لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ د خواهشمندو اميدوارانو اخېرۍ مباحثه سبا ده


د ريپبلېکن پارټۍ مباحثې دپاره یوازې څلورو امیدوارانو اهلیت ترلاسه کړی دی. یوه میاشت مخکې پينځه امیدواران په سټېج ولاړ وو. دا به د سږ کال اخېرۍ مناظره وي
د ريپبلېکن پارټۍ مباحثې دپاره یوازې څلورو امیدوارانو اهلیت ترلاسه کړی دی. یوه میاشت مخکې پينځه امیدواران په سټېج ولاړ وو. دا به د سږ کال اخېرۍ مناظره وي

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمندو امیدوارانو اخېرۍ مباحثه د شورو، چهارشنبې، په ورځ کېدونکي ده چې څلور امیدواران به په کې شرکت کوي.

د مناظرې په اړه خپل رپورټ کې د وي او ای خبریاله کېرولېن پرسوټي وايي هر امیدوار به کوښښ کوي چې ځان د نورو نه جدا یا ځانګړی ثابت کړي او د اینده کال د نومبرپه میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کړی شي.

په صدارتي انتخاب کې د ریپبلېکن پارټۍ نامزد امیدوار به د ډېموکرېټېک پارټۍ موجوده صدر جوبایډن سره مقابله کوي.
د ريپبلېکن پارټۍ مباحثې دپاره یوازې څلورو امیدوارانو اهلیت ترلاسه کړی دی.

یوه میاشت مخکې پينځه امیدواران په سټېج ولاړ وو. دا به د سږ کال اخېرۍ مناظره وي. اینده کال به پرایمریز شروع کېږي، د دواړو پارټیو دننه د صدارتي انتخاب دپاره د امیدوار د غوره کولو مرحله وي.

صدر جوبایډن
صدر جوبایډن

د مناظرې ګډوان وال به کوښښ کوي چې ځان د پخواني صدر او د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ نه ځانګړی پېښ کړي. د مقبولیت په لحاظ ټرمپ د ریپیبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمندو نورو امیدوارانو نه مخکې ګڼل کېږي، د دې باوجود چې د ګوند په یوه مباحثه یا مناظره کې يې هم شرکت نه دی کړی.

توقعو ده چې د ريپبلېکن پارټۍ په صدارتي مباحثه کې به د نیوجرزي ریاست پخوانی ګورنر کرېس کرېسټي، د فلورېډا ریاست ګورنر ران ډي سېنټس او د ملګرو ملتونو دپاره د امریکې پخوانۍ سفیره نيکي هېلي شرکت کوي.

که څه هم ټرمپ دا مهال په عدالتونو کې د یو شمېر مقدمو کې ښکيل دی، د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ د نورو اميدوارانو نه وړاندې ګڼل کېږي.

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ
پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ

د تېرې هفتې د یوې سروی ترمخه، ټرمپ د ډي سېنټس او د هېلي نه ۶۰ فیصد وړاندې دی. دا به څلورم ځل شي چې ټرمپ به د ريپبلېکن پارټۍ به مباحثه کې نه وي.

په مباحثه کې به د حماس په ولکه کې د هغو یرغمال کسانو په اړه بحث نوي خبره وي چې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل حمله کې حماس نیولي دي.

د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمند د اسرایل د حمایت په اړه د ګوند د تګلارې سره اتفاق لري.
د شورو، چهارشنبې، په شپه مباحثه به دوه ګنټې دوام لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG