لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او روس د دفاع وزیرانو د اوکراین په اړه خبرې کړي


لواېډ اسټن
لواېډ اسټن

په تېرو څو میاشتو کې په لومړي ځل د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن او د روس د دفاع وزیر سرګی شوېګو د جمعې په ورځ په اوکراین کې د جنګ په اړه په ټېلې فون خبرې وکړې.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان ترمخه، لواېډ اسټن په دې خبره ټینګار وکړو چې په اوکراین کې د جنګ باوجود دې د رابطو لارې خلاصې وساتل شي.

د روس حکومت، کرېملن وویل دواړو خواو د امن او امان په نړیوالو مسلو او په اوکراین کې په صورتحال خبرې وکړې.
د امریکې او روس د دفاع وزیرانو د دې نه مخکې د می په 13 نېټه خبرې کړې وې او لواېډ اسټن په اوکراین کې د جنګ بندۍ غوښتنه کړې وه.

د اسټن او شوېګو تازه خبرې اترې په داسې حال کې وشوې چې کرېملېن دا څرګندول غواړي چې خبرو اترو یې لاره خلاصه کړې ده.

د کرېملن ترجمان دمتري پېکسوف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د روس صدر ولادېمیر پوټن د شروع راهسې مذاکراتو ته تیار دی.

روس د دفاع وزیر سرګی شوېګو
روس د دفاع وزیر سرګی شوېګو

پېسکوف وویل په اوکراین کې د "خصوصي پوځي اپرېشن" د شروع کېدو نه مخکې هم پوټن د امریکې او نېټو سره خبرو شروع کولو ته تیار و. روسي چارواکي په اوکراین د روس یرغل د پوځي عملیاتو په نوم یادوي.

هم د جمعې په ورځ د ترکي صدر رجب طیب اردوان هم د مذاکراتو په اړه امید څرګند کړو او ویې وېل صدر پوټن "ډیر نرم" او خبرو ته "ازاد" لیدل کېږي.

د امریکي او نېټو چارواکو ویلي چې په اوکراین کې جنګ زر تر زره هغه وخت ختمیدی شي چې پوټن د اوکراین نه روسي ځواکونه وباسي، خو پوټن تراوسه د دې نه ډډه کړې ده.

مغربي چارواکي وايي چې د مفاهمت شرایط باید چې د اوکراین دپاره هم د منلو وړ وي. اوکراین ټولې سيمې بېرته اخیستل غواړي چې روس نیولي، چې پکې د کرایمیا علاقه هم شامله ده. روس په 2014 کې کرایمیا ضم کړې ده.

ماسکو تېره میاشت د اوکراین څلور علاقې د ځان سره ضم کړي او د بېرته ورکولو نه یې انکار کړی دی.

د اوکراین صدر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي ترڅو چې صدر پوټن په حکومت کې دی د ماسکو سره به مذاکرات و نه کړي.
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د جمعې په ورځ د فرانس هم منصبې کېترین کلونا سره مشترکه خبري کانفرنس ته وویل داسې څه نخښې نښانې نه ویني چې صدر پوټن په "با معنا سفارتکارۍ" کې ښکېلېدل غواړي.

بلخوا د اوکراین ځواکونو وویل د جمعې په ورځ یې په خېرسن سیمه کې د روسي ځواکونو په مقابل کې ګټې ترلاسه کړي دي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او ای خبریالانو مارګرېټ بشیر، کارل باب او د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG