لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ایران د تېلو مصنوعاتو په خرڅون کې د مرستې په سر امریکې په یو شمېر غیر ملکي کمپنو پابندۍ لګولي


د رویټرز خبري ادارې ترمخه د امریکې د خزانې وزارت وویل د بندیزونو هدف شوي کمپنیۍ د ایران پرشين ګلف پېټرو کېمیکل کمرشل نومې کمپنۍ په مشرقي اېشیا کې د ایران د تېلو مصنوعات د خرڅولو دپاره استعمالولې

امریکې د چین، متحده عرب امارات، هانګ کانګ او د سنګاپور د هغو کمپنو په ضد د ګل، دوشنبې، په ورځ د اقتصادي بندیزونو اعلان وکړو چې په مشرقي اېشیا کې د ایران د تېلو مصنوعاتو په خرڅون کې پرې د مرستې الزام لګول شوی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د امریکې د خزانې وزارت وویل د بندیزونو هدف شوي کمپنیۍ د ایران پرشين ګلف پېټرو کېمیکل کمرشل نومې کمپنۍ په مشرقي اېشیا کې د ایران د تېلو مصنوعات د خرڅولو دپاره استعمالولې.

د رپورټ ترمخه، د دغو کمپنو دلارې ایران د بېلینونو ډالرو مالیت مصنوعات خرڅ کړي دي.

د امریکې د خزانې وزارت د وېب پاڼې ترمخه د بندیزونو سره مخامخ کړی شویو کمپنو کې څلور د هانګ کانګ، یوه کمپني د متحده عرب امارات او یوه کمپني د سنګاپور ده.

د رپورټ ترمخه امریکايي اقدام د هغو کوښښونو تازه برخه ده چې په ایران د امریکې د بندیزنو سره سم ایران د تېلو او تېلو د مصنوعاتو نه د مالي ګټې مخه نیول غواړي.

د امریکايي اقدام په نتيجه کې به په امریکا کې د دغو کمپنیانو اثاثې منجمد کړی شي او امریکایان به ورسره کاروباري لېن دېن نشي کولی، د خلاف ورزۍ په صورت کې به دوی هم د بندیزونو ښکار کېږي.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي ایران سره د کال ۲۰۱۵ اېټمي معاهده د بحالولو په امید د امریکې صدر جو بایډن په هغو چینايي کمپنو بندیزونه پورې کولو کې زیاته دلچسپي نه لري چې ایران سره د تېلو یا د تېلو د مصنوعاتو لېن دېن کوي.

د ایران د اېټمي معاهدې هدف د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیول دي. ایران تر اوسه وايي اېټمي پروګرام یې د وسلو تیارولو دپاره نه دی.

د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې خپل ملک د ایران د اېټمي معاهدې نه وېستلی و. د هغه دریځ و چې دغه معاهده ناقصه ده او د وسلو ترلاسه کولو په لړ کې د ایران مخه نه نېسي.
د صدر بایډن حکومت د ایران اېټمي معاهده بحالولو دپاره کوښښونه شروع کړي دي خو دغه هلې ځلې لا نه دي کامیابې شوې.

د امریکې د خزانې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتي چارو مسول براین نېلسن وویل د ایران اېټمي معاهدې ته بېرته د ورتګ دپاره امریکې خپل سفارتي کوښښونه دوامداره ساتلي دي.

ښاغلي نېلس په یو بیان کې وویل ترڅو ایران په معاهده په مکمله توګه نه وي عملي کړي او د معاهدې د لاندې خپلې ژمنې یې نه وي پوره کړي امریکا به د ایران د تېلو غیرقانوني خرڅون په ضد بندیزونه عملي کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG