لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ريپبلکن کنوینشن درییمې ورځې مهم ټکي


د مرستیال صدر مایک پېنس میرمنې کېرن پېنس تر ټولو کمه سیاسي وینا وکړه او په خپلو خبرو کې د امریکې ریټایرډ نظامیانو یا ویټرنز او د هغوي‌ د میرمنو سره د کار کولو په اړوند وویل: "زه په دې ویاړمه چې په دې لوی هیواد کې د ډیرو اتلانو سره لیدلي
د مرستیال صدر مایک پېنس میرمنې کېرن پېنس تر ټولو کمه سیاسي وینا وکړه او په خپلو خبرو کې د امریکې ریټایرډ نظامیانو یا ویټرنز او د هغوي‌ د میرمنو سره د کار کولو په اړوند وویل: "زه په دې ویاړمه چې په دې لوی هیواد کې د ډیرو اتلانو سره لیدلي

د کنوینشن په درییمه ورځ مرستیال صدر مایک پینس د بالټیمور مک هنري فورټ څخه د خپل ګوند لخوا نومول په رسمي ډول قبول کړل او د امریکا د اقتصاد ښه کولو او د امریکا د قانون پلي کولو په لړ کې یې د ولسمشر ټرمپ دفاع وکړه. هغه د ایراني‌ جنرال قاسم سلیماني‌ وژنه هم د صدر ټرمپ د حکومت بریا وبلله.

ښاغلي پينس په وېسکانسن کې د روان تاوتریخوالي‌ په هکله خبرې وکړې او د قانون د عملي‌ کولو او د خپلو پولیسو دفاع یې وکړه.

ښاغلي پېنس وویل: "د دغې ادارې د لومړۍ ورځ څخه مونږ دواړه د قانون عملي‌ کول او د خپلو تور پوستو امریکایانو او نورو لږکیو ساتنه کړې.".

ښاغلي پېنس د ډیموکریټ ګوند کاندید جوبایډن باندې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې ډیموکراټانو پخپل کنوینشن کې تیره اونۍ په خپلې اجنډا هیڅ خبرې و نه کړې.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ هم د مرستیال صدر مایک پېنس د وینا په اخر کې راڅرګند شول.

جوبایډن او کمالا هېرېس
جوبایډن او کمالا هېرېس

د مرستیال صدر مایک پېنس میرمنې کېرن پېنس تر ټولو کمه سیاسي وینا وکړه او په خپلو خبرو کې د امریکې ریټایرډ نظامیانو یا ویټرنز او د هغوي‌ د میرمنو سره د کار کولو په اړوند وویل: "زه په دې ویاړمه چې په دې لوی هیواد کې د ډیرو اتلانو سره لیدلي. او ډیری وخت دغه اتلان د نظامي ژوند څخه بیرته یو عام ژوند ته د راتلو مبارزه کوي".

د مرستیال صدر مایک پېنس د قامي سلامتیا سلاحکار لوټیننټ جنرال کیت کېلوګ د ولسمشر ټرمپ‌ په بهرنۍ پالیسي وغږید هغه د طالبانو سره د خبرو پیل او تړون یوه لاس ته راوړنه وبلله او ووییل چې ولسمشر ټرمپ په خپلو ژمنو ولاړ دی.

همداراز ښاغلي‌ کیلوګ د اسراییل او د متحده عربي اماراتو د اړیکو عادي کول او د ایران جګ پوری جنرال قاسم سلیماني وژل یې د ولسمشر ټرمپ لاس ته راوړنې وبللې.

هغه وویل: "زمونږ ولسمشر د اسراییل او متحده عربي اماراتو تر منځ د اړیکو په ښه کیدو کې منځګړتوب وکړ کوم چې په تیرو ۲۵ کلونو کې په منتځي ختیځ کې په لومړ‌ي‌ ځل وو او دې اونۍ کې به د سولې د استازو په مشرۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي. "

د سپینې ماڼۍ مشاورې یا کونسلره کیلي اين کانوی او د وایټ هاوس مطبوعاتي سکرترې کېلې مک اینني دغې غونډې ته د خپلې وینا په وخت د ولسمشر ټرمپ‌ کلک ملاتړ وکړو.

د ټېنسي څخه د ریپبلکن سنیټره مارشه بلک برن په امریکا کې د قانون عملي‌ کولو په اهمیت وغږیده او پولیس یې خپل اتلان وبلل. دا خبرې هغې پداسې حال وکړې چې د وېسکانسن ایالت په کېنوشا ښار کې د جیکب بلېک په نامه یو تور پوستی امریکایی د پولیسو لخوا په ډزو د زخمی کېدو وروسته احتجاجونه شروع شوي دي.

د ایووا ایالت څخه جوني ایرنسټ، د سویلي ډکوټه څخه ګورنر کریسټي نویم، د ولسمشر ټرمپ اینږور او د کمپېن مشاوره لارا ټرمپ او همداراز د قامي استخباراتي ادارې پخوانی اکټینګ ډایریکټر ریچرډ ګرېنل خبرې وکړې.

د ډیموکریټ ګوند لخوا غبرګون او نیوکې:

د کنوینشن په ورځو کې سیاسي بحثونه لا نور تاوده او د امریکايي رسنیو په سرټکو کې دي. له یوې خوا ولسمشر ټرمپ د کنوینشن په هره شپه ویناوې کوي او له بلې لورې د ډیموکراټانو غبرګونونه مخې ته راځي.

د ډیموکریټ ګوند کاندید جوبایډن په خپل ټویټر لیکلي: "یوځل بیا ، یو تور پوستی امریکايي- جیکب بلېک، د خپلو ماشومانو د سترګو ومخې ته د پولیسو لخوا په ډزو (ویشتل) شو. دا ما ناروغوي."

ایا دا هغه هیواد دی چې موږ یې غواړو؟ لازمي نه ده چې تاوتریخوالی به مو روغ کړي. موږ اړتیا لرو چې تاوتریخوالی پای ته ورسوو - او په سوله ایز ډول د عدالت غوښتنه وکړو.

ښاغلي بایډن د سوله ایز لاریون کونکو سره همغږي څرګنده کړه او د ولسمشر ټرمپ د ادارې نظامي سیسټم باندې نیوکې وکړې.

بل لوی اختلاف چې د دواړو سیالانو ترمنځ دی هغه د ډاک له لارې د رایو راغونډولو مسله ده. د امریکې فډرل چارواکو د چهارشنبې په ورځ وییلي‌ د ریاست لخوا د ډاک له لارې د رایو اچولو کې د درغلیو هیڅ شواهد نه دي موندل شوي.

د حکومتي چارواکو له لورې د ولسمشر ټرمپ ادعاګانو ته ځواب د هغه وروسته مخې ته راځي چې وییلي وو د پوسټ له لارې رایې ورکول به درغلیو ته لاره هواره کړي.

که څه هم مرستیال صدر مایک پېنس د ولسمشر ټرمپ لخوا د کورونا وایرس په وړاندې د ګامونو اخیستو دفاع وکړه خو ډیرو ویناوالو د کورونا وایرس په اړه یا خو کمې خبرې وکړې او یا یې هم ډیر په لومړیتوب کې نه وې.

او همداراز ډیموکریټان نیوکې کوي چې د ریپیلکن نېشنل کنوینشن کې د کورونا وایرس له کبله د امریکې اقتصاد ته چې کوم په بې ساري‌ ډول زیان رسیدلی، په اړه یې خبرې نه کوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG