د امریکې صدر جوبایډن خپلې هغه تګلارې ته د بایډنامکس نوم ورکړی دی چې هدف يې په اقتصادي پرمختګ کې د کم او منځني امریکايایانو مرسته کول دي.
صدر بایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ په شېکاګو ښار کې د خپلې اقتصادي پالېسۍ اعلان وکړو. يو وخت و چې د امریکې اقتصادي او صنتعي ترقي د شکاګو چارچاپېره دوام لرلو.
د وي او ای خبریالې انیتا پاول خپل رپورټ کې کتنه کړې چې د بایډنامکس اصلي مطلب څه دی؟
په دې اړه صدر بایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ په شکاګو کې وویل "بایډنامکس د اقتصاد جوړول دي، بره نه د لاندې په ځای د منځ او د تل نه د اقتصاد جوړول دي.مونږ فېصله کړې چې درې بنیادي بدلونونه به کوو، مونږ د کانګرس مرسته هم لروو. وړمبی دا، په امریکا کې به سرمایه کاري کوو. دویمه دا چې امریکايي کارکونکو ته به تعلیم او واک اختیار ورکوو چې دا ډول منځنځ طبقه ترقي وکړي. او دریمه دا چې قيمتونه کمولو دپاره به مقابلې ته وده ورکوو او د وړو کاروبارونو مرسته به کوو."
د بایډنامکس نوم د ريګنامکس یاد تازه کوي. دغې نظريې ته د ريپبلېکن پارټۍ پخواني صدر رانلډ رېګن د نونسوه اتیایم په لسیزه کې ترقي ورکړې وه چې د شته منو سوکالي د کم امدن خلکو ته هم ورسېږي.
د رېنګنامکس برعکس بایډنامکس د کم امدن طبقې نه شروع کېږي. په دې لړ کې صدر بایډن د امریکې په کلیوالو علاقو کې د څلوېښت بېلین ډالرو په لګښت د ارزان بېعه انټرنېټ ورکولو اعلان وکړو.
بایډن د خپل انټرنېټ پروګرام مماثلت د پخواني صدر فرېنکلېن ډي روزوېلټ د پروګرام سره وکړو چې قریبا سل کاله مخکې يې کلیوالو علاقو ته د بجلۍ ورکولو پروګرام شروع کړی و.
ريپبلېکن پارټي د صدر بایډن په تګلاره تنقید کوي وايي په دې کې زیات ټېکسونه لګول شوي، د حکومت قوانین او د حکومت اخراجات زیات شوي چې د دوی په نظر په افراط زر او د حکومت په قرضونو کې اضافه کوي.
په شېکاګو کې د صدر بایډن د تقریر نه څو ګنټې مخکې په سېنېټ کې ريپبلېکنز د بایډنامکس تفصیلي ترديد جاري کړو.
سروی ښښي چې په دریو کې یوازې یو امریکايي د اقتصاد په اړه د صدر بایډن د تګلارې حمایت کوي.
د اېپسوس نومې څېړنې ادارې نایب صدر کرېس جېکسن په داسې حال کې چې د اقتصاد په اړه زیاتره امریکایان ښه نظر نه لري صدر بایډن دپاره په مشکله وي چې خلک باوري کړي چې هغه یو ښه اقدام اخلي.
څېړونکي وايي په داسې حال کې چې یورپ د اقتصادي بحران نه تېرېږي او د چین د اقتصاي ترقۍ رفتا کم شوی د دنیا نظر په امریکې دی چې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد دی
د امېرېکن انټرپرایز انسټېټیوټ څېړونکی ډېسمنډ لاک مېن وايي په امریکا کې چې څه کېږي دغه حالات نورې دنیا ته خپرېږي.
بایډن په اصل کې د صدارت د دويمې دورې دپاره خپل انتخابي مهم شروع کړو چې د هغه په قول خپل باقي پاتې کار سر ته ورسوي.
د امریکایي ووټرانو دپاره اقتصاد مسلسل په دریم ځل هم د تشویش وړمسله ده. د تګلارې د نافذ کېدو نتيجې مخې ته راتلو کې وخت لګي او اقتصاد پوهان کلونه وروسته په تېر وخت کې د اقتصادي ترقۍ پېمایش کوي.
بایډن د صدارت په چوکۍ نورې اتلس میاشتې وخت لري چې په مهال يې د اقتصاد په برخه کې خپل دریځ واضحه کړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انیتا پاول د رپورټ نه اخیستل شوي دي