لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د انساني حقونو په صورتحال امریکې تشویش څرګند کړی


د انساني حقونو یو فعال وايي دا مهال په افغانستان کې مېرمنې، احتجاج کوونکي او خبریالان په خپلسرې توګه بندي کړل شوي، د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو له کسانو غچ اخیستل شوی، د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه زیات شوي دي
د انساني حقونو یو فعال وايي دا مهال په افغانستان کې مېرمنې، احتجاج کوونکي او خبریالان په خپلسرې توګه بندي کړل شوي، د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو له کسانو غچ اخیستل شوی، د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه زیات شوي دي

د امریکې بهرنیو چارو وزارت پخپل کلیز رپورټ کې په افغانستان کې د بشري حقونو په صورتحال اندېښمني څرګنده کړې او ويلي یې دي چې د 2021 په مهال د پخواني افغان حکومت غړو،‌ طالبانو او نورو ډلو په بشري ځورونو کې لاس درلود۔

که څه هم په دې رپوټ کې تېر افغان حکومت هم په ځینو بشري سرغړونو تورن شوی خو وايي له کله چې طالبان واکمن شوي وسله والو یې ګڼ شمېر کسان یې په مبینه توګه په غچ کې وژلي دي۔

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد امریکايي رپورټ ناسمه بللی دی.

د بشري حقونو افغان فعالان وايي چې افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو کې ورځ تربلې زياتوالې لیدل کېږي ځکه چې طالبان د عمومې بخښنې خپل اعلان ته ژمن نه دي پاتې شوي۔ دوی وايي ترڅو چې طالبانو بشري حقوونه نه وي خوندي کړي او د خپلو هېوادولو مشروعيت يې نه وي ترلاسه کړی نو نړۍ به يې چېرې هم په رسمي ډول و نه پېژنې او ستونځي به يې نورې هم سېوا شي۔

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت پخپل وروستني رپورټ کې ويلي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې «یوناما» او د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې باوري راپورونه تر لاسه کړي چې طالبانو د تېر افغان حکومت او پوځ د 100 نه سېوا تنان وژلي، ځورولي او تښتولي دي۔

د رپورټ په حقله په سويډن کې مېشت د افغانستان د حقونو د څار بنسټ مؤسس غړی زمری تميم خان وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو لخوا اعلان شوې عمومې بخښنه باندې عمل نه کېږي ځکه په هېواد کې د بشري حقونو سرغړونو کې ورځ تربلې زياتوالې کېږي۔

نوموړي زياته کړه چې طالبانو هېڅ کله هم په خپلو وېناو عمل نه دی کړی او په عمل کې دوی برخلاف د خپلو خبرو نه دوی ډېر ناوړه کړنې کړي دي۔

زمری تميم خان وي او ای ډيوه ته وويل " حتی تر 6000 پورې د افغانستان د پخواني پوځ او دولتي مامورين دوی (طالبانو) په مختلفو ډولونو شېکنجه کړي او بيا يې برامته کړي دي، نو دا ټول د دې سبب ګرځي چې د طالبانو د حکومت په رسمي ډول پېژندل نور هم ستونځمن کړي ځکه چې دوی په خپلو خبرو او عمل کې ډېر زيات فرق لري."

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د دې رپوټ د وړاندې کولو په مهال ويلي په افغانستان کې د طالبانو واک یو بشري ناورین جوړ کړی، وایي د دوی دا کار په دې هېواد کې په جدي ډول د بشري حقونو د کمزورۍ سبب شوی۔

نوموړي زياته کړې چې مېرمنې، احتجاج کوونکي او خبریالان په خپلسرې توګه بندي کړل شوي، د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو له کسانو غچ اخیستل شوی، د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه زیات شوي دي۔

بلخو نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپل يو څېړنیز رپوټ کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په اولنيو شپږو میاشتو کې تقریباً 500 د تېر حکومت چارواکي او کارکوونکي وژل شوي او تښتول شوي دي چې وایي ښځې پکې هم شاملې دي۔

د طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد په ټويټر ليکلي چې د اسلامي امارت له خوا عمومي بخښنه اعلان شوې او هیڅ مجاهد حق نه لري له چا څخه انتقام واخلي، نوموړي زياته کړې چې نیویارک ټایمز هڅه کوي په داسې بې بنسټه راپورونو سره د افغانانو ترمنځ تربګنۍ او دښمنۍ و پاروي۔

ذبیح الله مجاهد د ټوېټر دلارې په امریکايي رپورټ خپل دریځ کې ووېل "په افغانستان کې هغه مهال د بشر حقوق ضایع وو چې امریکايي اشغالګرو او ملاتړو یې په ورځ کې تر ۲۰۰ افغانان وژل، کورونه یې بمبارول، په ښځو او ماشومانو یې چاپې وهلې."

د امنيتي ستونزو له امله د نوم نه ښکاره کولو په شرط په افغانستان کې مېشته د بشري حقونو يوه فعاله وي او ای ډيوه ته وايي که چرې طالبان غواړي چې دوی په رسمي ډول وپېژندلې شي نو د بشري حقونو خوندي کولو سره به د هېواد دننه د خلکو مشروعيت ورته ترلاسه کول وي۔

مېرمنې دا هم وويل چې که طالبان قانون د پښو لاندې کوي او خلکو سره سم چلند نه کوي نو دا د ملت او د دولت په منځ کې توفير راوړي۔

هغه وايي ډيوه ته وايي: "تر څو چې طالبان له خپلو خلکو سره مشروعيت وانخلي زه مطمئن يم چې هغه نړيوال هېوادونه به هم په رسميت يې ونه پېژني او ستونځي به يې ورځ تر ورځ مخ په زياتېدو وي.


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG