لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي کوریا وايي امریکا دې غوره کړي په کرسمس کومه ډالۍ غواړي؟


صدر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم یانگ اون د کال ٢٠١٩ جون په میاشت کې د جنوبي او شمالي کوریا په پوله ولیدل

شمالي کوریا ویلي وخت راغلی دی چې امریکا د شمالي کوریا د اېټمي پروگرام په اړه خبرو کې سول دپاره مراعات اعلان کړي.

د شمالي کوریا نایب خارجه وزیر ري تايي سانگ چې د امریکې د چارو مشر دی د نهې، سه شنبې، په ورځ یې په یو بیان کې وویل چې دا خبره امریکې ته اړتیا لري چې د کرسمس په موقع د خپل ځان دپاره څه ډول ډالۍ غوره کوي. د ري تايي سانگ بیان د شمالي کوریا حکومتي مطبوعاتو شائع کړو چې پکې د کرسمس ذکر شوی دی. د عیسايي مذهب منونکو د ډسمبر په ٢٥ مه نېټه د عیسا علیه سلام د زېږېدنې ورځ په مناسبت لکه د اختر د خوشحالۍ دستورې کوي.

ري د امریکې په دې کوښښونو هم ټکونه وکړل چې غواړي د شمالي کوریا سره نورې خبرې وکړي. هغه وویل داسې مکالمه به یوازې د "بې عقلۍ ټوکه" وي چې هدف به یې سیاسي مقاصد ترلاسه کول وي.

د امریکې او شمالي کوریا ترمنځ د شمالي کوریا د اېټمي پروگرام په موضوع خبرې د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې ماتې شوي. شمالي کوریا غواړي د دې نه وړاندې چې هیواد خپل اېټمي صلاحیت دلاسه ورکړي پکار ده چې امرېکا پرې لگول شوي اقتصادي پابندۍ نرمې کړي. خو امریکې تر دا وخت دا خبره رد کړې ده.

د نهې، سه شنبې، د ورځې بیان د شمالي کوریا ورستی خبرداری لیدل کېږي د هغې نېټې په اړه چې د شمالي کوریا مشر کېم یانگ اون ټاکلې ده.

تېره هفته شمالي کوریا د راکټو د سږ کال څلورمه ازموینه وکړه او خبرداری یې وکړو چې زر به د بېلسټک مزایلو "حقیقي" تجربه د جاپان سره نژدې کوي.

شمالي کوریا د کال ٢٠١٧ د سپټمبر په میاشت کې اېټمي او هم د دغه کال په نومببر کې د بېن الابراعظمې مزایل تجربه تجربه وکړه. په کال ٢٠١٨ کې کېم یانگ اون د بېلسټک مزایلو په تجربو د خپل ځان نه پابندي ولگوله او ویې ویل هیواد نورو داسې ازموینو ته اړتیا نلري.

خو په وروستیو ورځو کې د شمالي کوریا مامورینو داسې بیانونه جاري کړي چې وايي په ازموینو دغه پابندي شمالي کوریا په خپله خوښه لگولې ده او دغه فیصله هر وخت بېرته اخیستل کېدلی شي.

شمالي کوریا د امریکې سره د خبرو په اړه خپل بیان په داسې حال کې جاري کړی دی چې امریکا او جنوبي کوریا د پوځي اخراجاتو په اړه د خبرو څلورم پړاو د نهې، سه شنب،ې په ورځ په واشنگټن کې شروع کوونکي دي. تېره میاشت د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو ورستۍ ناسته بغیر د څه نتیجې ختمه شوې وه.

امریکايي مامورینو سره د خبرو دپاره د جنوبي کوریا استازی جیانگ اېنبو د گل، دوشنبې، په ورځ واشنگټن ته رارسېدلی دی او امید یې څرگند کړی دی چې د خبرو دا دور به کامیابۍ ته ورسیږی.

په شمالي کوریا کې دا وخت ٢٨٥٠٠ امریکايي عسکر پرځای دي او د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې سول ومنله چې په دغو عسکرو کېدونکو اخراجاتو کې خپله برخه د اته اشاره دوه فیصد په شرح اضافه کړي دا رنگ به د جنوبي کوریا د کال مصرف ٨٠٨ اشاره پنځه مېلین ډالرو ته ورسيږي. دغه شمېره په امریکايي عسکرو کېدونکي مصر خو او شا نیمايي برخه ده خو امریکايي مامورین وايي واشنگټن د جنوبي کوریا نه د نورې زیاتې برخه غوښتنه کوي.

د اکتوبر په میاشت په هوايي کې د دواړو ملکونو ترمنځ شویو خبرو کې وېل کېږي چې امریکې غوښتنه وکړه چې جنوبي کوریا دې د اینده کال نه پنځه ارب ډالر ادا کوي. خو ځینې ماهرین وايي د جنوبي کوریا نه د امریکې دغه غوښتنې بې ځایه دي او په یو اتحادي هیواد فشار زیاتول دي.

XS
SM
MD
LG