لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس د نیویارک سټاک اېکسچېنج د سرمایه کارانو ترڅنگ د ښار خواریکښ هم اندېښمن کړي


د نیویارک ټایمز سکوئیر نه یوازې د ښار بلکې د سېلانیانو مرکز هم دی او په دغه چوک کې هر وخت د امریکې د نورو برخو او د نورو ملکونو نه ورغلي سېلگري لیدل کیږي، خو اوس د سېلگرو شمیره کمه شوې ده
د نیویارک ټایمز سکوئیر نه یوازې د ښار بلکې د سېلانیانو مرکز هم دی او په دغه چوک کې هر وخت د امریکې د نورو برخو او د نورو ملکونو نه ورغلي سېلگري لیدل کیږي، خو اوس د سېلگرو شمیره کمه شوې ده

د کرونا وایرس له امله د سرمایه کارو تشویش د زیارت، پنجنشبې، په سحر د امریکې په سټاک اېکسچېنج کې کاروبار د مندۍ سره مخامخ کړی و.

په نیویارک کې د سټاک مارکېټ یا د ونډو بازار د پرانیستل کېدو په وخت د ډاو جونز اېنډکس اېورېج شرح د اووه فیصد نه کمه وه نو ځکه کاروبار د لږ وخت دپاره وځنډول شو.

د سټاک اېکسچېنج د سرمایه کارانو ترڅنگ په نیویارک کې د خواري کښو روزگار هم د کرونا وایرس لاسه متاثر شوی دی.

د نیویارک سټاک اېکسچېنج یو منظر
د نیویارک سټاک اېکسچېنج یو منظر

په نیویارک د سېلگرو شمېر ډیر کم لیدل کېږي. د ښار کالجونو، پوهنتونونو او په لویه کچه دفترونو کې د خلکو حاضري کمه شوې ده او له امله یې کاروبارې هلې ځلې کمې شوې دي.

په نیویارک کې اباد د افغانستان یو تن چې خپله پېژندگلو یوازې د احمدي په نامه کوي او د ښار په مېن هیټن برخه کې کافی خرڅوي، وايي که څه هم تر اوسه یې په کاروبار لا ډیر اثر نه دی غورځیدلی خو هغه اندېښمن دی چې کاروبار به یې بچ پاتې نشي.

د بنگله دېش بابل عبدل په ټایمز سکوئیر کی تازه میوه خرڅوي، وايي د کرونا وایرس له امله یې کاروبار ٢٥ فیصد کم شوی دی
د بنگله دېش بابل عبدل په ټایمز سکوئیر کی تازه میوه خرڅوي، وايي د کرونا وایرس له امله یې کاروبار ٢٥ فیصد کم شوی دی

د نیویارک ټایمز سکوئیر نه یوازې د ښار بلکې د سېلانیانو مرکز هم دی او په دغه چوک کې هر وخت د امریکې د نورو برخو او د نورو ملکونو نه ورغلي سېلگري لیدل کیږي.

د بنگله دېش بابل عبدل په ټایمز سکوئیر کی تازه میوه خرڅوي، وايي د کرونا وایرس له امله یې کاروبار ٢٥ فیصد کم شوی دی.

بابل عبدل په نیویارک کې د وي او ای ډیوه خبریال جهانگیر خټک سره خبرو کې وویل که چېرې کاروبار یې په دغه کچه پاتې شو نو د کورنۍ مشکلات به یې زیات شي. " نیویارک ډیر ګران ښار دی. زما په شان مزدوران که پیسی نه ګټی نو خوري به څه؟"

نیویارک کی د کورونا وایرس نه د اغیزمن شویو کسانو شمېر ۵۳ ته رسیدلی او د ښار انتظام چلوونکو خلکو ته مشوره ورکړې چی په لویو غونډو د کډون نه ډډه وکړي، په رېل ګاډو او بسونو کې دې سفر ‌کم کړي او د ناروغۍ احساسولو په صورت کې دې د کور نه بهر نه وځي خپل ډاکټر سره دې رابطه وکړي.

د نیویارک میئر یا ښاروال بل ډي بلازیو د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبري کانفرنس کې اعلان وکړو چې د ښار په روغتونونو کی د کورونا وایرس د تشخیص انتظام برابر کړی شوی دی.

خو د ښار ځینو روغتونونو کی د کارکوونکو سرچینو وینا دا چی په موجوه وخت کې د کورونا وایرس تشخیص د پاره په هسپتالونو کې ډیر محدود سهولتونه موجود دي. د ښار واکمن وايي د ښار روغتونونه په یوه اوونۍ کې د کرونا وایرس د تشخیص دپاره د تقریبا پنځه زره ټیسټونو انتظام لری چی د لکونو آبادۍ ښار د ضرورت دپاره ډیر کم تعداد دی.

د نیویارک ښار په ختیځ کې نیو روشېل نومی ښارګوټي کې کورونا وایرس ډیر خلک اغیزمن کړي دي.

د نیویارک ښار وال بل ډي بلازیو او د نیویارک ریاست گورنر اېنډریو کومو
د نیویارک ښار وال بل ډي بلازیو او د نیویارک ریاست گورنر اېنډریو کومو

د نیو یارک ریاست والي یا گورنر اېنډریو کومو په ایالت کی بیړنی حال اعلان کړی دی او په نیو روشیل کی د کرونا نه د اغېز منو خلکو د مرستی دپار یې د ملي ګارډ نومې عسکرو دستې لېږلي دي او هلته به په یو نیم کیلومټر علاقه کې قرنطین شویو وګړو ته خواړه رسوي.

د نیویارک ښار میئر بل ډي بلازیو خپل خبری کانفرنس کی د ښار اوسیدونکو ته مشوره ورکړه چی د وایرس څخه بچکیدو د پاره دې ریل ګاډو کی رش په صورت کی د بل ګاډی انتظار وکړي. د اتنیم مېلین ابادۍ ښار نیویارک د نیمې ابادۍ نه زیات خلک هره ورځ د ځمکی لاندي چلېدونکو رېل گاډو او په کې سفر کوي.

د صحت پوهان وايي چی د کورونا وایرس نه د بچکیدو ښه لاره دا ده چې خلک ځان د رش یا د گڼې گوڼې نه لرې وساتي، خپل لاسونه په صابن سره وینځي او خپل چاپېریال صفا وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG