امریکايي چارواکو ويلي، امریکايي پوځ د خالي/ شنبې په سهار په يمن کې د حوثي ياغيانو د کنټرول لاندې بل ځای په نخښه کړی دی. دغه خبره دوه امریکايي چارواکو اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ته د نوم نه ښکاره کولو په شرط کړې ده.
د جمعې په ورځ د لومړۍ ورځې په بريدونو کې په 28 ځايونو کې د 60 نه زيات ااهداف په نخښه کړی شوي وو، امریکا حوثي ياغيان په بحېره احمر يا سره سمندر کې د سمندري تجارتي دپاره ګواښ ګڼي.
په صنعا کې د اې پي خبريال ویلي، د يوې زورورې چاودنې غږ یې اورېدلی دی.
د امريکې صدر جوبايډن د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی وو چې حوثيان د نورو حملو سره مخ کېدی شي.
دا تازه حملې په داسې وخت کې شوي چې د امریکا سمندري ځواک د جمعې په ورځ امریکايي سمندري بېړۍ ته خبرداری ورکړی چې د ابتدايي حملو وروسته په راتلونکو 72 ساعتونو کې دې د بحېره احمر او خليج عدن څخه ووځي.
دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړی شوی چې ويل شوي، حوثيانو د سخت ځواب ويلو عزم څرګند کړی، او دغې کار په مينځني ختيځ کې د اسرايل د غزې جګړې له امله د پراخېدونکې شخړې سېوا کولو امکانات زيات کړي دي.
د امريکې پوځ او سپينې ماڼۍ ويلي، د حوثي ياغيانو لخوا به د ځوابي حملې هڅه کيږي.
د امريکا په مشرۍ دغه بمباري په بحېره احمر کې په تجارتي بېړو د ډرون او ميزايل بريدونو په غبرګون کې پېل شوې ده، حوثيانو ويلي، لږ تر لږه پينځه تنه یې وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
امریکا ويلي، په يمن کې یې د حوثيانو د کنټرو لاندې علاقه کې یې مختلف 28 ځايونه په نخښه کړي دي.
د امریکې صدر جوبايډن په پنسلوينيا ریاست کې خبريالانو ته ویلي، "مونږ به دا يقيني کوو، که چرته حوثيانو زمونږ د اتحاديانو په وړاندې د اشغال رويه جاري وساتله نو مونږ به ورته ځواب ورکوو".
د نوموړي نه پوښتنه شوې، حوثيان ترهګره ډله ګڼي؟، په ځواب کې بايډن ويلي، "زما خيال دی دوی (ترهګر) دي".
ويل شوي بايډن د ډېموکرېټس او ريپبلکن ځينې قانون سازو ته هم ځواب ویلی، چا چې ويلي وو، د بريدونو وړاندې د کانګرس نه اجازت اخستل پکار وو.
بايډن ويلي، "دوی په غلطه دي، او ما نن سهار لېږلي وو کله چې بريدونه وشول".
پېنټاګون ويلي، د امریکې د دفاع وزیر لوېډ اسټن د روغتون څخه د پوځي عملياتو پېل کولو حکم کړی وو، نوموړی په روغتون کې د کېنسر د عملياتو وروسته څخه صحت ياب کيږي.
امریکا وایي د برتانیې په ملګرتیا یې د یمن په سرښار صنعا کې یې د حوثي یاغیانو په مرکزونو بریدونه د کېنېډا، اسټرېلیا، نیدرلېنډ او بحرین په ملاتړ کړي دي، خو سعودي، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو دا بریدونه غندلي او حوثیانو دا بریدونه "وحشیانه" بللي دي.
صدر جوبایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ ويلي وو، امریکايي او برتانوي ځواکونو د ده په لارښوونه په یمن کې د شیعه حوثي توندلارو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د صدر بایډن له خولې ویلي وو چې دا عملیات په سره سمندر کې پر نړیوالو بېړیو باندې د حوثي توندلارو د وروستیو بریدونو په ځواب کې شوي دي.
بایډن ویلي د حوثيانو بریدونو امریکايي عمله، ولسي خلک او د امریکې شریکان، تجارت او د کښتیو ازاد تګ راتګ له خطر سره مخامخ کړي وو.
امريکايي پوځ په يمن کې د حوثيانو بل هدف په نخښه کړی

کراچۍ (ای پي) —
Forum