لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر جو باېډن په امریکا کې د مهاجرت په اړه د پخواني حکومت ځینې بندیزونه ختم کړل


صدر باېډن د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه د واک سمبالولو سمدستي وروسته هم د پخواني صدر ټرمپ د مهاجرت په اړه ځینې بندیزونه بېرته اخېستی وو
صدر باېډن د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه د واک سمبالولو سمدستي وروسته هم د پخواني صدر ټرمپ د مهاجرت په اړه ځینې بندیزونه بېرته اخېستی وو

د امریکا صدر جوبایډن په امریکا کې د پاتې کېدلو یا د مهاجرت په اړه د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ احکامات ختمولو یو بل انتظامي حکم لاس لیک کړی

د نوي حکمنامې سره به د امریکا په سویلي سرحد مېکسیکو هغه په سلګونو ماشومان بېرته مور او پلار سره یو ځای شي چې په کال 2017 او 2018 کې جدا کړي وو.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د انتظامي امر لاس لیک کولو په وخت جوباېډن وویل چې تمه لري د دې ګام سره به د خاندانونو یو بل نه جدا کولو داغ ووېنځل شي.

د وي او ای انګریزۍ د وېب پاڼې ترمخه جو باېډن د مهاجرینو معاملاتو ته د کتنې لپاره یو داسې بل امر هم لاس لیک کوي چې د هغې د لارې به یو ټاسک فورس جوړول کېږي چې وکړی شي د 600 نه زیات بیل شوي ماشومان د خپلو خاندانونو سره یو ځای کړي.

په دې مهال یو اعلا چارواکي وویل چې د صدر بایډن د مهاجرینو په اړه د تګ لارې مقصد امریکا محفوظه کول، منظمه کول او د انساني خواخوږۍ په بنیاد هغه خلکو ته هرکلی ویل دي چې امریکا ته نوي راغلي دي یا د نسلونو راهیسې اباد دي.

صدر باېډن د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه د واک سمبالولو سمدستي وروسته هم د پخواني صدر ټرمپ د مهاجرت په اړه ځینې بندیزونه بېرته اخېستی وو.

په دې لړ کې یو بل هم کانګرس د منظورۍ لپاره لېږلی شوې دی خو په دغه بل باندې په کانګرس کې بیلا بیل نظرونه موجود دي چې او هم د دې له امله د ځنډ سره مخ دی.

په کانګرس کې لبرل یا ازاد خیاله غړي وايي چې د امریکا شهریت اخستلو عمل دې آسانه کړی شي خو زاړه پاله غړي بیا وايي د شهریت اخستلو شرطونه دی سخت وساتلی شي.

خو د صدر ټرمپ د پالېسو پلویان وايي چې د نوي صدر باېډن د مهاجرت په اړه پالېسو سره به بدنظمي او د قانون خلاف ورزي زیاته شي.

په واشنګټن کې د څېړنې ادارې هېریټېج فاونډېشن د سیاسي چارو د څانګې ډاېرېکټره جېسیکا اېنډرسن وايي چې د کرونا وبا نه وړاندې د ویزو او سیاسي پناه اخستلو ترڅنګ د خلاص بارډر پالېسۍ سره د امریکا اقتصاد زیانمن کېدلی شي.

هغه وايي کرونا وبا کې بېروزګاري زیاته شوې او امریکایان په روزګارونو په ګرځي.

دا امکان هم شته چې د صدر جو باېډن امېګرېشن په اړه بندیزونه په عدالت کې چېلنج کړی شي . جو باېډن د واک اخستو وروسته هم دداسې رقم یو انتظامي امر جاري کولو په سر هغه وخت مشکل سره مخ شوی وو چې عدالت د نوي صدر هغه حکم باندې په عاضي توګه عمل ودرولی وو چې پکې د بهر هېوادونو خلکو په زوره د واپسۍ پخوانې انتظامي حکم ختم کړی شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG