لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې روس نه د تېلو په درامداتو پابندي ولګوله


صدر بایډن وویل د ازادۍ تحفظ کول قیمت لري او امریکا به دا قیمت ادا کوي
صدر بایډن وویل د ازادۍ تحفظ کول قیمت لري او امریکا به دا قیمت ادا کوي

د امریکې صدر جوبایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ روس نه د تېلو په درامداتو (وارداتو) پابندي اعلان کړه او ویې وېل د دې ګام مقصد د روسي اقتصاد بنیادي شریان په هدف کول دي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه صدر بایډن په وایټ هاوس کې غونډې ته وویل چې امریکا به د روس د جنګ دپاره د مالي وسایلو د پېدا کولو برخه نه جوړېږي.

د ای پي رپورټ وايي صدر بایډن د روس په ضد دغه اعلان په داسې حال کې وکړو چې په اوکراین د یرغل په سر د روس خلاف اقداماتو دپاره د واک من ډېموکرېټک او هم د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ فشار زیات شوی دی او د امریکې حکومت رضامندي هم څرګندوي چې په روس د اقتصادي بندیزونو په لړ به د کور دننه سیاسي اختلاف په شا کوي.

ای پي وايي د روس په ضد د صدر بایډن ګام دغه ګام سره دا سیاسي خطر هم تړلی دی چې په امریکا کې به د تېلو بیعې زیاتي شي، چې په ولسي کچه غیر مقبول پرمختګ ګڼل کېږي.

د خبري ادارې ترمخه صدر بایډن وویل د ازادۍ تحفظ کول قیمت لري او امریکا به دا قیمت ادا کوي.

که څه هم په اوکراین د یرغل په سر امریکا د یورپي اتحادیانو سره په هم غږۍ د روس په اړه اقدامات کوي او ای پي وايي په روسي تېلو د بندیز اعلان امریکې یوازې کړی دی ځکه چې یورپي ملکونه د امریکې په مقابل کې د روس تېلو او ګېس ته زیات ضرورت لري.

صدر بایډن وویل په روسي توانای د انحصار کمولو دپاره به امریکا د يورپي اتحادیانو سره په اوږد مهال تګلاره کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG