لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې او ځینو نورو ملکونو د حماس د مالي سرچینو خلاف ګام اعلان کړی


د امریکې د خزانې وزارت بیان وویل د اکتوبر د اوومې نېټې حملو د ټاسک فورس د غړو ملکونو اېف ايي یوز ته دا بنیادي مشن وریاد کړو چې د ترهګرۍ مالي وسایل معلوم، ګډوډ او مخنیوی يې وکړي
د امریکې د خزانې وزارت بیان وویل د اکتوبر د اوومې نېټې حملو د ټاسک فورس د غړو ملکونو اېف ايي یوز ته دا بنیادي مشن وریاد کړو چې د ترهګرۍ مالي وسایل معلوم، ګډوډ او مخنیوی يې وکړي

په اسرایل د حماس د حملې وروسته، امریکې او ځینو نورو اتحادي ملکونو يې د حماس د مالي سرچینو مخنیوي او د ترهګرۍ ضد کوښښونو کې یو بل سره مرستې دپاره نړیوال ټاسک فورس جوړ کړی دی.

د ټاسک فورس د جوړېدو اعلان امریکې د ګل، دوشبنې، په ورځ اعلان وکړو.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او د ۲۰۰ نه زیات نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل د حماس په ضد په غزه کې عملیات شروع کړي او فلسطيني چارواکي وايي په سیمه کې په زرګونو کسان وژل شوي دي. د ګل، دوشنبې، په ورځ اسرایل او حماس عارضي ډز بندي دوه ورځې وغځوله. د دې نه مخکې اسرایل یو شمېر فلسطیني قېدیان او حماس ځینې یرغمال کسان ازاد کړل.

په اسرایل د حماس د حملې وروسته امریکې ، برطانيې او دوی نورو اتحادي ملکونوکوښښونه شروع کړي چې د حماس د مالي وسایلو مخه ونیول شي. واشنګټن او ځینو نورو حکومتونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د امریکې د خزانې وزارت د ټاسک فورس په اړه په یو بیان کې وویل چې د دې دلارې به د مالي چارو په اړه د استخباراتي معلومات شریکول بهتر شي او د دې دلارې به په نورو موقعو او د اضافي ګامونو په اړه خبرې اترې کېدلی شي.

د بیان ترمخه، ټاسک فورس به د فاینېنشل انټېلېجنس یونېټس، اېف ايي یوزو، ترمنځ او د چارواکو او د ولس او د غیر حکومتي سېکټر تعلقات مظبوط کړي چې د خطر د مخینوي په لړ کې په شریکه کار وکړی شي.

په ټاسک فورس کې د اسټرېلیا، کېنېډا، اېستونیا، فرانس، جرمني، اسرایل، لېکټېنسټاین، لکزمبرګ، د نېدرلېنډ، نیوزي لېنډ، سوېټزرلېنډ، برطانيې او د امریکې اېف ايي یوز او نورې یونټې شاملې دي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته واشنګټن په حماس یو شمېر پابندۍ لګولي دي. امریکې د حماس د سرمایه کارۍ څانګه په هدف کړې، مالي ادارې يې خبرداره کړې او امریکايي چارواکو بهرنیو ملکونو ته د دورو په مهال مالي وسایلو ته د حماس د لاس رسي په اړه خبرې کړي دي.

د امریکې د خزانې وزارت بیان وویل د اکتوبر د اوومې نېټې حملو د ټاسک فورس د غړو ملکونو اېف ايي یوز ته دا بنیادي مشن وریاد کړو چې د ترهګرۍ مالي وسایل معلوم، ګډوډ او مخنیوی يې وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG