لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: قوي ثبوتونه لرو چې د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو شویو حملو کې ایران لاس لري


د سعودی عرب د پوځ ترجمان کرنل ترکي الملکي د تباه شوي ډرون ټکړو سره ولاړ دی چې وايي د ایران جوړ مزایل یې د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو چلولی و
د سعودی عرب د پوځ ترجمان کرنل ترکي الملکي د تباه شوي ډرون ټکړو سره ولاړ دی چې وايي د ایران جوړ مزایل یې د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو چلولی و

تېره هفته د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو د ډرون بريدونو پړه هوڅي ياغيانو اخېستې خو امريکايې چارواکي وايي دوی سره د دې خبرې قوي ثبوتونه دي چې دغه ډرون بريدونو کې ايران لاس لري.
د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ ويلي د سعودي عرب د تېلو په مهمو مرکزونو د ډرون د بريدونو په شا ايران لاس لري او وايې د خزانې وزارت ته يې امر کړی چې په ايران نور اقتصادي بنديزونه ولګوي، نوموړي د دې نه وړاندې په ايران د حملې اشارې هم ورکړې وې، خو وايې دوی سره وخت شته چې د ايران په ضد ګامونه واخلي.

"مونږه سره پوره وخت دی چې د ايران په ضد ډېر څه اوکړو.دا ډېر آسان کار دی او ګورو به چې څه کېږي، خو ضرور به څه کوو، داسې به نه کښېنو".

ښاغلي ټرمپ دا خبرې په کېليفورنيا کې کړي په دغه سفر کې د نوموړي سره د ملي امنيت نوی مشير رابرټ او براېن هم وو، هغه وېل،

"زه چې صدر ته کومه مشوره ورکوم هغه به پټه وي خو مونږه دغه کشالې ته د ډېر نزدې نه ګورو".

د سعودي عرب د دفاع وزارت د شرو په ورځ داسې ټوټې ښکاره کړې چې د دوي په اند په دغه بريدونو کې د ايران د کروز مېزاېلو او ډرون ککړتيا ښايې ،

"کرنل ترکي المالکي د سعودي عرب د دفاع وزارت وياند دی وايې

" د ايران حکومت او انقلابي دستې هر ډول ثبوتونه ورکوي خو دا د دوي ناپوهي ده زمونږه سره پوره ثبوته دي او مونږه به دغه په ملګرو ملتونو کې هم ښايو او په نورو ورته ځايونو کې هم''.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ماېک پمپيو هم تېره ورځ د سعودي عرب د ولي عهد شهزاده سره د ليدو کتو په وخت ويلي د سعودي عرب د آرامکو کمپنۍ تباه کول د ايران لخوا د جنګ اعلان دی او دا هېڅ معنا نه لري چې د ايران ميزاېلې د کوم لوري نه ورغلي دي.

هر څه که امريکا او سعودي عرب د دغې بريدونو پړه په ايران لګوي خو د ايران خارجه وزير جواد ظريف دغه تورونه رد کړي او ګواښ يې کړي که په ايران بريد وشو نو سخت ځواب به ورته ورکوي.

نوموړي په خپل ټوېټر د سعودي عرب په اړه ليکلي چې دوي چې د يمن په ضد څلور کاله وړاندې کومه جګړه پېل کړې وه هغې کښې لا وس هم ښکېل دي کوم چې يو وړوکی او غريب هېواد دی نو د ايران په ضد دې داسې سوچ هم نه کوي".

په يمن کې هوڅي ياغيانو د دغې ډرون بريدونو پړه په غاړه اخستې او د دغسې نورو بريدونو ګواښ يې هم کړی،د هوڅي وسله والو وياند يحيا سريا وايي،

"نن په لومړي ځل مونږه د دې خبرې اعلان کوو چې يو شمېر نور ځآيونه هم زمونږه په وس کې دي چې مونږه پرې څه وخت هم بريد کولی شوو، دغه هدفونو په عرب اماراتو او ابوظهبي کې دي چې څه وخت پرې هم بريد کېدی شي"

د عرب هېوادونو تنظيم عرب ليګ په ايران غږ کړی چې په يمن کې دې د لاس وهنې نه ډډه وکړي.

د عرب ليګ جنرل سېکټري احمد ابو غېث وايې،

"له تېر څه وخت رهسې داسې ښکاري چې هوڅيان پخپله فېصلې نه کوي بلکه د نورو هېوادونو په امر کار کوي، مونږه يو وارې بيا په ايران غږ کوو چې د يمن نه لاس اوباسي او د يمن د وسله والو له وسله او پېسې وروکول ودروي".

په يمن کې له تېرو څلورو کالو رهسې روانې جګړې ته دفاعي څيړونکي د سعودي او ايران ترمينځه د پراکسي جګړې په سترګه ګوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG