لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس انټرنیټ دلارې د امریکې په صداراتي انتخاباتو کې لاس وهنه کړې


 د نیشنل انټیلیجنس ډریکټر جیمز کلیپر د ښاغلي ټرمپ د څرگندونو سره اتفاق نه کوي. جیمز کلیپر د سنیټ کمیټۍ ته وویل پالیسي سازان او په خصوصي توگه تر ټولو مشر پالیسي ساز کولی شي چې استخباراتي معلومات د صحت مندانه تنقید سره مخاخ کړي خو هغه زیاته کړه په تذلیل او په مثبت تنقید کې فرق دی
د نیشنل انټیلیجنس ډریکټر جیمز کلیپر د ښاغلي ټرمپ د څرگندونو سره اتفاق نه کوي. جیمز کلیپر د سنیټ کمیټۍ ته وویل پالیسي سازان او په خصوصي توگه تر ټولو مشر پالیسي ساز کولی شي چې استخباراتي معلومات د صحت مندانه تنقید سره مخاخ کړي خو هغه زیاته کړه په تذلیل او په مثبت تنقید کې فرق دی

د امریکې د استخباراتي ادارو مشرانو د کانگرس یوې ډلې ته ویلي روس د انټرنیټ دلارې د کال ٢٠١٦ م په صدارتي انتخاباتو کې لاس وهنه کړې ده.

د استخباراتي ادارو مامورینو سینټ یا د کانگرس د ایوان بالا د فوجي چارو یا د ارمډ سرویسزکمیټۍ ته وویل داسې ښکارې چې د امریکې په انتخاباتو باندې د انټرنیټ دلارې د حملو منظوري په لوړه کچه روسي چارواکو ورکړې وه.

خو نو منتخب صدر ډانلډ ټرمپ چې د جنورۍ د میاشت په شلمه نیټه به د خپلې چوکۍ سوگند پورته کوي، په انتخاباتو کې د روس د لاس وهنې په خبره شک کوي. د نهې، سه شنبې، او د شورو، چارشنبې، په ورځ په ټویټر خپلو پیغامونو کې ډانلډ ټرمپ وویل د امریکې استخابارتي اداره سي ايي ای، د هیواد دننه د تحقیقاتو اداره ایف بي ايي او نورې اړونده حکومتي ادارې په هیکنگ کې د ماسکو د مداخلت څه ثبوت نه لري.

خو د نیشنل انټیلیجنس ډریکټر جیمز کلیپر د ښاغلي ټرمپ د څرگندونو سره اتفاق نه کوي. جیمز کلیپر د سنیټ کمیټۍ ته وویل پالیسي سازان او په خصوصي توگه تر ټولو مشر پالیسي ساز کولی شي چې استخباراتي معلومات د صحت مندانه تنقید سره مخاخ کړي خو هغه زیاته کړه په تذلیل او په مثبت تنقید کې فرق دی.

د نورو استخباراتي ادارو مشران هم په دې خبره متفق وو چې روس په نومبر کې د امریکې د صدارتی انتخاباتو نه وړاندې د ډیموکریټک پارټۍ دستاویزاتو ته د هیکنگ یا په غیرقانوني توگه لاس رسايي کړې وه چې راز يي ویکي لیکس نومې ویب پاڼې افشا کړو خو نیشنل انټیلجنس ډریکټر جیمز کلیپر وویل په ووټونو ددې راز د افشا کیدو د اثر اندازه لگول گرانه ده.

د روس نه علاوه ښاغلي کلیپر وویل چین هم د امریکې خلاف سائیر ایسپیناج یا د انټرنیټ دلارې جاسوسي کړې ده خو په کال ٢٠١٥ کې په دې لړ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د یوې معاهدې ورسته په دې کمی راغلی دی.

صدر براک اوباما استخباراتي مامورینو ته امر کړې چې د کال ٢٠٠٨ راهسې شوو صدارتي انتخاباتو ته کتنه وکړي چې روس خو پکې لاس وهنه نه ده کړې. د ډیموکریټک پارټۍ سره تعلق لرونکې براک اوباما په وړمبي وار په کال ٢٠٠٨ کې صدارتي ووټونه وگټل.

د سنیټ د ارمډ سرویسزکمیټۍ مشري د ریپلیکن پارټۍ سنیټر جان میکین کوي. هغه وايي پکار ته ده چې روس ته د هیکنگ جواب ورکړی شي. هغه وايي دا هیکنگ د ماسکو د طرفه د واشنگټن خلاف د جنگ یو اقدام دی.

خو صدر منتخب ډانلډ ټرمپ چې هم د جان میکن په رنگ د ریپلیکن پارټۍ سره تعلق لري په مستقل ډول د روسي صدر ولادیمیر پوټن ستاینه کوي. ډانلډ ټرمپ د ولادیمیر پوټن په دې هم ستاینه کوي چې د صدر براک اوباما د روسي سفاراتکارانو د واشنگټن نه ویستلو په جواب کې يي امریکايي سفاراتکاران د ماسکو څخه نه دي ویستلي.

ډانلډ ټرمپ په خپله کابینه کې د خارجه وزیر یا فارن سیکیرټري د منصب دپاره ریکس ټیلرسن نامزد کړی دی چې ولادیمیر پوټن سره د نژدې تعلق لري او په روس کې يي درنه سرمایه کاري کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG