د امریکې پوځي مامورینو دا خبره تسلیم کړې ده چې د اوکرایني چارواکو سره یې د جدیدو وسله دپاره د کییف د غوښتنو په اړه خبرې کړي دی.
د وي او ای د رپورټ ترمخه اوکرایني چارواکي ګڼي چې په دنباس سیمه کې د روسي پرمختګ مخه نیولو دپاره دوی جدید او زیاتې طاقتورې وسله ته ضرورت لري خو امریکايي مامورین دا خبره نه څرګندوي چې یا دغه ډول وسله به اوکراین ته زر ورکړي او که نا؟
د وي او ای خبریال چېف سېلډن په خپل رپورټ کې لیکلي دي چې اوکراین د تېرو څو هفتو راهسې غوښتنه کوي چې د امریکې جوړ ملټېپل راکټ لانچ سېسټمز، اېم اېل ار اېس، یا په یو وخت ګڼ شمېر راکټ چلوونکي نظامونه ترلاسه کړي. دغه وسله د هاوېټزرز او د توپخانې ډول وسلو نه بهتره ته چې امریکې او نورو مغربي ملکونو اوکراین ته مخکې ورکړي دي.
په داسې حال کې روسي ځواکونو په مشرقي اوکراین کې په ورو ورو پرمختګ کړی جدید وسلې دپاره د اوکراین غږونه نور هم زیات شوي دي.
د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، ترجمان جان کربي وویل د امریکايي مامورین د اېم اېل ار اېس نظام دپاره د اوکراین په غوښتنو خبر دي خو په دې اړه نور څه ځکه نشي وېلی چې لا څه فېصله نه ده شوي. ترجمان وویل امریکايي مامورین د اوکراین د ضرورتونو په اړه د اوکرایني چارواکو سره په رابطه کې وي. "اوکراین د وسلې او نظامونه رسوولو دپاره مونږ هره ورځ کار کوو او هره ورځ وسلې او نظامونه اوکراین ته رسوول کېږي چې (په جنګ کې) د دوی سره مدد کوي."
د وي او ای د رپورټ ترمخه ګڼ شمېر امریکايي مامورینو د دوی نومونه د نه څرګندولو په شرط سي اېن اېن ټېلې وژن ته ویلي داسې ښکاري چې امریکايي مامورین رضامندي لري چې اوکراین ته اېم اېل ار اېس ډول د مزایلو نظام ورکړي او ممکنه ده چې په دې اړه اینده هفته اعلان وشي.
د اوکراین لوړ رتبه پوځي چارواکې جنرل وېلري زالوزني د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پېغام رسانۍ په وېب پاڼه ټېلېګرام وویل داسې ډول وسلو ته ضرورت لري چې د اوږدې فاصلې پورې هدف وېشتلی شي.
د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو خبرداری کړی چې اوکراین ته داسې ډول وسله ورکول چې روس ته رسېدلی شي به تاوتریخوالي د زیاتولو دپاره سنجیده ګام وي.
د وي او ای رپورټ وايي اوکراین ته د جدیدې وسلې ورکولو په اړه بحث په داسې حال کې کېږي چې روسي ځواکونو د اوکراین په مشرق کې پرمختګ کړی د دې برعکس چې امریکايي مامورین وايي اوکرایني ځواکونه یې سخت مزاحمت کوي.
روس پلوه بېلتون خوښو د جمعې په ورځ دلېن ښار مرکز د نیولو دعوه وکړه. لېن په دنباس کې د رېل ګاډي مرکز هم دی.
د اوکراین صدر ولادومیر زېلېنسکي قام ته خپله وېنا کې ویلي چې روس يې په هېواد کې په څرګنده ډول د نسل وژنې تګلاره عملي.
زېلېنسکي قام ته خپله روزانه تقریر کې وویل که عالمي قوتونو ته روس مرسته نه کوله نو په هېواد کې یې د هغه په قول د تباه کن پرمتګونو مخه نیول کېدی شوه.
هغه وویل روس د یورپي ملکونو نه د توانای د برامداتو په بدل کې هره ورځ په بېلینونو ډالر ترلاسه کوي او دا په داسې حال کې چې یورپین یونین په روس د شپږمې مرحلې بندیزونه د لګولو کوښښونه کوي.