لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د منځني ختیز په حالاتو خبرو اترو دپاره د صدر اوباما د سعودي عرب سفر


د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري چې د تیرو اتوو میاشتو راهسې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو د جوړ جاړې کوششونه کوي، د شورو په ورځ يي امان، اردن، کې فلسطیني صدر محمود عباس او د اردن شاه عبدالله سره ولیدل
د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري چې د تیرو اتوو میاشتو راهسې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو د جوړ جاړې کوششونه کوي، د شورو په ورځ يي امان، اردن، کې فلسطیني صدر محمود عباس او د اردن شاه عبدالله سره ولیدل
د یورپ د یوې هفتې دورې په پائې کې د امریکې صدر براک اوباما د جمعې په ورځ سعودب عرب ته رسیدونکی دی. هغه په سعودي چارواکو سره د منځني ختیز کې په موجوده مسلو خبرې اترې کوي چې پکې د شام صورتحال، د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن لړۍ او د ایران د ایټمي پروگرام لانجه اهم موضوعات گڼلی کیږي.
صدر براک اوباما د سعودي عرب دوره په داسې وخت کوي چې د ریا‍ض او واشنگټن په تعلقاتو کې تاویریخوالی په زیاتیدو دی او شام کې د ناقرارۍ په سر د منځني ختیز هیوادونو ترمنځ اختلافات موجود دي.
سعودی عرب کې د یو امریکائي سفارتکار د وینا ترمخه د صدر براک اوباما د دورې مقصد د دواړو هیوادونو د امنیت یا سکیورټي مشترکه مفادات په وړاندې بوتلل دې چې پکې د ایران د ایټمي پروگرام مسله، د شام کړکیچ ، د اسرائیلیانو او فلسطینیانو تر منځ مذاکرات او د پرتشدد تندلاریتوب مخه نیول شامل دي.
د سعودی عرب العربیا ټیلې ویژن وايي د صدر اوباما او د شاه عبدالله د خبرو اترو په نتیجه کې سیمه کې ثبات او پرمختگ رامنځته کیدی شي.
د شام د تیرو دریو کلو نو کړکیچ له امله منځني ختیز کې قرقه ایز تاوتریخوالی زیات شوی دی او د مصر د سیاسي ناقرارۍ په نتیجه کې د عرب هیوادونو خپل منځو کې تعلقات خراب شوې دي.
د شورو په ورځ کویت کې د منځني ختیز هیوادونو اتحاد عرب لیگ د غونډې ختمیدو ورسته، د کویت خارجه وزیر صباح الخالد الصبا وویل عرب هیوادونه په دې کوششونو کې مصروف دي چې سیمه کې روان د اسلامي تحریکونو د حامیانو او مخالفینو په منځ کې د اختلافاتو حل راوباسي.
کویتي خارجه وزیر وايي عرب مشرانو د مفاهمت دپاره د مشکلاتو، ذمه وارو او په امیدونو خبرې اترې وکړي چې دا رنگ د مسلې د حل دپاره مشترکه میدان ولټولی شي.
صدر براک اوباما د سعودي سفر په داسې حال هم کوي چې امریکا منځني ختیز کې د امن په خاطر د اسرائیل او فلسطینیانو مذاکرات بیا شورو کولو دپاره کوششونه کوي. مذاکراتو کې د مفاهمت یو چوکاټ پرځائې کولو دپاره د وړاندې نه ټاکل شوی معیاد د اپریل په میاشت کې سر ته رسیږي خو په ورستیو میاشتو کې مذاکرات بې ثمره ثابت شوي دي.
فلسطیانو سره د امن مذاکراتو لړۍ بیا شورو کولو د پاره د اعتماد سازۍ په خاطر به اسرائیل په راتلونکو ورځو کې د فلسطیني قیدیانو ٢٦ کسیزه ډله ازادوي خو د اسرائیل په دغه گام سخت دریزه سیاستدانان او هغه کورنۍ اعتراز کوي چې خپل خپلوان يي د قیدي فلسطینیانو د حملو ښکار شوې دي.
فلسطیني مرکچیا ن وايي د قیدیانو د ازادیدو بغیر خبرې اترې په وړاندې نشې بوتللی.
د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري چې د تیرو اتوو میاشتو راهسې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو د جوړ جاړې کوششونه کوي، د شورو په ورځ يي امان، اردن، کې فلسطیني صدر محمود عباس او د اردن شاه عبدالله سره ولیدل.
جان کیري سره د خبرو اترو ورسته شاه عبدالله د فلسطین په مسله عرب دریز تکرار کړو.
شاه عبدالله وايي مونږ د خپلواکه فلسطیني ریاست په جوړیدو اصرار کوو، چې بنیاد يي په دوه قومي نظریه، نړي والو قراردادونو او امن د پاره د عرب هیوادونو په کوششونو وي.دا د اسرائیل او فلسطین د جگړې د حل بنیاد دی.
منځني ختیز کې د امن په لړ کې هم دا میاشت صدر براک اوباما واشنگټن کې صدر محمود عباس او اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره ځان ځان ته لیدل کتل وکړل خو دواړه فریقین په داسې حال کې بیرته ستانه شوي دي چې د مفاهمت څه نخښې نښانې يي نه دي ښکاره کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG