لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د صدارتي انتخاباتو لومړۍ مباحثه نن ماښام کېدونکې ده


ډانلډ ټرمپ او جوبایډن
ډانلډ ټرمپ او جوبایډن

د نومبر په میاشت کې کېدونکو د امریکې صدارتي انتخاباتو په لړ کې لومړۍ مباحثه به د نهې، سه شنبې، په ماښام د واک من ريپبلیکن پارټۍ امیدوار او صدر ډانلډ ټرمپ او د ډېموکرېټګ پارټۍ د هغه مخالف صدارتي امېدوار جوباېډن ترمنځ کیږي.

دغه مباحثه به د اوهایو ریاست په کليولېنډ ښار کې وي او په قامي کچه به په مطبوعاتو نیغ په نیغه ښودل کېږي.

د نومبر په دريمه نېټه د ووټونو نه وړاندې به داسې درې مباحثې کېږي. توقع ده چې په دې مباحثو کې به په شپږو مهمو نقطو خبرې کېږي.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په ولسي کچه په نظر پوښتنو کې زیات خلک د جوباېډن حمایت څرګندوي او د صدر ټرمپ نه اووه پوانټه وړاندې ښودل کېږي خو څيړونکي وايي امريکايي ولس به د راتلونکي صدر فېصله د دې مناظرو يا سياسي بحثونو په بنیاد هم کوي. ډانلډ ټرمپ د صدارت دویمې دورې امیدوار دی. جو بایډن مخکې نایب صدر و.

ټاکل شوي ده چې د دواړو امیدوارانو ترمنځ د نهې، سه شنبې، د شپې بحث به تر ۹۰ منټونو روان وي او نزدې ۱۰۰ ميلينه امريکایان به يی په ټېلي وژن نېغ په نېغه ګوري.

د دواړو مشرانو نه به پوښتنې د فاکس نيوز خبريال کرېس والس کوي چې ورته به نزدې ۱‍۰۰ کسان ناست وي.

خبريال کرېس والس ويلي دی به د ۱۵ منټو په دغه يوه ناسته کې د صدر ټرمپ او جوباډن نه په شپږو موضاعاتو پوښتنې کوي.

په دغه ممکنه پوښتنو کې دا نقطې شاملې دي:

د دوي رېکارډ يا کارونه،

کرونا وبا چې د دوه لکو نه زيات کسان يې په امريکا کې مړه کړل،

د صدر ټرمپ لخوا د سپريم کورټ د ججې په هېڅ د اېمي بېرټ نومول،

د امريکې اقتصاد

په انتخاباتو باور

په امريکا کې نسلي اړی ګړی.

په دې کې به د صدر ټرمپ نه په نيويارک ټاېمز کې د اتوار په ورځ د چاپ شوي هغه لانجمن مضمون په اړه هم پوښتنې کېږي چې وايي ارب پتي ټرمپ په کال ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ م کې صرف ۷۵۰ ډالرې ټېکس ورکړی وو.

صدر ټرمپ د غې ته د ده په ضد د دروغو افواه ويلي ده او د نیویارک ټایمز رپورټ یې جعلي خبر بللی.

په امريکا کې د کرونا وبا د لاسه د تېرو وختونو په څېر خلک په اوږد قطارونو کې د ووټونو اچولو د پاره د ودرېدلو نه ډډه کوي ځکه د ډاکخانې د لارې اکثره خلک ووټونه اچول غواړي چې دغه عمل په يو شمېر رياستونو کې پېل شوی هم دی خو صدر ټرمپ بغېر له ثبوته د ډاکخانې په لار د ووټونو په اچولو د درغلۍ يا ټګۍ تور لګولی او ګواښ يې کړی که داسې جوباېډن اوګټله نو په جنورۍ کې به ورته په آسانه واک اختيار پرې نه ږدي.

د صدارتي‌ مباحثې نه وړاندې صدر ټرمپ په جوباېډن د نشې کولو تور لګولی او غوښتنه يې کړې چې د هغه ډرګ ټېسټ دې اوشي او وايې هغه هم دغه ټېسټ ته تيار دی.

خو ډيموکرېټانو دغه تورونه رد کړي.

جوباېډن ۷۷ کلن دی او ۳۶ کاله يي په سېنټ او اته کاله د مرستيال صدر په هېڅ کار کړی، څيړونکي وايي دی به په دې مباحثو کې امريکايي اولس په دې خبره د قانع کولو کوښښ کوي چې دی د صدارت لپاره په وجود تکړه او بېدار دی.

صدرټرمپ ۷۴ کلن د ی او څيړونکي وايي صدر به په دې مباحثو کې هڅه کوي چې امريکايي ولس په دې خبره مطمين کړي چې ولې دی بيا د څلورو کالو د پاره صدر منختب کړي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG