په داسې حال کې چې د امریکې د صدارتي انتخاب نتېجې لا واضحه نه دي د سوشل ميډیا کمپنو، ټوېټر او فېس بک، د واک من ريپبلېکن پارټۍ او د حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټۍ د انتخاب په اړه په ممکنه توګه د ناسمو معلوماتو د خپروولو په ضد ګامونه پورته کړي دي او ویلي يې دي چې په دا ډول معلوماتو په سور بېرغ پورته کوي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ ټوېټر د صدر ډانلډ ټرمپ د څلورو ټویټونو د شریکوولو صلاحیت محدود کړو او د لوستونکو پام یې د انتخاب او د دې د امنیت په اړه معلوماتو ته وګرځوولو.
د وي او ای رپورټ وايي په یو ټویټ کې به انتخابي مامورینو د ووټ په شمېره کې د لاس وهنې الزام لګول شوی و. د رپورټ ترمخه په ټویټ کې وېل شوي وو چې کوښښ کېږي چې په پېنسلوېنیا کې د هغه د پنځه لکو ووټونو برتري ختمه کړي شي او هم دغه رنګ په مشېګن او نورو ځایونو کې هم زر تر زره د کوولو کوښښ کېږي.
ټوېټر په دغه ټویټ ولیکل چې د صدر په دغه ټویټ کې ټول یا ځینې معلومات د انتخاب او دشهري عمل په اړه ګمراه کن یا لانجمن دي. د وي او ای رپورټ وايي خو د دې باوجود د ټویټ سره د ویو یا د کتلو لاره هم وه او ټویټ لوستل کېدلی شو.
فېس بک وویل په فېس بک او انسټاګرام په دا یادونه کولی شي چې د ووټوه شمېره لا دوام لري او د چا د ګټی اټکل لا نه دی شوی. فېس بک وویل دغه پیغام به د دواړو امیدوارانو دپاره وي.
د ريپبلېکن پارټۍ صدر ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی. د هغه سره په ووټونو کې مقابله د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن کوي.
د وي او ای رپورټ وايي د انټرنېټ د لویو کمپنو د طرف داسې ډول ګامونه د نوي دور څرګندونه کوي او ښايي چې دوی به د حقایقو او مفروضو په ضد مداخلت کوي د دې باوجود چې مشهور کسان هم خبرې کوي.
د وي او ای رپورټ وايي ټوېټر د ډېموکرېټک پارټۍ د رهبرانو د ټویټونو په اړه هم خبرداری کړی دی.
د سېنټر فار امریکن پراګرس نومې څیړنې ادارې صدر نیرا ټېنډن په یو ټویټ کې وویل جوبایډن په صدارتي انتخاب کې د بریا درشل ته رسېدلی دی.
د دې په ځواب کې ټوېټر وویل ممکنه ده چې ځېنې ووټونه شمېرې ته اړتیا لري.
د وي او ای رپورټ وايی که د انتخاب نتېجې څه هم وي خو د انټرڼېټ د کمپنو د ګامونه په پام کې نیول شوي دي.
د جورجیا ریاست نه کانګرس ته نوي منتخب شوي غړي ټېلر ګرین وویل "مونږ به د غلا مخه نیسو. "
خو ټوېټر دغه ټویټ بلاک کړو او وه یې وېل ځینې ووټونه شمېرې ته اړتیا لري. د دې په ځواب کې ګرین وویل ټوېټر دوی ودرول او سېنسر کول غواړي خو نشي کولی.
اېلېکس سټېموس چې د فېس بک د سکیورټي پخوانی چارواکی او د الېکشن انټېګریټي پارټنرشپ نومې ډلې سره کار کوي، د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې یوې خبري غونډې ته وویل په انټرنیټ د انتخاب په اړه د غلطو معلوماتو د خپرول کېدو یو شمېر کوښښونو کیږي. هغه وویل د دوی ډله ددغو کوښښونو په اړه خبردار پورته کوي او بیا د انټرنېټ کمپنۍ په دې لېبل یا نښان ولګوي او دا ډول د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه نیول کېږي.
سټېوس د صدر په تقریرونو د میډیا او انټرنېټ کمپنو د توجه په اړه تشویش څرګند کړو. هغه وویل د امیدوارانو وېناګانې محدودول به په جمهوري عمل کې مداخله وي. هغه وايي د انټرنېټ کمپنۍ زیاته توجه باید د غلطو معلوماتو مخنیوي ته وکړي.