لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د ریپبلېکن پارټۍ اهم مشران په صدارتي انتخاب کې د درغلۍ د الزاماتو په لړ کې د صدر ټرمپ سره ولاړ دي


مطبوعاتو جوبایډن د انتخاب کامیاب امیدوار بللی دی. صدر ټرمپ لا ماتی نه دی تسلیم کړی
مطبوعاتو جوبایډن د انتخاب کامیاب امیدوار بللی دی. صدر ټرمپ لا ماتی نه دی تسلیم کړی

د واک من ریپبلېکن پارټۍ یو شمېر اهم غړي د صدر ډانلډ ټرمپ سره په دې قانوني جنګ کې څنګ په څنګ ولاړ دي چې د صدر ټرمپ په وېنا څرګندوي چې د صدارتي انتخاب د ووټونو په شمېره کې تر دې حده درغلي شوي ده چې د ډېموکرېټک ګوند امیدوار جو بایډن بلل شوي بریا ختمېدلی شي.

د امریکايي مطبوعاتو د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتی انتخاب کې جوبایډن په غېر رسمي ډول کامیاب بللی دی خو صدر ټرمپ لا ماتی نه دی تسلیم کړی.

جوبایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د صدر ټرمپ ماتی نه تسلیموول د شرمندګۍ خبره ده.

بایډن په وېلمنګټن کې خبریالانو ته وویل د هغه په فکر موجوده صدر د ریپبلېکن پارټۍ ځينې غړي تر څه حد پورې ویرولي دي خو په یو وخت کې یو صدر کېدلی شي او الېکټرل کالج به د ډسمبر په میاشت کې د صدر فېصله وکړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس په کمه شمېره کې غړي او د ګوند پخواني چارواکي په صدارتي انتخاب کې د بایډن ګټه مني.

خو په سېنټ کې ریپبلېکن پارټۍ مشر مېچ مېکانل او په هاوس اف رېپریزېنټېټیوز کې د ګوند مشر کېون مېکارتي ویلي په داسې مهال چې صدر ټرمپ په انتخاب او د ووټونو په شمارلو کې د بې قاعدګیو په اړه مقدمې درج کړي هغه ته نه دي پکار چې په انتخاب کې ماتی ومني.

مېکانل د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل تر څو الیکټرل کالج د صدر فېصله نه وي کړي امیدواران د صدارتي انتخاب په اړه خپل تشویش هر مناسب عدالت ته وړلی شي. هغه وویل دا نه غېر معمولي او نه هم د خبرداري خبره ده.

مېچ مېکانل وویل الیکټرل کالج به په انتخاب کې بریالي امیدوار تعین وکړي او منتخب شوی تن به بیا د جنورۍ په شمله نېټه د صدر په حېث سوګند پورته کړي.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو نه د نهې، سه شنبې، په ورځ په خارجه وزارت کې پوښتنه وشوه چې ایا هغه به په صدارتي انتخاب کې دا وخت کامیاب بلل شوي امیدوار جو بایډن ته اقتدار په انتقال کې مرسته کوي نو هغه وویل د صدر ټرمپ دریمې دورې ته به د اقتدار انتقال په ارامه ډول وشي.

د وي او ای رپورټ وايي صدر ټرمپ تراوسه پورې پنځه مقدمې بېللي دي او د یو شمېر نورو مقدمو لا اورونه نه ده شوي خو څیړونکي وايي که باقي پاتې ځینې مقدمې ټرمپ وه هم ګټي خو په مجموعی توګه د جوبایډن په متوقع ګټه څه اثر نشي غورځولی.

د وي او ای رپورټ وايي جوبایډن صدارت ته د رسېدو دپاره پکار ۲۷۰ نه زیات الیکټرل ووټونو ترلاسه کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي صدر ټرمپ تر اوسه پورې نه خو په صدارتي انتخاب کې ماتی منلی دی او نه یې هم جوبایډن سره د ووټونو په باره کې خبرې کړي دي.

رپورټ وايي په تېرو څلوېښتو کلونو کې په ډانلډ ټرمپ یوازنی صدر وي چې د څلورکلني صدارت یوازې یوه دوره به پوره کړي. صدر ټرمپ د ټوېټر دلارې په انتخاب کې د درغلۍ الزامات لګولي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د یوټا ریاست نه د ريپبلېکن پارټۍ سېڼتر مېټ رامني او د ګوند د کانګرس ځینو نورو غړو بایډن ته مبارکي وکړی ده خو د ريپبلېکن پارټۍ زیاترو نورو مشرانو یا خو د صدر ټرمپ حوصله افزايي کړې او یا یې خاموشي اختیار کړې ده.

سېڼتر لنډسی ګراهم صدر ټرمپ په مخاطب کوولو وویل چې ماتی مه تسلیموه او سخته جګړه وکړه. لنډسی ګراهم وویل مطبوعات د انتخاباتو فېصله نه کوي او که چېرې داس وی نو ريپبلېکن به هیڅ کله صدر نه جوړیدو.

د امریکې مشر حکومتي وکیل یا څارنوال وېلیم بار د وفاقي حکومت د استغاثې وکیلانو ته هدایات جاري کړي چې په انتخاب کې د درغلیو په اړه د باوري الزاماتو تحقیقات دې وکړي. د وي او ای رپورټ وايي داسې الزامات مخې ته نه دي راغلي چې په نتیجه کې یې انتخاب بدل شي.

د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس ځینو پخواني غړو په صدر ټرمپ غږ کړی چې په انتخاب کې ماتې دې تسلیم کړي.

بلخوا جوبایډن د خپل متوقع صدارت دپاره تیاری شروع کړی دی. د هغه مرستیالان وايي کرونا وایرس مخنیوی او د صدر ټرمپ د وخت ځینې اقدامات ختمول یې اولني ترجیحات دي.

XS
SM
MD
LG