لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکرين په اپيل امريکا ياد هېواد ته نورې پوځي مرستې برابروي


د امریکې صدر جوبایډن روس په اوکرین کې د نسل کشي کوي
د امریکې صدر جوبایډن روس په اوکرین کې د نسل کشي کوي

د امريکا حکومت امکان دی ډېر ژر اوکرين ته د 750 ميلين ډالرو اضافي پوځي مرستې اعلان کړي چې د اوکرين ولسمشر ويلاډيمير زېلېنسکي يې د يرغلګرو روسي ځواکونو د ملک نه د ويستلو د پاره اپيل کړی. د کانګرس يو سينير غړي رايټرز خبري ايجنسۍ ته ويلي په پوره پيکيج خو لا بحث روان دی خو دا امکان شته چې د غټې توپخانې نظام سره سره هويټزرز هم ولېږل شي.

د وزارت دفاع يو لوړپوړي چارواکي ويلي د اوکرين ځواکونو ته هغه 100 سوېچبليډ ډرونز ورکړل شوي چې په ټينک شکن وسلو سمبال دي. دا د وړومبنۍ اعلان شوې 300 ميلين ډالرو امنيتي مرستې برخه ده.

د اضافي ټينک شکن جيولېن ميزايلو سره سره پاتې ډرونز به د راروانې اوونې پورې اوکرين ته ورسيږي.
وايټ هاوس په خپل يو بيان کې ويلي د امريکا ولسمشر جو بايډن او د برتانيه ولسمشر بورېس جانسن تېره ورځ ژمنه کړې چې د روس د يرغل په مقابل کې به د اوکرين پوځي او بشري مرستې روانې ساتي.

په وروستيو کې د امريکا ولسمشر بايډن د ايوا ايالت د دورې په وخت په روسي صدر ويلاډيمير پوټين سختې نيوکې کړي او د اوکرين يرغل ته يې د اوکرين د خلکو نسل وژنه ويلې.

د خپلې وينا په دفاع کې چې د روس يرغل ته يې نسل وژنه ويلې ولسمشر بايډن ميډيا ته وويل “زه دې ته نسل وژنه ځکه وايم چې ورځ تر بله دا ښکاره کيږي چې پوټين دا خيال د سره ورکول غواړي چې څوک ځان ته اوکريني ووايي او د دې ثبوتونه لا پسې زياتيږي”.

هغه وويل “دا به نړيوال قانون پوهانو ته پرېږدو چې د هغوی په نزد دا څه دي خو ماته دا نسل وژنه ښکاري”.

بايډن په بيا بيا په پوټين نيوکې کړي او هغه يې د جنګي جرمونو مجرم ياد کړی او غوښتنه يې کړې د سرښار کيو سره نزدې په بوشا سيمه کې د روسي ځواکونو د ظلمونو ثبوته پوره دي چې د پوټين خلاف پرې مقدمه وچليږي.

د اوکرين ولسمشر زېلېنسکي په يو ټويټ کې ليکلي “د بدو د مخنيوي د پاره مهمه ده بدو ته بد ووايې. مونږ د امريکا منندوی يو چې کومې مرستې يې کړي خو مونږ په اجله توګه نورو غټو وسلو ته اړتيا لرو چې د روس د ظلم مخنيوی وکړو”.

بل خوا د روس صدر پوټين په واسټوچني سپيس لانچ فيسيليټي کې کارمندانو ته په وينا کې دا تاثر ختم کړو چې ګني په نزدې وخت کې امکان شته روسي ځواکونه د اوکرين اوځي او هغه وويل دا عمليات به تر هغې روان وي چې روسي ځواکونه خپل غټ اهداف تر لاسه کړي.

پوټين ويلي روسي ځواکونه په قلاره او خاموشۍ وړاندې ځي او د امن د خبرو د خرابولو تور يې په اوکرين پورې کړو. د امن د خبرو په اړه يې وويل “په اوسني حالاتو کې په دې حقله مونږ په بنده کوڅه کې يو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG