لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د افغانستان په اړه په امریکايي تګلاره د ملګرو ملتونو د کارپوهانو څرګندونې "ناسمې" بللي


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغه څرګندونې "ناسمې" بللې او ويلي دي چې دا حقایق نه څرکندوي
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغه څرګندونې "ناسمې" بللې او ويلي دي چې دا حقایق نه څرکندوي

د امریکې حکومت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو هغه راپور ته غبرګون ښودلی چې پکې ويلې شوي د امریکا ځیني پالیسۍ د عادي افغانانو، په ځانګړي توګه د میرمنو او ماشومانو د وضعیت د خرابیدو سبب شویدي۔

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغه څرګندونې "ناسمې" بللې او ويلي دي چې دا حقایق نه څرکندوي۔

د رائټرز خبري ادارې ترمخه د ملګرو ملتونو خپلواکو د 14 ماهرینو ډلې د اپريل په 25 مه خپل راپور کې ويلي چې د طالبانو د چارواکو ترڅنګ، امریکا هم د افغانستان د اثاثو د کنګل کولو سره د افغان ښځو د رنځ او کړاو په سېوا کولو کې کردار ادا کړی دی۔

په افغانستان کې مېشت کارپوهان وايي که چېرې په مېرمنو د طالبانو لخوا محدودياتونه دوام ولري او نړېواله ټولنه افغان ولس سره په مستقله توګه مرستي جاري و نه ساتي نو دا به هېواد موجوده او راتلونکې نسل نور هم د تيارو سره مخامخ کړي۔

د امريکې بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د خپلواکو کارپوهانو لخوا جاري شوي هغې رپورټ ته سخت غبرګون ښودلې چې پکې ويلې شوي چې د افغانستان په حقله د امریکا ځينو اقداماتو هم په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت خطرناک کړی دی۔

د رايټرز خبري ادارې ترمخه د ملګرو ملتونو دغه آزادو ماهرینو، د امریکا حکومت په دې ملامته ګرځولی چې د افغانستان مرکزي بېنک د اربونو ډالرو شتمنو په کنګل کولو یې د افغان مېرمنو ژوند نور هم ورتریخ کړی دی۔

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند امریکا غږ ته وویل چې د ملګرو ملتونو د خپلواکو کارپوهانو دا ډله چې د بشري حقونو شورا ته سلا مشورې ورکوي خو د ملګرو ملتونو کار کوونکي نه دي او څرګندونې یې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ د غړیو د نظر سره په ټکر کې دي۔

د بهرنیو چارو وزارت ترجمان امريکا غږ ته ويلي ملګرو ملتونو په عامه توګه د فبروري په 11 مه د صدارتي فرمان هرکلی وکړو او دا یې درک کړه چې دا فرمان د هغو کوششونو یوه برخه ده چې له مخې یې د افغانستان د مرکزي بانک 5۔3 بيلينو ډالرو ته لاسرسی کیږي چې د افغان ولس د خیر خېګړې لپاره دي۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوه امين ستانکزۍ وي او ای ډيوه ته وايي چې د امريکې د اړخه د افغاسنتان بنک شتمنو کنګل کولو، سفارتي اړيکو ختمولو او د ملګرو ملتونو او نړيوال بېنک لخوا افغانستان سره د مرستو لړۍ درېدو له امله د افغان مېرمنو وضېعت ډېر متاثره شوی دی۔

نوموړي زياته کړه چې د مرستوپه لړ کې د افغان مېرمنو ونډه باريزه وه لکه په تعليمي برخه کې، روغتيا په برخه کې، د وړو کاروبارونو او لاسي صنايعو په برخو کې ډېرې مرستې کېدلې چې اکثره به نړيوال بنک، ملګرو ملتونو او د افغانستان بيا رغونې د صندوق له لوري به ترسره کېدلې۔

د ملګرو ملتونو د خپلواکو کارپوهانو له خوا په اعلامیه کې دا هم ويلي شوي چې افغانستان کې د طالبانو جنسيتي برخورد او توپير له کبله د ښځو د حقونو وضعیت ډېر خراب شوی دی۔

ملګرو ملتونو، امريکا او نورو ډېرو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې او د طالبانو لخوا د جينکو په تعليم بندېز او په ښځو لګول شوي محدوديتونه غندلي دي۔

د افغانستان يوه ټولنيزه فعاله عايشه احمدزۍ وي او ای ډيوه ته وايي که چرې طالبانو د منځنۍ درجې جينکو سکولونو پرانستلو او مېرمنو لپاره د کار او معاش ګټلو په اړه ګامونه وا نه خېستل نو دا به د ټولنې په مجموعي ژوند خراب اثر وکړي۔

نوموړې دا هم وويل چې زمونږه هيله هم دغه ده چې حالاتو ته مثبت تغير ورکړي او د دې پرځای چې د مېرمنو سره تاوتريخوالی رامنځ ته کېږي او په دوی محدوديتونه ولګول شي نو که د دې په ځای يو ښه حل لاره ولټولې شي نو دې سره به ستونځه حل شي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د عايشه احمدزۍ وېنا وه چې که چرې دغه محدوديتونه ورځ تربلې سېوا کېږي او د دې دغې جورې ته فکر نه کېږي نو دا په ټولنه کې ستونځې رامنځ ته کوي، امنيتي وضعيت خرابوي ټولنې ته له هر يو اړخه زيان رسوي۔

د ملګرو ملتونو د خپلواکو کارپوهانو د رپورټ په اړه د طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي سره د خبرو کولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو۔

په دې خبر کې ځيني معلومات د امريکا غږ پښتو څانګې څخه اخيستل شوي دي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG