لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ریپبلکن نېشنل کنوینشن لومړۍ ورځ


صدر ټرمپ
صدر ټرمپ

د ۲۰۲۰ ريپبلکن نشنل کنوینشن نن د اګسټ په ۲۴ نیټه په رسمي ډول د نارت کارولینا شارلټ ښار کې پیل شو چې د سهار ۹ بجو نه د ماسپښین تر ۱ پورې به د ريپبلکن ګوند ۳۳۶ راغلي استازي به سره لیده کاته کوي او بیا وروسته د شپې به ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د خپل ګوند کاندید ډونلډ ټرمپ، سره د مرستیال صدر مایک پینس په رسمي ډول ونوموي.

تمه ده چې دواړه ولسمشر ټرمپ او مایک پينس به هم دې غونډې کې په فزیکي‌ توګه ګډون او وینا وکړي. همداراز ټاکل شوی ده چې ولسمشر ټرمپ به ريپبلکن ملي کنوینشن په هره شپه وینا وکړي. هغه به هره شپه د ډیموکرېټ ګوند پروګرامونو ته ځواب وايي چې هغوي د ډونلډ ټرمپ مشرتابه د کورونا وایرس د روان کړکیچ او په تیزي خوریدو لپاره ګرم بلي.

د ريپبلکن ګوند ګڼ شمېر استازي شارلټ ښار ته را رسیدلي. د امریکې هوايي ایالت څخه راغلې استازې شېرلین اوسټروف وايي د کورونا وایرس نه وروسته یې دا لومړی سفر دی. "زمونږ اقتصاد ته لوی زیان دی، ټوریسټ یا سیلګر نه لرو، رسټورانټونه ټرلي دي او خلک وايي دا حالت دوام نشي موندلی."

همداراز د اوریګون څخه راغلې یوه استازې میشېل هونل وايي: زه د ولسمشر ټرمپ ملاتړې یمه، د ۲۰۱۶ کال راهسې یې ملاتړې یمه ځکه چې زه باور لرمه چې هغه د دې هیواد لپاره صحیح ولسمشر دی. زه به کله هم خپله رایه بدله نه کړم چې جوبایډن ته رایه ورکړم.

تېره هفته د ډېموکرېټک پارټۍ خپل قامي کنوېنشن کې جوبایډن خپل صدارتي امیدوار غوره کړو چې د صدر ټرمپ سره به په ووټونو کې مقابله کوي
تېره هفته د ډېموکرېټک پارټۍ خپل قامي کنوېنشن کې جوبایډن خپل صدارتي امیدوار غوره کړو چې د صدر ټرمپ سره به په ووټونو کې مقابله کوي

د سې شنبې یا نهې په ورځ، د اګسټ په ۲۵ او د کنوینشن په دویمه ورځ تمه کیږي چې لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ او د ټرمپ مشر اولادونه به د سپینې ماڼۍ روز ګارډن څخه ویناوې وکړي.

د ټرمپ زوم او لوړ پوړی سلاکار جیرډ کوشنر هم امکان لري خبرې وکړي.

د چهار شنبې یا شورو په ورځ، د اګسټ په ۲۶ او د کنوینشن په دریمه ورځ به مرستیال ولسمشر مایک پینس د بالټیمور ښار د مک هنري فورټ څخه خپله وینا وړاندې کړي.

د پنجشنبې یا زیارت په ورځ، د اګسټ په ۲۷مه نیټه او د کنوینشن په وروستۍ ورځ به د رپیلیکن پارټۍ نیشنل کنوینشن ته په خپله ولسمشر ټرمپ د گوند لخوا په رسمي توګه د نامزدګي قبولولو وینا وکړي. په خپله رسمي وینا یا تقریر کې به صدر ټرمپ د ملک دننه سیاست او بهرنۍ تګلارې اهم ټکي بیان کړي. دغه تقریر یا وینا به صدر ټرمپ د سپینې ماڼۍ څخه وکړي.

د کنوینشن څخه یوه ورځ له مخه د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې پرېس کنفرنس ته وویل چې د دوي ادارې د کووېډ-۱۹ علاج لپاره په بېړني توګه د وینې د پلازما کارولو اجازت ورکړ.

هغه په داسې حال کې چې دا فیصله یې "یو واقعي تاریخي اعلان" وباله، د کروناوایرس بیمارانو ته د وینې د پلازما ورکولو په برخه کې د وفاقي انتظامیې جاري شوې اجازت نامه وستایله. هغه وویل چې په دې سره به د کرونا وایرس د "بې شمېره" بیمارانو ژوند وژغورل شي.

د ډیموکراټیک ګوند کنوینشن هم چې د اګسټ پر ۱۷ نیټه پیل شوی وو او بیا پر ۲۰ مه نیټه پای ته ورسید.

د امریکې پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن چې تقریباً نیمه پېړۍ یې د امریکا په سیاست کې تېره کړې د اګسټ په ۲۰مه په رسمي توګه د ډیموکرېټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته امیدوار شو او د امریکا خلکو ته یې وویل چې همدا وخت دی چې د ریپبلن ګوند ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته ماتې ورکړي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG