د امريکا د دفاع وزير ويلي د دې وونۍ په وروستيو کې به خپلو پلويانو ته وايي چې د ايران د خطر په مقابل کې د سعودي عرب د دفاع ملاتړ وکړي.
د سعودي عرب د سفر په موقع مارک اېسپر ويلي دا د امريکا د پراخه پلان برخه ده چې نيټو اتحاديان د خليج په دفاع کې نوره ذمه واري قبوله کړي. مارک اېسپر وويل امريکا د نورو هېوادونو نه غواړي چې سمندري جهازونه، جنگي الوتکې او د هوايي دفاع سېسټمونه يادې سيمې ته وروليږي.
امريکا د مخکې نه د پيټرياټ ميزايلو بيټريانې، په درځنونو جنگي الوتکې او نور هوايي مرستې سعودي ته د لېږلو فيصله کړې ده. ښاغلي اېسپر په خپل سفر کې د يوې پيټرياټ بيټرۍ په يو پوځي مرکز کې کتنه هم وکړه.
مارک اېسپر وويل چې سعودي عرب به د امريکا د اضافي دفاعي مرستو په خرچ کې مدد وکړي چې پکې تر درې زرو پورې امريکايي ځواکونه هم شامل دي.
په منځني خیتځ د ایران، سعودي عرب او امریکې ترمنځ تاوتریخوالی زیات دی. په تیره څه موده کې د سعودي عرب د تېلو په دوو مرکزونو حملې شوي او ایران د امریکې یو ډرون جهاز غورځولی دی.
که څه په یمن کې هوثي باغیانو د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو د حملو ذمه واري منلې ده خو امریکايي او سعودي مامورین د حملو پړه په ایران لگوي. ایران د ککړتیا خبره ردوي او ایراني مامورین وايي امریکا په سیمه کې حالات د جنگ په لورې بیايي.