لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د وي او ای سره مرکه کې د خپل حکومت د تگلارې دفاع وکړه


د وي او ای خبريالا ګرېټا وېن د صدر ډانلډ ټرمپ سره مرکه
د وي او ای خبريالا ګرېټا وېن د صدر ډانلډ ټرمپ سره مرکه

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ په ارجنټينا کې د د وي او ای خبريالې ګرېټا وېن سره د جي ټونټي د غونډې نه وړاندې په يوه ځانګړې مرکه کې د خپلو حکومتي پاليسيو دفاع کړې .

نوموړي د امريکا په اقتصاد، د چين په خوريدونکي طاقت او د روس سره په اړيکو د وي او ای خبريالې ګرېټا د يو شمېر پوښتنو ځوابونه ورکړل.

دمرکې په شروع کې مېرمن ګرېټا د صدر ټرمپ نه د امريکا د جي اېم موټرز د کارخانو بندولو او نزدې ١۴٠٠ کارکونکو روزګارونو ختمولو علتونه وپوښتل، صدر ټرمپ ورته په ځواب کې ووېل د هغه لومړۍ ترجيح دا د ه چې کارخانې او د ګاډو فېکټريانې بهر هېوادونو ته لاړې نه شي او په نتیجه کې به یې په امريکا کې روزګارونه زيات شي.

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د چين خورېدونکي اقتصاد نه کومه اندېښنه خو نه لري چې په افريقا ، پاکستان او لاطيني امريکا کې يې لوېې لوېې منصوبې روانې کړي.

صدر ټرمپ وویل چين به پخپلو دغو منصوبو کې پاتې راځي. هغه زیاته کړه "زما په خيال د چين سره چې وړاندې څومره پېسې وې وس ورسره هغه هومره نشته، او د دې وجه زما د چين سره نوې لوظنامه ده. چين چې د امريکا د تېرو صدرانوسره کوم چلونه کول هغه زما سره نه شي کولی. مونږه د چين نه په ۲۵ ٪ ټېکس سره ۲۵۰ اربه ډالرې ګټلې چې زه به دغه رقم دوه چونده او څلور چونده زياتوم."

په لاطينې امريکا کې د چين منصوبې د امريکا امنيت لپاره خطره نه ده نو صدر ټرمپ ووېل "ماته معلومه ده خو دغه ډېرې ګرانې منصوبې دي او چين به پکې ضرور په قرضونو کې ګېرېږي، زه د چين په دغه کار خوشحاله نه يم خو چين په دغو ځآيونو کې روانې منصوبې نه شي پوره کولې دا کارونه ډېرې پېسې غواړي.

د روس د صدر پوټېن سره که ستاسو ليدل کتل وشي نو ستاسو اېجنډه به څه وي؟

صدر ټرمپ ووېل "د يوکرېن سره د کشتيو او د هغوي د سېلرانو د نيولو وروسته به دا د روس د صدر سره د ليدلو يو ښه وخت نه وي. خو زما په فکر مونږه له د روس، چين او نورو هېوادونو سره ښه اړيکې ساتل پکار دي زه به د صدرپوټېن سره ضرور ملاقات کوم خو چې کله غوره موقه په لاس راشي."

ماحولياتي بدلون به د جي ټونټي د غونډې يوه مهمه اېجنډه وي ستاسو د ماحولياتي بدلون په اړه څه خيال دی؟ دغې پوښتنې ته صدر ټرمپ ووېل " زما ځواب ډېر ساده دی ، زما رڼې اوبه او پآکه هوا خوښه ده خو د دې کار لپاره زه د امريکا کاروبارونه په داؤ نه شم لګولی ، که تاسو چين يا د نړۍ نورو هېوادونو ته اوګورۍ هلته چاپېريال ډېر خيچن دی خو څوک په دغې خبره نه کوي. مونږه د نورو لپاره د چاپېر يال په پآکولو په ارباؤ ډالرې نه شو لګولی. زما ساده پاليسي ده او هغه ده لومړی امريکا."

نوموړي اوېل په دغه موضوع به د چين د صدر شي جېن پېنګ سره هم خبره کوي او هغه يې يو ښه ملګری دی ورسره به ملاتړ وکړي.

د مرکې په اخېره کې مېرمن ګرېټا د صدر ټرمپ نه د کورني اقتصاد په اړه وپوښتل چې راتلونکې هفته به کېدی شي د حکومت د بندېدو په اړه هم ووټونه واچول شي نو صدر ټرمپ ووېل " زه نه شم ويلي چې حکومت به بند شي او دا څوک هم نه شي ويلي خو زما لومړۍ ترجيح دا ده چې د امريکا پولې ټينګې کړم چې غېر قانونو کډوال امريکا ته را نه شي مونږه به خلک امريکا ته په مېرټ راولو."

نوموړي د مرکې په اخېر کې يو وارې بيا د امريکايې کمپنۍ جنرل موټرز لخوا د خپلو يو شمېر پلانټونو تړلو په علت څه وو نه وېل خو د خپل حکومت د کارونو ستاېنه يې وکړه چې اقتصاد ډېره وده کړې او په امريکا کې يې بې روزګاري په تېرو ۵۱ کلونو کې تر ټولو ښکته کچې ته راوستلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG