کې موسم پاڼه بدله کړې ده او دغلته واورې او دطوفاني هوا گانو له امله غیرمعمولي یخ شروع شوی دی.

‏د ماونټ واشنگټن څخه اخیستل شوي یوه ننداره
‏د ماونټ واشنگټن څخه اخیستل شوي یوه ننداره

د اکتوبر او نومبر په میاشتو کی دا غیرمعمولی موسم په "ماونټ واشنگټن" د معمول خبره ده. د موسمیاتو د محکمې په وینا په دی سیمه کی هر د کال د اکتوبر په میاشت کې تر 11 انچو پورې واوره کېږي.

د خیتځې امریکی نیو هیمپشایر ریاست کی واقع 6288 فټ اوچت دا غر د خپل غیر یقیني موسم دپاره شهرت لري. په ماونټ واشنگټن د هوگانو رفتار د خوا او شا میداني علاقو په مقابل کې ډیر زیات وي او هم د دې طوفاني هواگانو له امله دغلته موسم په غیر متوقع توگه یخ هم ډیر وي.

هم په دې سبب هرکال اکتوبر ۲۰مینیټهماونټ واشنګن نېشنل پارک د اینده کال د پسرلی موسم پورې تړل شوی وي.

ماونټ واشنګټن د شمال ختیځې امریکی تر ټولو اوچت غر دی.

کله چې اسمان شین وي او وریځې پرې نه وي نو د ماونټ واشنگټن غر د امریکې د پنځو ریاستونو ترڅنگ د کنېنډې د کیوبېک سیمې نه هم لیدل کیږي.

په ماونټ واشنگټن د موسمیاتو مرکز په 1934 کې په داسې حال کې د امریکې په تاریخ ځان ځای کړو چې د اپرېل په 12 نېټه یې هلته د هوا رفتار په گنټه کې 231 مېل ریکارډ کړو
په ماونټ واشنگټن د موسمیاتو مرکز په 1934 کې په داسې حال کې د امریکې په تاریخ ځان ځای کړو چې د اپرېل په 12 نېټه یې هلته د هوا رفتار په گنټه کې 231 مېل ریکارډ کړو

په ماونټ واشنگټن د جولای او د اګست میاشتو نه علاوه قریبا ټول کال واوره کېږي. د کال 1981 نه تر د2010 پورې په دې غر هر کال 24 فټه واوره شوې وه.

ماونټ واشنگټن ته تلوونکي سړک باندی کار په کال 1854 کی شروع شو او 1861 م کی په رسمی توګه دغه سړک پرانیستل شو. دی غر په سر دوه هوټلونه په 1850 او 1860 کې جوړ شوو. هغه وخت به سېلگري په اسونو پورې تړل شویو خصوصي گاډو کې ماونټ واشنگټن ته ورختل.

د دی غر غیر معمولي موسمي خصوصیاتو په وجه دا همیشه د سائنس پوهانو، د موسمیاتو د ماهرینو او د سیالانو د توجه مرکز پاتی شوی دی.

یو ایس سیګنل سروس چی وروسته د امریکی د موسمیاتو قامي اداره شوه په کال 1870 کې یې په ماونټ واشنگټن د موسم د څارنې د پاره‌ تحقیق شروع کړو او یو مرکز یې جوړ کړو چی په نړۍ کې د خپل نوعیت لومړی مرکز گڼل کېدو. ټول کال په دغه غر د تندو هواگانو له امله د دغه موسمي مرکز وداني په درنو زنځیرورنو وتړل شوه. دا وداني اوس هم موجود ده او د پخوا په ډول په زنځیرونو تړل شوې ده.

په ماونټ واشنگټن جوړه عجایبخانه
په ماونټ واشنگټن جوړه عجایبخانه

په ماونټ واشنگټن د موسمیاتو مرکز په 1934 کې په داسې حال کې د امریکې په تاریخ کې ځان ځای کړو چې د اپرېل په 12 نېټه یې هلته د هوا رفتار په گنټه کې 231 مېل ریکارډ کړو. د هوا دغه رفتار د نړۍ په کچه هم تر ټولو زیات چټک گڼل کېږي.

د موسمیاتو د دغه مرکز نعره ده "په نړۍ کې تر ټولو خراب موسمونو کور." دغه نعره په ټوله امریکا کې شهرت لري.

د ماونټ واشنگټن د موسمیاتو د مرکز په اړه یو بل په زړه پورې حقیقت دا دی چی د 1930 د لسیزې راهسې دغلته د کارکوونکو سره هر وخت اته پیشوګانې هم ژوند کوي. د یوې پیشو د مرگ په صورت کې بله پیشو هلته وساتل شي چې انتخاب یې د ووټ دلارې کولی شي.

د موسمیاتو د موسم ترڅنگ د ماونټ واشنگټن غر په سر یوه عجایبخانه، څو واړه دوکانونه او رېسټورانټونه هم موجود دي. په اوړي کې د دې غر د بې مثاله موسم نندارې ته هر کال د لکونو په شمېره کې سیلانیان ورځي او د جون د میاشت په تود موسم کی د یخنۍ خوند اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG