لاس رسیدونکی لینک

 
دپاکستان صدر ته دجوبایډن خط ،اسلام اباد دافغان سولې په اړوند واشنګټن ته څومره مهم دی؟
تازه خبر

دپاکستان صدر ته دجوبایډن خط ،اسلام اباد دافغان سولې په اړوند واشنګټن ته څومره مهم دی؟


د امریکا صدر جوبایډن ویلي امریکا به پاکستان سره افغانستان کې د امن دټينګښت، په کرونا وبا او ماحولياتي بدلون دقابو موندلو لپاره خپله همکاري دوامداره ساتي.

پاکستان مطبوعات وايي دا خبره د امریکا صدر جو بایډن د پاکستان دصدر ډاکټر عارف علوى په نوم د پاکستان دملي ورځې 23م ماچ په اړه لیږلي یو لیک کې کړې ده.

د امریکا صدر وايي چې د امریکا او پاکستان په ګډه کار کول د سيمه ايز امن او سوکالۍ په شريک مقصد ولاړ دي او د شريکو چېلنجونو مخې ته به خپل منځي همکارۍ ته دوام ورکوي.

له دې مخکې د امريکا ددفاع وزیر لايډ جی اسټن د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم په ټيليفون خبرې کړې دي .

د پېنټاګان لخوا جارى شوې اعلامیه کې ویل شوي چې لايېډ جی اسټن د افغانستان دامن بهير کې د پاکستان رول ستایلی او جنرال باجوه ته یې باور ورکړی چې امریکا به د پاکستان سره د شريکو ګټو په شعبو کې خپله همکاري جاري ساتي.

څېړونکي وايي د افغانستان د کشالې د هواري ترڅنګ داسې نورې برخې هم شته چېرته چې داوړه هېوادونه د خپل مينځي شريکو ګټو پر اساس ښې اړیکې جوړولی شي.

پاکستاني مطبوعات وايي چې د امریکا صدر جوباېډن د پاکستان صدر عارف علوي ته په ليکلي خط کې د پاکستان د ورځې په مناسبت پاکستاني اولس ته مبارکي ویلې ده.

په دغه خط کې جوبایډن وېلي، چې د پاکستان او امريکا ملګرتیا یا پارټنرشپ د سيمه یيز امن او سوکالۍ په شريک مقصد ولاړ دی او دا چې دواړه هېوادونه به د پېښو ګډو ننګونو لپاره خپل منځي همکاري روانه ساتى.

د امریکا صدر جوبایډن دپاکستان صدر ته دا خط په داسې وخت کې ليکلی چې امريکا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ودرېدلو بېن الافغاني مذاکراتو او د افغان کشالې په سوله یيز ډول د هواري لپاره خپلې سفارتي هلې ځلې‌ په دې وروستیو کې ګړندۍ کړې دي.

ددې ترڅنګ د صدر جو باېډن انتظاميه تېر کال دفرورۍ مياشت کې دطالبانو او پخواني امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ ترمنځ شوي د امن تړون ته بيا کتنه هم کوي.

په دغه لوظنامه کې د مئ مياشتې پورې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل هم شامل دي. خو واشنګټن وايي چې طالبانو د قطر په لوظنامه کې کړي لوظونه نه دي عملي کړي.

واشنګټن وايي طالبانو نه د القاعده او نړیوال ترهګرو سره اړیکې قطعه کړي او نه یې هم د افغانستان دننه په تشدد کې کمی راوستی دي.

پاکستان مطبوعات وايي له دې مخکې د امريکا د دفاع وزیر لايېډ جی اسټن د افغان امن عمل په لړ کې د پاکستان د کردار ستاېنه هم کړې ده.

دپاکستان د ډان ورځپاڼې رپورټ د پنټاګان د اعلامیې په بنسټ وايي چې د امریکا د دفاع وزیر لايېډ جی اسټن د تېر اتوار په ورځ د کابل د لا اعلانه سفر وروسته د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره د ټيليفون د لارې خبرې اترې کړي دي.

د اعلامیې ترمخه په دغه خبرو کې نوموړي افغان امن بهير کې د پاکستان د پرله پسې ملاتړ مننه کړې ده او جنرال باجوه ته یې باور ورکړی چې امريکا به د پاکستان سره د شريکو ګټو په څانګو خپله همکاري دوامداره ساتي.

د دفاعي چارو کارپوهه دپوځ پخواني جنرال لیفټننټ جنرال ريټاېرډ طلعت مسعود وايي که څه هم د امریکا او هند ترمنځ نيزدې سټراټيجکي اړېکې دي خو ددې مطلب دا نه دی چې ګني اسلام اباد د واشنګټن سره ښې اړیکې نه شي لرلی.

وي اوی ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دواړه هیوادونه په افغانستان کې د امن د ټينګښت لپاره ګډې هلې ځلې کولی شي او بله داچې پاکستان یو سټراټيجکي ارزښت هم لري او که چېرې د امریکا او پاکستان اړیکې ښې وي نو ددې ګټه امریکا ته هم رسېدی شي.

هغه وايي پاکستان د دوه ويشت کروړه ابادۍ هیواد دی او لويه منډهي ده او که امریکا دلته پانګونې وکړي نو دواړه هیوادونه ترې ګټه پورته کولې شي.

د پېنټاګان دبیان ترمخه د دفاع وزیر جی اسټن د پاکستان سره د پياوړو خپل منځي دفاعى اړیکو د پرځائ ساتلو د امریکا عزم تکرار کړی دی او د افغان جګړې يو مسولانه انجام ته د رسولو په ضرورت یې ټينګار کړی دی.

خو هغه د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره کومه غوڅه نېټه نه ده ښودلې.

د افغان چارو څېړونکی او وتلی خبريال طاهر خان وايي د افغانستان په امن عمل کې د پاکستان د کردار ستاېنه امریکا او افغان حکومت هم کوی.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله هم وشي خو بیا هم د پاکستان رول نه ختمېږي او د سولې په عملي کولو کې به واشنګټن ته د پاکستان د ملاتړ ضرورت وي.

د امریکا نوي صدر جوبایډن افغان کشالې د هواري لپاره خپل کوښښونه چټک کړي او د مارچ په شلمه ماسکو کې د ټراېکا په نامه د امريکا، روسیې، چین او پاکستان ترمنځ غونډه هم شوې وه.

په دغه غونډه کې که یو خوا د طالبانو د اسلامي امارت د راتلو سره مخالفت ښودل شوی نو ورسره د افغانستان د سولې د خبرو په چټکتیا، سياسي جوړ جاړي او د دايمي اور بند په پلي کېدو تينګار شوی.

په دې وروستیو کې د امریکا صدر جو باېډن ویلي وؤ چې د مئ د مياشتې پورې به د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو ویستل ممکن وي خو ګران به وي او طالبانو په دغه بېان خپل غبرګون کې ګواښ کړی که امریکا د مئ میاشتې پورې خپل ځواکونه و نه ویستل نو پايلې به یې پخپله غاړه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG