لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنټګان: طالبانو د القاعدې سره اړیکو ته دوام ورکړی


د افغان طالبانو او امریکا د تېرې فبرورۍ د ۲۹ نېټې د تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې چې خپلې اړیکې به د القاعده په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره پرې کوي
د افغان طالبانو او امریکا د تېرې فبرورۍ د ۲۹ نېټې د تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې چې خپلې اړیکې به د القاعده په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره پرې کوي

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټګان په تازه راپور کې وايي چې د القاعده سره تړاو لرونکې سیمه ییزې ډلې له طالبانو سره نږدي اړیکي لري او د امریکا او نورو هېوادونو پر سرتېرو باندې په بریدونو کې خپلې ګټې ویني.

د افغان طالبانو او امریکا د تېرې فبرورۍ د ۲۹ نېټې د تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې چې خپلې اړیکې به د القاعده په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره پرې کوي، د خپلو ۵ زره بندیانو تر خلاصېدو وروسته به بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون کوي. او دا چې د امریکايي ځواکونو د وتلو سره به نه پرېږدي چې د دوی تر واک لاندې سیمې د القاعده یا نورو ترهګرو ډلو لخوا پر امریکا د برید لپاره وکارول شي.

خو د پنټګان وروستۍ خپور شوی راپور وايي چې طالبانو اوس هم له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه دي پرېکړي.

د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ تنو ته راټیټ شوی دی.

خو سي این این تلویزیون د ځینو امریکايي چارواکو په حواله راپور ور کړ چې ټاکل شوې د روان کال تر ژمې پورې امریکا خپل ۴زره نور سرتیري هم له افغانستان څخه وباسي.

بل لور ته د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په پاکستان کې لیده کاته کړې او د افغان سولې په هکله غږیدلي او پاکستان یو ځل بیا د افغان سولې د پروسې څخه خپل ملاتړ او د مرستې هوډ څرګند کړی.

ښاغلي قریشي خلیلزاد ته ګیله کړې چې د نړیوالې ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹کال رپوټ پر حقایقو نه دی ولاړ، او په دې رپوټ کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان هڅې او لاسته راوړنې له پامه غورځولي.

په دې راپور کې چې تېره جون میاشت کې خپور شوی و، راغلي چې پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې هغو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکوي چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي. پاکستان د دغه راپور په هکله د خپل بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له لارې خپګان څرګند کړی او د امریکا څخه یې غوښتي چې د دواړو هېوادونو د ښوو اړیکو لپاره امریکا ته پکار دي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د پاکستان رول وستایي.

اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو ترمخه تشدد کم کړي.

یوناما نن په یوې اعلامیې کې وویل چې د جګړې له کموالي سره به ولسي وګړو ته زیان نه اوړي او د سولې خبرو ته به چې د دوی په خبره همدې میاشت کې پيلېږي، ښه فضا برابره شي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې ډېبرا لاینز وییلي، دغه هېواد کې سولې ته زړورې پرېکړې او لوی کارونه شوي.

یوناما ویلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستیو پېښو کې زیاتوالي او په ځانګړې توګه د مدني فعالانو وژنو سخت اندېښمنه کړي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

XS
SM
MD
LG