د امریکې، فرانس او روس خارجه وزیرانو په مشترکه بیان کې د نګورونو کاراباخ په سر د ازربایجان او ارمینیا د جنګ غندنه کړې او په دواړو ملکونو یې د ډز بندۍ غږ کړی دی.
د ارګنایزېشن فار سکیورټي اېنډ کواپرېشن ان یورپ د منسک ډلې غړو هېوادونو په حېث چې د نګورونو کاراباخ د مسلې امن ناکه حل د راویستلو ذمه واري په غاړه لري، د درویو واړو ملکونو خارجه وزیرانو د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل په نګورنو کاراباخ او د دغه سیمې نه بهر په ملکي هدفونو حلمې د سیمې د ثبات دپاره خطر راولاړوي.
د ملګرو ملتونو ترمخه د ارمینیا او ازریایجان په جنګ کې تر اوسه پورې د ۴۰ نه زیات ملکي کسان وژل شوي، د ۲۰۰ نه زیات زخمیان شوي او په سلګونو کورونو ته زیان رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو ترجمانې سټېفني ډوریجک د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل په جنګ کې په ښکیلو فریقېنو غږ کوی چې د انساني حقونو د نړیوالو قوانینو احترام دې وکړي، ملکي خلک او غیر پوځي بنیادي اسانتیاوې د دې د زیان نه محفوظې وساتي.
د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ډپټې سېکریټري اف سټېټ سټیون بېګن د ګل، دوشنبې، په ورځ د ارمینیا او د ازربایجان خارجه وزیرانو سره په ټېلې فون خبرې وکړې او غږ یې پرې وکړو چې په سمدستي ډول دې جنګ بندي وکړي.
د ارمینیا او ازربایجان د خارجه وزیرانو سره د ښاغلي بېګن د خبرو په اړه د امریکې د خارجه وزارت ترجمانې مورګن اورټېګس وویل د نګورونو کاراباخ د مسلې حل په جنګ کې نشته.