د امریکې صدر جوبایډن د فرورۍ د اوومې په شپه ملت ته له سختې وینا وروسته پرون د خپل صدارتي کمپېن په ترڅ کې پینسلوېنیا ایالت ته تللی، خو د هغه صدارتي سیال مخکینی ولسمشر ډانلډ ټرمپ پلان لري چې نن په جورجیا کې د کمپېن غونډه وکړي.
بایډن او ټرمپ دواړه له څو وقفو پرته راتلونکې اته میاشتې د خپل صدارتي انتخاب لپاره پرله پسې کمپېن کوي، خو په همدې وخت کې به خپلې نورې چارې او ذمه واریو هم تر سره کوي، بایډن به د صدارتي چارې او ټرمپ به د ځان خلاف جوړو شوو مقدمو ته پام کوي.
داسې ښکاري چې د بایډن او ټرمپ کمپېنونه به زیات د شخصي جګړې رنګ ولري، ځکه چې صدر بایډن په خپله سټېټ آف دي یونین وینا کې زیات وخت د ټرمپ په اړه خبرې وکړې خو د هغه له نوم اخیستو یې ډډه کوله او ویل یې "زما وړاندینی" د امریکا د جمهوریت لپاره یو خطر دی.
ډاڼلډ ټرمپ د صدر بایډن وینا هماغه وخت اورېدله او پر خپل ټولنیزه رسنۍ «ټروت سوشل» باندې یې ورباندې لسګونه تبصرې وکړې، د استازو اېوان د ډېر وخت پر اخیستو، د هغه د وېښتانو پر طرز، د هغه د خبرو په انداز او د هغه د پالیسۍ پر دریځ یې نیوکې وکړې.
راتلونکې اته میاشتې به یو ډول د پیغامونو جګړه هم وي چې پکې به بایډن او د هغه کمپېنران هڅه کوي د تېر کال د اقتصادي لاسته راوړنو پر شمېرو زیات ټینګار وکړي او ووټرانو ته به وایي چې ټرمپ له ریچرډ نېکسن وروسته ولې د زیات ناخوښه کس په توګه صدارت پرېښوو.
بلې خواته ډالنډ ټرمپ به پر دې باندې نیوکه کوي چې له کله راهیسې بایډن د صدارت پر څوکۍ کښېنستی دی په امریکا کې د شیانو بیې 20 فیصده زیاتې شوې دي او پر جنوبي پوله د کډوالو بحران زیات شوی.
77 کلن ټرمپ به خپلو رایه ورکوونکو ته دا هم وایي چې د بایډن عمر 81 کالو ته رسېدلی او د صدارت وړ نه دی، همدارنګه ورته وایي به چې د اوکراین او غزې د جګړې په ګډون نړیوال بحران د بایډن په صدارت کې پېښ شو، خو که ټرمپ صدر وایي د دې مخه به یې نیولې وای.
د اقتصاد په اړه خبرې:
بایډن او ټرمپ دواړه پر دې خبره ډاډه دي چې د خپل کمپېن زیاته برخه به د امریکې د اقتصاد په اړه د خپلو رایه ورکوونکو د نظرونو جوړولو ته ځانګړې کړي، د دې سیالۍ څرک د بایډن د سټېټ آف دي یونین په وینا کې ولیدل شو.
په واشنګټن کې ملت ته په وینا کې بایډن بیا بیا د خپلې واکمنۍ په مهال د امریکې د اقتصادي ودې موضوع ته اشاره کوله او دې ته یې داسې "نه ستنېدونکې ستره کیسه" ویله چې د ده په وینا تر اوسه "نه ده بیان شوې".
بایډن وویل "خلکو! ماته یو داسې اقتصاد را پاته شو چې [د غورځېدو] پر څنډه وو، خو اوس زموږ په اقتصاد باندې په ریښتیا هم د نړۍ حسد کیږي. 15 میلینه کارونه یواځې په درو کلونو کې – دا یو ریکارډ دی، یو ریکارډ. په 50 کلونو کې اقتصاد ټیټې کچې ته تللی".
خو بلې خواته ټرمپ په سوشل مېډیا باندې پر هغه نیوکې کولې او لیکل یې چې "د بایډن تر واکمنۍ لاندې ګراني امریکا وژني".
Forum