لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د افغانستان په اړه قام ته وېنا کوي


د امریکايي پوځ په دې تصویر کې جنرل کرېس ډوناهو لیدل کېږي چې د افغانستان نه ستنېدونکی ورستی امریکايي عسکر دی
د امریکايي پوځ په دې تصویر کې جنرل کرېس ډوناهو لیدل کېږي چې د افغانستان نه ستنېدونکی ورستی امریکايي عسکر دی

په افغانستان کې د امریکې ۲۰ کلن جنګ سر ته رسېدلی او صدر جوبایډن به د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان نه د ځواکونو د راویستلو د خپلې فېصلې په اړه وېنا کوي.

افغانستان نه د امریکايي عسکرو د انخلا اعلان د امريکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) وکړو چې په افغانستان کې يې ماموريت (مشن) سر ته ورسېدو، او کابل نه د امریکې وروستۍ الوتکه د کابل په وخت د 30 او 31 اګست په منځنۍ شپه پورته شوه.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنیدو په اړه صدر بایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ په مختصر بیان کې وویل چې هغه به په خصوصي توګه د خپلې دې فېصلې په باره کې خبرې کوي چې امریکايي ځواکونه دې د افغانستان د انخلا بهیر د اګست د ۳۱ نېټې پورې ستانه شي.

د امریکې پوځ د مركزي کمانډ مشر جنرل مېکېنزي
د امریکې پوځ د مركزي کمانډ مشر جنرل مېکېنزي

افغانستان نه د امریکې د انخلا په اعلان کې د امریکې پوځ د مرکزي کمانډ یا سېنټ کام مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي وویل په افغانستان کې د امریکې موجودګي هغه ماموریت وو چې د القاعده مشر اوسامه بن لادن او د هغه یو شمېر نور ملګري یې انصاف ته راکښ کړل.

هغه وویل په افغانستان کې د امریکې ماموریت په مهال ۲۴۶۲ امریکايي عسکر او غیرپوځي کارکونکي وژل شوي او د ۲۰۰۰۰ نه زیات زخمیان شوي دي. د دې ترڅنګ هغه د هغو پوځي او غیر پوځي امریکايي کاروکونکو ستاینه هم وکړه چې په افغانستان کې یې خدمات ترسره کړي دي.

په کابل د طالبانو د واک وروسته جنرل مېکېنز وویل امریکې د افغانستان نه ۷۹۰۰۰ ملکي کسان وېستلي دي چې پکې ۶۰۰۰ امریکايي شهریان او ۷۳۰۰۰ افغانان او د نورو ملکونو وګړي شامل دي.

کوسوو ته رسېدونکي د افغان کډوالو یوه ډله
کوسوو ته رسېدونکي د افغان کډوالو یوه ډله

د وي او ای د رپورټ ترمخه د طالبانو د سوشل میډیا په اکاونټونو داسې وډیوګانۍ شرېکېدلې چې طالب وسله والو پکې د امریکايي ځواکونو په ستنېدلو په خوشحالۍ کې هوايي ډزې کولې.

په کابل کې د ډزو په اړه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د ټوېټر دلارې وویل "په کابل ښار کې د ډزو غږونه د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د خوشحالۍ ډزې دي، ښاریان دې اندیښنه نه کوي. موږ یې د کابو کیدو په حال کې یو."

په عین حال کې د امریکې د بهرنيو چارو وزير اېنتني بلېنکن ویلي امریکې په افغانستان کې خپل سفارت وتړلو او افغانستان سره سفارتي هلې ځلې د قطر نه ترسره کوي. د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهال بلېنکن وویل امریکا د افغانستان د اینده دپاره بل پلان هم لري او دغه پلان به عملي کوي.

اېنتني بلېنکن
اېنتني بلېنکن

بلخوا په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خصوصي استازي زلمي خليلزاد ویلي چې په کابل د واک اختیار ترلاسه کولو دلارې طالبان د دې ازمایش سره مخامخ شوي چې آیا ملک به يو داسې محفوظ او نېکمرغه اینده ته ورسوي چې ټول افغانان به پکې د خپلو صلاحتیونو نه کار واخلي.

خلیلزاد په ټوېټر خپل پېغام کې دا پوښتنه هم وکړه چې "آیا افغانستان به وکولای شي چې د خپلو بیلابیلو کلتورونو، تاریخونو او دودونو ښکلا او ځواک نړۍ ته وړاندې کړي؟"

زلمي خلیلزاد او د طالبانو مرکچي ملا عبدالغني بردار د سولې معاهده لاس لیک کړې ده
زلمي خلیلزاد او د طالبانو مرکچي ملا عبدالغني بردار د سولې معاهده لاس لیک کړې ده

په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو ویلي چې د مېرمنو او د بشري حقونو تحفظ به کوي خو د انساني حقونو فعالان د طالبانو ماضي ته په کتنه په دې اړه تشویش څرګندوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG