د امریکې یو حکومتي وکیل یا څارنوال چې تېره میاشت يې په خپل رپورټ کې د صدر جوبایډن حافظه کمزورې بللې وه او په دغه خبره يې سياسي شخړه راپورته شوې وه، د نهې، سه شنبې، په ورځ د کانګرس یوې کمېټۍ ته حاضر شو چې د خپلې وېنا دفاع وکړي.
خصوصي پراسېکیوټر یا حکومتي وکیل رابرټ هر د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د عدالتي چارو کمېټۍ ته پېښ شو. دا کمېېټي د ۸۱ کلن بایډن د مواخذې په اړه تحقیقات هم کوي.
هر په خپل رپورټ کې د بایډن د حافظې په اړه د خپلې خبرې دفاع وکړه او ويې وېل د صدر د یاداشت په اړه د هغه تجزیه ضروري او منصفانه وه. هغه وویل د بایډن د حافظې په اړه د هغه وضاحت کې يې نه خو څه صفايي وړاندې کړې او نه د صدر په غېر منصفانه ډول بې عزتې کړې.
روېټرز خبري ادارې د هغه مرکې تفصیل لیدلی چې هر د اکتوبر په میاشت کې بایډن سره کړې او بایډن په کې د ټولو نه اول د خپلې حافظې ذکر کوي.
بایډن په مزاحیه انداز کې هر ته وايي چې ځوان سړی دی او دا څه مسله نه ده. په مرکه کې بایډن نه د تېرو وختونو په اړه پوښتنې شوې دي.
د انصاف وزارت ویلي وزارت سره د هر دنده د ګل، دوشنبې، په ورځ سر ته ورسېده.
د هر په رپورټ کې وېل شوي چې هغه به د بایډن خلاف د خفیه دستاوېزاتو د ساتلو په سر الزامات نه لګوي خو وایټ هاوس د بایډن په اړه د هغه په خبرو د غصې اظهار کړی دی.
په رپورټ کې وېل شوي چې بایډن به په مقدمه کې ځان د یو همدرد، نیک نېتې مشر په څېر پېښ کوي چې حافظه يې کمزوري وي.
بایډن د هغه د حافظې په اړه دغه خبره رد کړې او ویلي يې دي چې یاداشت يې سم دي. نایب صدرې کاملاهېرېس ویلي د هر رپورټ په سیاسي بنیادونو تیار کړی شوی دی.
Forum