لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او سعودي عرب د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د هند مرستې اعلان کړي


د ماېک پمپیو او وي جی کوګلي تر منځه د ګل په ورځ په واشنګټن کې ملاقات شوی
د ماېک پمپیو او وي جی کوګلي تر منځه د ګل په ورځ په واشنګټن کې ملاقات شوی

د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو د ګل یا دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د هندوستان د خارجه چارو سېکتر وي جی ګوکلی سره د لیدو کتو وروسته ویلي، امریکا د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د هندوستان سره ولاړه ده.

هم د ګل په ورځ د هندوستان په یوه ورځني سفر د سعودي عربستان د خارجه چارو وزیر عدیل الجبیر د هندي چارواکو سره د لیدو کتو په وخت بې د څه تفریقه د هر قسمه ترهګرۍ پرضد د هندوستان ملګرتیا کوي.

د امریکا خارجه دفتر لخوا ویل شوي د ماېک پمپیو او وي جی کوګلي تر منځه د ګل په ورځ شوي ملاقات کې دواړو د پاکستان نه غوښتلي چې ٫٫ زر تر زره دې په خپله خاوره فعاله ترهګرو ډلو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.٬٬

د خارجه وزارت د بیان تر مخه په ملاقات کې د هند د ولقې لاندې کشمیر کې په هندي عسکرو شوي برید غندنه شوې او په دغه برید کې ککړې ډلې انصاف ته د مخامخ کولو غوښتنه شوې.

د فرورۍ په ۱۴مه نېټه په هندي کشمیر کې شوي دغه برید پړه د ملګرو ملتونو لخوا ترهګر ګرځول شوې تندلارۍ ډلې جېش محمد په غاړه اخستې وه. دغه ډله په پاکستان کې فعاله ده او مشران يې هم په پاکستان کې فعالیتونه کوي.

د دغه برید وروسته نوي ډیلي ژمنه کړې وه چې د پاکستان نه به بدل اخلي او هندي پوځ ته يې د پاکستان پرضد د کاروايۍ پوره اختیار ورکړی وو.

پاکستان د هندوستان لخوا لګیدلي تورونه رد کړي وو چې ګنې د فرورۍ په دغه برید کې لاس لري او دریځ یې خپل کړی چې د ترهګرۍ پرضد اخستل شوي ګامونو کې يې په یاده ډله د وړاندې نه بندیزونه لګولي دي.

د عدیل الجبیر د هندوستان سفر

هم د ګل په ورځ د سعودي عربستان د خارجه چارو وزیر عدیل الجبیر د هندوستان یوه ورځني سفر په مهال د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي او د هند د کورنیو چارو وزیرې سشما سیوارج سره لیده کاته کړي.

د هندوستان د کورنیو چارو وزارت د یو بیان تر مخه عدیل الجبیر په خپل سفر کې د هندي چارواکو سره ژمنه کړې چې سعودی عربستان به بې د څه تفریقه د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د هندوستان مرسته کوي او دواړه هیوادونو به د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په ګډه یو کونسل هم جوړوي.

د هند د کورنیو چارو وزارت د بیان تر مخه د سعودي خارجه وزیر دهندوستان وزیراعظم نریندرا مودي ته د سعودي وليعهد محمد بن سلمان لخوا سلامونه او احترامات وړاندې کړي او په ځواب کې هندي وزیراعظم د هر قسمه ترهګرۍ غندنې کولو په سر د سعودي ولي عهد بن سلمان مننه کړې.

په دغه لیدو کتو کې دواړه هیوادونه په دې صلاح شوي چې د ترهګرۍ پرضد به بې د څه تفریقه د یو بل سره همکاري سېوا کوي.

د هندوستان په دې سفر کې د سعودي عربستان سفیر د هند د خارجه چارو وزیرې سشما سیوارج سره هم د هند او سعودي عربستان په خپل منځي اړیکو خبرې کړي. او د ترهګرۍ د نوغي ختمولو لپاره يې د دواړه هیوادونو ترمنځه د اړیکو سېوا کولو ژمنه کړې.

په دغه لیدو کتو کې سشما سیوراج او عدیل الجبیر په دې خبره هم صلاح شوې چې سعودي عربستان به د هندي مسلمانانو لپاره د حج کوټه دوه لکه ته سېوا کوي او د سعودي عربستان لخوا د ۸۵۰ هندي بندیانو خوشي کولو مننه هم شوې.

سعودي عربستان او هند په تاریخي توګه نژدې کلتوري، مذهبي او اقتصادي اړېکې لري چې اوس دغه سټراټېجیکي همکارۍ ته اوختي. سعودي عربستان د هندوستان څلورم لوې کاروباري ملګری او د هندي تیلو ضرورت پوره کونکی دویم لوې هیواد دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG