امریکې د اسلامک ريپبلک اف ایران براډکاسټنګ په شپږو لوړ رتبه مامورینو بندیزونه لګولي دي چې د سلګونو په شمېره کې د هغو ایرانیانو په زور اخیستل شوي اعترافي بیانونه یې نشر کړي چې خپلوان يې د حکومت په ضد مظاهرو کې وژل شوي دي.
بلخوا د انساني حقونو نړیوالو تنظیمونو غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه دې په ایران فشار واچوي چې د حکومت خلاف د مظاهرو په سر ګرفتار احتجاج کونکو ته د مرګ سزاګانې نه ورکوي او نه هم دغه سزاګانې عملي کړي.
د ایران عدليي ویلي په تېرو دوو میاشتو کې د حکومت په ضد د مظاهرو په لړ کې نیول شویو پېنځو کسانو ته د اتوار، یکشنبې، په ورځ د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.
په اوسلو، ناروی، کې مېشته د ایران هیومن رایټس نومې تنظیم ډرېکټر محمود امیري وي او ای ته په یو پېغام کې وویل د ایران حکومت سزای موت خلکو د ویرولو دپاره او د حکومت اختیار د منلو دپاره استعمالوي. خو د وي او ای رپورټ وايي د حکومتي اقداماتو باوجود په ایران کې د هېواد په کچه احتجاجونو کې په لویه کچه خلکو شرکت کړی دی.
په ایران کې ورستي احتجاجونه د اخلاقي پولیس په ولکه کې د مهسا امیني د مرګ نه وروسته شروع شوي دي. پولیس هغه په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی.
د انساني حقونو تنظیمونه وايي د ایران په مظاهرو کې په سلګونو کسان وژل شوي او په سلګونو کسان امنیتي ځواکونو ګرفتار کړي دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ امریکې د اسلامک ريپبلک اف ایران براډکاسټنګ نشریاتي په شپږو مامورینو بندیزونه اعلان کړل. په دوی الزام دی چې د هغو کسانو په زور اخیستل شوي اعترافي بیانونو په نشر کولو يې کردار ادا کړی دی چې خپلوان يې د حکومت په ضد مظاهرو کې وژل شوي دي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه امریکايي چارواکي وايي ایراني مامورینو داسې مرکې نشر کړي چې خلکو په ویلي خپلوان يې په تېرو څو کلونو کې د حکومت مخالفو مظاهرو په مهال د امنیتي ځواکونو په ډزو نه بلکې په حادثاتي توګه مړه شوي دي.
د امریکې د خزانې وزارت د ترهګرۍ ضد او مالي استخباراتو څانګې مشر براین نېلسن په یو بیان کې وویل چې د ایران حکومت په منظمه ډول په زور اخیستل شوو اعترافونو انحصار کوي چې ښښي حکومت نه خو خپلو شهریانو ته او نه هم نړیوالې ټولنې ته حقیقت وايي.
هغه وویل امریکا به د انساني حقونو د خلاف ورزیو او د ایراني ولس اواز د سېنسر په سر د ایراني مامورینو احتساب ته دوام ورکوي.
د اسلامک ریپبلک اف ایران براډکاسټنګ په 2013 کې په تور فهرست کې شامل کړی شوی دی.
د امریکي د خزانې وزارت د شپږو واړو ایراني مامورینو نومونه څرګند کړي دي. په دغو کسانو کې دوه، علي رضواني او امینی سادات ذبیحپور، تفتیش کوونکي خبریالان بلل شوي دي.
د وي او د رپورټونو نه دا نه معلومېده چې د امریکايي اقدام په جواب کې د ایران څه ردعمل و خو ایراني مامورین په ایران د امریکې د بندیزونو مخالفت کوي. ایراني چارواکي دا هم وايي چې امریکا او نور مغربي ملکونه په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو ته لمن وهي.
یادونه: د دې رپورټ معلومات د وي او ای د رپورټونو نه اخیستل شوي دي