لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته هم له ترهګرو سره د پاکستان چلند نه دی بدل شوی
تازه خبر

د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته هم له ترهګرو سره د پاکستان چلند نه دی بدل شوی


د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ نایب سیکریټري جان سولیون
د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ نایب سیکریټري جان سولیون

امریکايي چارواکي وايي په پاکستان باندې د امریکا د مرستو له بندیدو سره سره د پاکستان په چلند کې بدلون نه دی راغلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي، مرستیال سکرټر جان سولیوان د سنا د بهرنیو چارو کمېټې ته د وینا پرمهال وویل، پاکستان کافي داسې څه نه دي کړي چې مونږ ورته د امریکا لخوا ځنډېدلې مرستې بیرته ورکړو.

نوموړي وویل، امریکا به پاکستان د ترهګرو د پټنځایونو د ردولو له امله مسول وګڼي.

د اورونې پر وخت امریکايي ډپلوماټ وویل، پاکستان د هغو طالب مشرانو په شړلو کې پاتې راغلی کوم چې په افغانستان کې جګړه کوي.

ده زیاته کړه، امریکا هڅه کوي چې طالبان د خبرو میز ته راولي او پاکستان اوس هم دا توان لري چې طالبان د خبرو میز ته کښینوي او امریکا دا هیله لري چې پاکستان دا کار وکړي.

ده دا هم وویل، چې امریکا د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د پاکستان د هڅو او د خلکو د قربانۍ نه خبره ده خو زیاتوي چې امریکا پاکستان ته په ډاګه ویلي چې باید د ترهګرو ډلو په وړاندې پرېکړنده ګامونه پورته کړي.

جان سولیوان زیاته کړه، امریکا د هغه سیاست مخالفه ده چې له ترهګرو ډلو څخه څوک د نورو هېوادونو پرضد کار واخلي.

امریکايي چارواکي د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ د نوې پالیسۍ په اړه دغه خبرې د امریکا سنا ته په داسې وخت کې کړې دي چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د ترهګرو لخوا په بریدونو کې زیاتوالی راغلی.

د پاکستان وزیر اعظم تېره ورځ بلومبرګ خبري ادارې ته ویلي و، د افغانستان شخړه د پوځي عملیاتو له لیارې نه بلکه له طالبانو سره د خبرو له لیارې حل کېدای شي.

پاکستان تېره اونۍ افغانستان ته یو پلاوی هم استولی و چې د کابل لخوا د هغو اسنادو او شواهدو سپیناوی وکړي چې د افغان پلاوي لخوا په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته ورکړل شوي وو.

د ددغو اسنادو او شواهدو له مخې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې وروستي ترهګریز بریدونه د پاکستان په خاوره کې پلان شوي وو او ترهګر هم ورته هلته روزل شوي وو.

پاکستان تل دغه ډول تورونه ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG