لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې صدر جوبایډن په جده کې د سعودي باچا او سعودي ولي عهد سره ملاقاتونه وکړل


صدر بایډن سعودي باچا سلمان بن عبدالعزير سره ويني

د امریکې صدر جوبایډن د منځني ځتيځ د خپل سفر په اخېري پړاو د سعودي عرب په ساحلي ښار جده کې د جمعې په ورځ د سعودي عرب باچا شاه سلمان بن عبدالعزیز او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقاتونو کې په منځني ختیځ کې او د اسرایل د امنیت او د ایران د خطر په اړه خبرې وکړې.

سعودي چارواکو سره د خبرو وروسته بایډن خبریالانو ته وویل "مونږ به په منځني خیتځ کې خلا نه پرېږدو چې روس یا چین یې ډکه کړي."

هغه زیاته کړه چې کله په سیمه کې خلا پرېښودل شوي نو نتیجې یې مخې ته راغلي دي.

صدر بایډن د منځني ختیځ د سفر په اخېري پړاو اسرایل نه نېغ په نېغه سعودي عرب ته په داسې حال کې ورسېدلو چې سعودي حکومت هېواد ته د اسرایل نه پروازونو ته اجازت ورکړو. صدر بایډن د سعودي حکومت دغه ګام "تاریخي فېصله" وبلله.

د سعودي فېصلې په اړه امریکايي صدر وویل دا نه یوازې په علامتي توګه اهمیت لري بلکې په حقیقي معنو کې هم لویه خبره. هغه امید څرګند کړو چې د سعودي عرب دغه ګام به بالاخر د سعودي عرب او اسرایل ترمنځ د سفارتي تعلقاتو دپاره لاره هواره کړي. د وي او ای د رپورټ ترمخه په موجوده وخت کې دواړو ملکونو یو بل نه دي تسلیم کړي.

صدر بایډن په یمن کې د سعودي عرب د جنګ بندۍ ستاینه وکړه چې د ملګرو ملتونو په کوښښونو ترلاسه شوي ده. په یمن کې خانه جنګي چې په 2014 کې شروع شوي وه، د سعودي عرب په مشرۍ کې یې اتحادیان د ایران پلوه هوثي باغیانو په ضد جنګېدل. په جګړه کې د درې لکه نه زیات کسان وژل شوي دي.

سعودي ولي محمد بن سلمان او صدر بایډن
سعودي ولي محمد بن سلمان او صدر بایډن

صدر بایډن وویل سعودي مامورین سره یې د سعودي عرب په دفاعي ضرورتونو په داسې حال کې خبرې وکړې چې د ایران او د ایران د پلویانو "لخوا حقیقي ګواښونه" شتون لري.

صدر بایډن په بحیره احمر کې د تیران جزېرې نه د نړیوالو امن ساتونکو ځواکونو د ستنولو او په عملي ډول جزیره سعودي عرب ته د سپارلو اعلان وکړو. تیران په اړه دغه ګام د مصر او اسرایل سره د اتنظام وروسته اخیستل شوي چې واشنګټن پکې منځګریتوب کړی دی. صدر بایډن دغه یوه تاریخي لوظنامه وبلله او ویې وېل په سیمه کې د جنګ یوه نقطه د امن مقام په مقام کې بدله کړی شوه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه تیران او نژدې صنافیر جزیرې د خلېچ عقبه په خوله کې غیر اباد سیمې دي چې مصر، سعودي عرب، اسرایل او اردن ترې چارچاپېره پراته دي او د لسیزو راهسې د دغو ملکونو ترمنځ د شخړو سبب دي.

په تیران کې د امریکې په شمول د نورو ملکونو امن ساتونکي ځواکونه د 1978 راهسې ګمارل شوي دي خو وایت هاوس په یو بیان کې وویل دغه ځواکونه به د سږ کال تر اخېره پورې راووځي او جزیره به د سیاحت، ترقۍ او د پرامنه مقاصدو دپاره استعمالېږي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، څېړونکي وايي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان چې د اېم بي اېس په مخفف هم یادېږي اسرایل سره رابطو زیاتولو ته رضا مندي ښکاره کړې ده او دواړه ملکونو حجیانو دپاره اینده کال اسرایل نه سعودي ته پروازونه شروع کولو په اړه هم خبرې شروع کړي دي.

د وي او ای د رپورټ وايي صدر بایډن د سعودي عرب نه داسې څه اعلان ترلاسه نه کړی شو چې په نتیجه کې به یې د تېلو قیمتونه کم شي، خو ویې وېل چې په دې اړه د سعودیانو سره "ښه بحث" وکړو چې د نړۍ د اقتصادي پرمختګ دپاره به په مناسب مقدار کې تېل دستیاب وي.

صدر بایډن او محمد بن سلمان په واري ناسته کې د خپلو ډلو مشري کوي
صدر بایډن او محمد بن سلمان په واري ناسته کې د خپلو ډلو مشري کوي

صدر بایډن وویل د خپل وس هر ممکن کوښښ به کوي چې امریکې دپاره د تېلو رسد زیات شي.

صدر بایډن د ریاض او واشنګټن ترمنځ د فایو جي ټېکنالوجۍ، د توانای صفا او بیا نوي کېدونکو زریعو، په انټرنېټ د سېکیورټي او د خلا د دریافت کولو په برخو کې د همکارۍ ګامونه هم اعلان کړل.

د صدر بایډن او د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د ملاقات په موقع دواړو خواو د صحافیانو دا پوښتنې نظر انداز کړې چې ایا سعودي عرب اوس هم داسې ملک دی چې یوازې کړی شي او دا چې د جمال خاشقجي د کورنۍ نه به معافي وغواړئ؟

د وي او ای د رپورټ ترمخه د امریکې استخباراتي ادارې دې نتیجې ته رسېدلي دي چې محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د وژنې منظوري ورکړې چې په استنبول کې د د سعودي عرب په کونسلخانه کې وژل شوی دی.

د وي او ای رپورټ وايي صدارتي انتخاب دپاره خپل مهم کې به صدر بایډن وېل پکار ده چې سعودي عرب یوازې کړی شي.
هغه خبریالانو ته وویل سعودي ولي عهد ته یې د جمال خاشقجي د وژنې او د انساني حقونو په اړه خپل خیالات واضحه کړل.

امریکايي صدر وویل محمد بن سلمان په ځواب کې وویل چې هغه په "ذاتي توګه د دې( د خاشقجي د وژنې)" ذمه وار نه دی.

صدر بایډن وویل چې محمد بن سلمان ته وویل "زما خیال دی" چې هغه یې ذمه وار دی.

خبریال جمال خاشقجي
خبریال جمال خاشقجي

سعودي عرب ته د صدر بایډن د سفر په اړه د انساني حقونو نړیوالې ادارې سېکرېټري جنرل اېګنېس کېلامارډ وي او ای ته په یوه مرکه کې ویلي دغه دوره د هغو خلکو په مخ "څپېړه" ده چې د انساني حقونو دفاع کوي.

هغې وویل صدر بایډن چې څه کوي دې خبرې ته اشاره کوي چې د انساني حقونو څه قیمت نشته او د نورو شیانو دپاره پې سودا کېدلی شي.

صدر بایډن به د خالي، شنبې، په ورځ د بحرېن، کویت، عمان، قطر، سعودي عرب او په متحده عرب اماراتو مشتمل ګلف کواپرېشن کاونسل یا جي سي سي د ملکونو ترڅنګ د مصر او اردن د سر مشرانو په غونډه کې کډون کوي.

په جده کې د غونډې په مهال به خلیجي ملکونه سیمو سره د امریکې د نښلېدلو په اړه خپل خپل نظرونه پېش کوي.

توقع ده چې صدر بایډن او د جي سي سي مشران به دا اعلان هم وکړي چې د عراق د بجلۍ نظام به د خلیجي ملکونو سره وتړل شي چې دا ډول په ایران د عراق انحصار کم کړی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د وایټ هاوس خبریالې پېټسي کاسواره د رپورټ نه اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG