لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر جوبایډن: لومړی امریکايي صدر یم چې نېغ په نېغه د اسرایل نه سعودي عرب ته پرواز کوم


صدر بایډن په جده کې سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز سره ولیدل
صدر بایډن په جده کې سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز سره ولیدل

د منځني ختیځ د سفر په اخېري پړاو د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د اسرایل نه سعودي عرب ته ورسېدلو او د سعودي حکومت دا ګام یې "تاریخي فېصله" وبلله چې د سعودي عرب او اسرایل ترمنځ په پروازونو پابندي یې ختمه او د دواړو ملکونو ترمنځ هر ډول پروازونو ته یې اجازت ورکړو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د سعودي حکومت د فېصلې نه څو ګنټې وروسته صدر بایډن د تل ابېب نه جدې ته ورسېدلو.

رویټرز وایي د سعودي حکومت دغه فېصله د اسرایل او عرب ملکونو ترمنځ په پراخه کچه تعلقاتو کې د بهترۍ او د ایران په ضد د یوځای کېدلو برخه ګڼل کېږي او صدر بایډن یې د خپل د کوښښونو نتیجه بولي چې د منځني ختیځ ملکونه د یو بل سره زیات ونښلوي او په سیمه کې ثبات راشي.

صدر بایډن د سعودي فېصلې په اړه په یو بیان کې وویل چې حکومت یې د تېرو څو میاشتو راهسې د سعودي عرب او اسرایل ترمنځ په پروازونو د بندیز ختمولو دپاره سعودي عرب سره په سفارتي کچه خبرې کولی او "بالااخېر دا حقیقت شو."

صدر بایډن وویل "نن به زه د متحده ریاستونو لومړی صدر یم چې اسرایل نه جدې ته پرواز کوم."

صدر بایډن وویل "نن به زه د متحده ریاستونو لومړی صدر یم چې اسرایل نه جدې ته پرواز کوم."
صدر بایډن وویل "نن به زه د متحده ریاستونو لومړی صدر یم چې اسرایل نه جدې ته پرواز کوم."

هغه وویل سعودي فېصله به په سیمه کې به زیاته کچه د نښلېدو په لړ کې د اسرایل مرسته وکړي. رویټرز وايي صدر بایډن د سعودي عرب او اسرایل ترمنځ د ممکنه سفارتي تعلقاتو امکان هم څرګند کړو چې د هغه په دور کې به د "ابراهیم معاهدو" تر ټولو مهمه پراختیا وي.

ابراهیمي معاهدې په 2020 کې د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت په مهال لاس لیک شویو هغو لوظنامو ته وېل کېږي چې ترمخه يې د امریکې د سفارتي کوښښونو په نتیجه کې متحده عرب اماراتو، سوډان، بحرین او مراکش د اسرایل سره سفارتي تعلقات قایم کړل.

رویټرز وايي که یو خوا صدر بایډن د اسرایل او سعودي عرب تعلقات د ښه کولو کوښښونه کوي نو بلخوا یې فلسطینیانو هم د اړېکو بهتر کوولو خواهش کړی او د جمعې په ورځ په بیت الحم کې د فلسطیني انتظامي ادارې مشر محمود عباس سره یې ولیدل او اقتصادي او تخیکي مرستې اعلان یې وکړو.

محمود عباس په بېت الحم کې په صدارتي محل کې د صدر بایډن هرکلی وکړو او د مېلمه نه يې غوښتنه وکړه چې د اسرایل او فلسطینیانو جګړه ختمولو دپاره دې د 1967 د سرحدونو په بنیاد د دوو ریاستونو د قیام حمایت دې وکړي.

د صدر بایډن او محمود عباس په مشترکه بیان کې محمود عباس امریکايي صدر په مخاطب کولو وویل "جناب صدر، په نکبه کې د بې ځایه کېدو او د قبضې 74 کلونو وروسته، ایا دا وخت نه دی چې دا قبضه ختمه شي؟"

صدر بایډن فلسطیني ریاست دپاره ملاتړ تکرار کړو او رویټرز په خپل رپورټ‌ کې وویل صدر بایډن دا خبره هم تسلیم کړه چې فلسطینیان د اسرایل د قندغنونو دلاسه د "بې عزتیو" نه تېرېږي او بچې یې د تحفظ په اړه تشویش لري.

صدر بایډن وویل "فلسطیني ولس دا وخت دردېږي… تاسو دا محسوسولی شئ، دا بالکل محسوسولی شئ، د ستاسو غم او مایوسي. په امریکا کې مونږ دا محسوسولی شوو."

محمود عباس په بېت الحم کې په صدارتي محل کې د صدر بایډن هرکلی وکړو او د مېلمه نه يې غوښتنه وکړه چې د اسرایل او فلسطینیانو جګړه ختمولو دپاره دې د 1967 د سرحدونو په بنیاد د دوو ریاستونو د قیام حمایت دې وکړي
محمود عباس په بېت الحم کې په صدارتي محل کې د صدر بایډن هرکلی وکړو او د مېلمه نه يې غوښتنه وکړه چې د اسرایل او فلسطینیانو جګړه ختمولو دپاره دې د 1967 د سرحدونو په بنیاد د دوو ریاستونو د قیام حمایت دې وکړي

د رویټرز رپورټ وايي که څه هم صدر بایډن د امن په اړه څه منصوبه اعلان نه کړه خو ویې وېل حکومت به یې دا کوښښونه د لاسه نه ورکوي چې دواړه فريقېن، اسرایل او فلسطینیان، يو بل ته نژدې کړي.

د رویټرز رپورټ وویل چې د محمود عباسد د غوښتنو برعکس صدر بایډن نه خو د اسرایلي ابادکارۍ په پراخېدو تنقید وکړو، نه یې په یروشلم کې د امریکايي کونسلخانې د بیا پرانېستلو اعلان وکړو چې فلسطینیانو سره به یې د رابطې کار کوولو، په واشنګټن کې د فلسطیني تنظیم پي اېل او د دفتر د بیا پرانستلو اعلان یې هم و نکړو او یې دا اعلان وکړو چې د ترهګر تنظیمونو د امریکې د خارجه وزارت فهرست نه به د پي اېل او نوم لېرې کړی شي.

محمود عباس د فلسطیني امریکايي خبریالې شیرین ابو عاقله د وژل کېدو په لړ کې د احتساب غوښتنه هم وکړه.

ابو عاقله د می په میاشت کې په جنین کې د اسرایلي ځواکونو د چاپې په مهال په ډزو وژل شوي ده. د هغې د وژنې تحقیقاتو کې وېل شوي چې خبریاله په هغو ډزو کې لګېدلي ده چې اسرایلي ځواکونو کړي خو داسې پلټنې وايي داسې کوم شواهد نه دي موندل شوي چې هغه قصداً په هدف شوي.

د صدر بایډن او د محمود عباس د مشترکه خبري کانفرنس په مهال یوه د شیرین ابو عاقله په اعزاز کې کرسۍ خالي ساتل شوي وه او د هغې تصویر پرې اېښودل شوی و
د صدر بایډن او د محمود عباس د مشترکه خبري کانفرنس په مهال یوه د شیرین ابو عاقله په اعزاز کې کرسۍ خالي ساتل شوي وه او د هغې تصویر پرې اېښودل شوی و

صدر بایډن وویل امریکا د عاقله د وژنې په لړ کې په شفافه ډول د مکمل احتساب غوښتلو ته دوام ورکوي او په ټوله نړۍ کې به د رای د ازادۍ دفاع کوي.

د صدر بایډن او د محمود عباس د مشترکه خبري کانفرنس په مهال یوه د شیرین ابو عاقله په اعزاز کې کرسۍ خالي ساتل شوي وه او د هغې تصویر پرې اېښودل شوی و.

د هغې کورنۍ صدر بایډن سره د ملاقات غوښتنه کړې وه خو رویټرز واسې داسې کوم ملاقات نه و ټاکل شوی او د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون ویلي خارجه وزیر اېنټي بلېنکن د عاقله د کورنۍ غړي واشنګټن ته رابللي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG