لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:دبایډن انتظامیه دافغانستان دکنګل پیسو ازادولو په اړه مذاکرات بیا دسره پېلول غواړي


صدر جوبایډن
صدر جوبایډن

رايټرز خبري ادارې د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي چي په امريکا کې د بايډن انتظاميه غواړي چې د افغانستان دکنګل شويو پېسو د ازادولو په اړه مذاکرات د سره پېل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د القاعده دمشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځه تعلقات نور هم ترينګلي شوي دي۔

په افغانستان کې مېشت داقتصادي چارو پوهان وايي د هېواد دکنګل شويو پېسو ازادول د افغانۍ د ارزښت، د نوې کرنسۍ چاپولو او په هېواد کې د روان اقتصادي ناورین او بې روزګارۍ دکچې کمولو لپاره مهم دي۔

په افغانستان کې مېشت داقتصادي چارو پوهان وايي که چرې امريکې د افغانستان کنګل شوې پېسې په وخت ازادې نه کړې نو د هېواد دننه او په نړيواله کچه به د افغانستان سودا ګري نوره هم اغېزمنه شي۔

په دې هکله په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو ماهر او د پوهنتون استاد ډاکټر امين ستانکزی وي او ای ډيوه ته وايي چې د افغانۍ د ارزښت او د اقتصاد ښه کولو لپاره د هېواد خلاصې شتمنې ډېرې مهم دي۔

هغه زياته کړه چې اوس مهال په افغانستان کې د نويو افغانيو د چاپ ستونزه موجود ده نو چې دا شتمنۍ ازادې شي نو هغه مسله به هم حل شي۔

د تېر اګست په 15مه په کابل د طالبانو د واک ترلاسه کولو سره سم امريکې او نورو هېوادونو د افغانستان څه د پاسه 9 بيلينه ډالره شتمنۍ یا اثاثې کنګل کړې چې خراب اثر يې لا هم د افغانستان په اقتصاد او بانکې نظام پروت دی۔

د فرورۍ په 11مه د ولسمشر جو بایډن لخوا د لاس ليک شوي فرمان په اساس ټاکل شوې چې د افغانستان په امريکا کې د کنګل شويو 7 بيلينه ډالرو څخه درې اشاريه پنځه بيلينه ډالره به دناین الیون دپېښې متاثرينو ته ورکول کېږي۔

د فرمان ترمخه د کنګل شويو پېسو باقي پاتې برخه به په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره بیلولی شي۔

په افغانستان کې مېشت سودا ګر وايي د هېواد د شتمنیو کنګل کېدو سره په افغانستان کې بانکي نظام متاثره شوی چې له امله يې د ځايي تجارانو ترڅنګ بهرني سودا ګر هم نه غواړي چې په دې هېواد کې سرمايه کاري وکړي۔

وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال په افغانستان کې د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار صافۍ وې او ای ډيوه ته وايي چې اکثره هغه افغانان چې خپلې پېسې يې ترکي يا دوبۍ ته وړي نو هغوی هم هغواړي چې خپلې پېسې افغانستان ته انتقال کړي او دلته سرمايه ګزاري وکړي.

دهغه په وینا خو بيا چې وګوري چې بنکي نظام د مسلو سره مخ دی، پېسې کنګل دي او اسلامي امارت په رسمي ډول نه دی پېژندل شوی نو دغه عوامل دي چې خلک ټکني کوي۔

نوموړي زياته کړه د افغانستان کنګل شويو پېسو ازادېدو سره په هېواد کې به سرکامايه کاري وده وکړي او مخ په زياتېدونکې بې روزګارۍ او بېوزلۍ باندې به قابو وموندلی شي۔

هغه دا هم وويل که چرې دغه کنګل پېسې خوشې کړل شي نو کېدای شي چې دې نه دوی استفاده وکړي او د خلکو لپاره د کار زمينه برابره شي او خلک سرمايه ګزاري وکړي او د دغې بحران څخه چې اوس فقر او غریبي ده هغې نه دا هېواد راووځي۔

د افغانستان خراب اقتصاد سره د مرستې په خاطر د خبرو د دوام پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې ملګرو ملتونو خبردارې ورکړی چې د را روان ژمي نه وړاندې د افغانستان نيمايي وګړي له سختې ولږې سره مخامخ دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG