لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ د ايراني احتجاج کونکو خلاف د طاقت په استعمال امریکې د ايران په چارواکو بندېزونه لګولي 


مظاهرې د دويشت کلنې مهسا اميني د پولیس په ولقه کې د مرګ په غبرګون کې شروع شوې دي. امیني د ایران اخلاقي پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب یې سم نه و په سر کړی
مظاهرې د دويشت کلنې مهسا اميني د پولیس په ولقه کې د مرګ په غبرګون کې شروع شوې دي. امیني د ایران اخلاقي پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب یې سم نه و په سر کړی

د امريکا حکومت د ايران په اووه لوړ پوړو چارواکو بندېزونه لګولي چې د مظاهرو په وخت کې يې انټرنټ بند کړی او د احتجاج کونکو خلاف يې طاقت استعمال کړی.

مظاهرې د دويشت کلنې مهسا اميني د پولیس په ولقه کې د مرګ په غبرګون کې شروع شوې دي. امیني د ایران اخلاقي پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب یې سم نه و په سر کړی.

د امريکا د خزانې وزارت د ايران د داخله چارو په وزير احمد واحدي، د مواصلاتو وزير عيسا زاريپور او په پينځو نورو امنيتي چارواکو بندېزونه لګولي.

وزير خارجه اينټوني بلېنکن په يو بيان کې ويلي “امريکا د 22 کلنې مهسا اميني چې د مذهبي پوليس په ولقه کې مړه وه د پاره د راوتلو احتجاج کونکو خلاف د طاقت په استعمال د ايراني حکومت غندنه کوي. د ايران حکومت د رای د ازادۍ او د پرامن مظاهرې د حق په ضد طاقت استعمال کړی”.

د خزانې معاون وزير براين نېلسن ويلي “د اظهار د ازادۍ او پرامن مظاهرو حق د خلکو د ازادۍ او عزت نفس بنيادي ضمانت دی. امريکا د ايراني حکومت غندنه کوي چې انټرنټ يې بند کړی او د مظاهره کونکو خلاف د طاقت استعمال کوي. امريکا به د هغه ټولو چې په دې عمل کې په هر رنګ کې ککړ دي خلاف د ګامونو اخستلو نه به په شا نه شي”.

د بندېزونو په نتيجه کې د يادو اووه چارواکو چې څومره اثاثې په امريکا کې وي به کنګل کړل شي، دوی به هيڅ مالي لېږل رالېږل نه شي کولی او هيڅ يو امريکايي به د دوی سره څه قسم ورکړه راکړه نه شي کولی”.

د خزانې وزارت وايي واحدي په ايراني امنيتي ځواکونو سترګې پټې کړي چې د مظاهرو د بندولو د پاره ګمارل شوي.

وزارت وايي کم نه کم په لسګونو مظاهره کونکي وژل شوي او ژوبل کړل شوي او دا چې “واحدي احتجاج کونکو چې د ريجيم خلاف لګيا دي ته په ښکاره ګواښ کړی او د امنيتي ځواکونو د ظالمانه سلوک دفاع يې کړې ده”.

ياد وزارت ويلي زاريپور د ايراني حکومت د انټرنټ د بندولو په شرمناک کار کې شريک دی چې په ميلنونو ايرانيانو ته يې سروس بند کړی او تمه يې دا وه چې د دې سره به په مظاهرو کې کمی راشي.

وزارت وايي هغه څرګنده کړې چې دا کار به تر هغې روان وي تر څو چې مظاهرې روانې وي.

دا بندېزونه د ولسمشر بايډن د هغې بيان نه وروسته ولګېدل چې هغه ويلي وو “امريکا د ايراني ښځو او ولس مله ده چې په خپل جرآت يې نړۍ حيرانه کړې ده. مونږ به د ايرانيانو د ازادو مظاهرو د حق ملاتړ روان ساتو”.

د ايران مذهبي مشر ايت الله خامينايي د روانو مظاهرو په اړه ويلي وو دا د امريکا او اسرايل په پلان ترتيب شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG